- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- شهرت ننګيال
- 1173
يوازې زما نه، بلکې د ډېرو نورو هم د هغه شينواري په څېر چې د خدای او دور بابا تر منځ هک حيران ولاړ و، خوله وازه پاتې ده.
ما ته لومړی خپله حيراني طبق معمول د خپلې ناپوهي او جهالت زېږنده ښکارېده، ځکه مې د وخت يو هوښيار وپوښت، د ده په اړه مشهوره ده چې په هګۍ کې چوڼېدلی. لکه ملاچرګک په ځمکه کې سل ګزه لاندې د اوبو څرک بلکې درک لګولای شي. که وغواړي په خپل نبوغ او عبقريت د ويښته ول هم ليدای شي.
ما ده ته خپله حيراني او جهالت کېښودل، خو دی مې تر ځان لا حيران بلکې لالهاند موند، په دومره توپير چې زما حيراني له جهالته او د ده له ډېرې پوهې را خوټېدلې وه.
رحمان بابا فرمايي:
کل وسواس له احتياطه پيدا کېږي
زه له ډېرې هوښياري نه لېونی شوم
بيا مې د ډېرو نورو هوښيارو خولې بوی کړې، له ټولو د حيراني تريخ بوی او شين دود خوت. په دوو کې دغه حيراني په ولسي جرګه کې د ولسمشر د تقنيني فرمان له رده را ولاړه شوې ده چې نه يې څوک بشپړ ښه بللای شي نه پوره بد، لکه ګټه او زيان يې يو برابر وي. يوې کاسيرې ته د ملا د ځواب په څېر چې ثواب او ګناه يې ورته يو برابر خو د ... شلېدل سرباري ښوولی و.
هوښيار او ځيرک حکومتونه که په کار او خدمتونو ولس حيران نهشي کړای، په دغسې ډرامو او لوبو يې دومره حيران کړي چې نه خپلې حيراني ته ځواب موندلای شي، نه پای.
زموږ د چارواکيو ډېری چارې د همدغسې حيراني وړ دي، نه يې ستايلای شې نه يې غندلو ته زړه ښه کولای شې.
دا د حکومت چلولو يا په نورو ټکيو ښې حکومتولي مهارت بلکې ارټ او هنر دی چې ولس ته د حيراني دغسې مسکن بلکې د بېهوښي دراو ورکړل شي چې په مټ يې په حيرانيو کې دومره ډوب وساتي چې د استغراق حالت ته يې ورسوي.
دلته داسې يوه پاليسي په کار ده چې نه سيخ وسوځي، نه کباب. هم لعل به دست آید هم دل یار نرنجد. په ظاهر مدح په حقيقت کې هجو، دا يو ادبي صنعت دی چې په مدرسه کې هم زما سر نه پرې خلاصېده.
يوازې دښه و بد حيراني نه، دا حيراني هم کمعقلو او هوښيارو ټولو ته پېښه ده چې ارګ په رښتيا د دغه فرمان تاييد غوښت؟
سپېدار ماڼۍ يې په رد کې خپله ګټه ليده که په تاييد کې؟
ما د سپېدار له يوې داسې سټې پوښتنه وکړه چې سپېدار ته دومره نږدې بلل کېږي چې خلک حيران دي، سپېدار يې وګڼي که د سپېدار سيوری؛ ځکه خو خلکو ته همدغسې يوه حيراني له دغه تقربه هم ورپېښه ده.
خو د دغې سټې هم له ډېرې حيراني سترګې رډې ختلې وې.
بيا مې د ارګ له يوه داسې بختوره پوښتنه وکړه چې دا يوهنيمه لسيزه يې پنځه واړه ګوتې په غوړيو کې دي، د ولسمشرانو په اوده کولو او ارامولو کې پوخ منتر ورسره دی، خو دی تر نورو زيات د حيراني د سمندر څپو اخيستی و.
لويه حيراني دا ده چې د ولسي جرګې هغو غړيو د دغه فرمان تاييد غوښت چې د ولسمشر په حق ناحقه مخالفت تورن بلکې پړه پېژندل شوي.
د دې برعکس هغه استازيو يې د رد کاڼي سينو ته نيولي وو چې د ولسمشر د ملاتړ بار له مودو پر اوږو ګرځوي.
ځکه خو د چا بايلات او ګټنه ثابته نهشوه، ريفري هم حيران پاتې دی چې د چا لاس پورته ونيسي.
دا نو هغه اشد محرم راز دی چې د ولسمشر مخالفانو څنګه د ده د فرمان د منښت جنډه پورته کړې او ملاتړو يې د فرمان د رد ګستاخي ته زړه ښه کړی دی.
وايي چې يوه کوم بله را يادېږي، د دغې جړې ماشوړې چې يوه حيراني را سپړې پر بله اوړې، د يوې حيراني پر ښکر پورې د بلې حيراني لکۍ غوټه شوې وي.
دغه ښکر او لکۍ زموږ د حکومتونو محک او معيار ګرځېدلی، دلته به يا غټ او تېره ښکر پر سر ګرځوې، يا به خپله لکۍ د ګزونو خانو کې اوږده ساتې.
د ډک سر او ډک جېب په سيالي کې همېشه بريا د ډک جېب په پچه رسېدلې، ځکه خو په حکومت کې هم د کفايت او اهليت په پرتله ښکر او لکۍ ټاکونکې خېژي.
سرخط ورځپاڼه