کوزې ته غوسه غلبېل


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نقيب احمد عزيزي
  • 1006

 اجمل ستانکزي ليکي چې «که زما خبرې په چا بدې لګیږي نو نه دې یې لولي. په مخه یې ښه. ما ته ستا تر دینه، ستا تر پيغمبره، ستا تر خدایه او ستا تر ټول عربه افغانستان ډیر مهم دی.»

تبصره
که خبره د انټرنشنليزم او نړيوال انسانيت وي، بيا هم د اسلام پيغام جامع دی «دلته د ده مخاطب افغانان دي، له دينه يې په اغلب ګومان مطلب اسلام دی.»، نه عرب پر افغان لوړ دی، نه افغان پر عرب پورته دی. هماغسې لکه هيڅ افغان تر بل افغان لوړ او ټيټ نه دی، ټول انسانان دي او برتري او تفوق په لوړو اخلاقي مکارمو کې نغښتې فلسفه ده. د نشنليزم څپه جلا ده چې په اوسني عصر کې هيڅوک چا ته د خولې ګوله نه ور نيموي.
دا چې موږ په ملي ايډيالوژي هم سوداګري کوو، په ديني ارزښتونو مو هم صرفه و نه کړه. څو چې دلته د هرې حوزې علمي روښانتيا او فردي علمي عبقريت قوي نه شي، هر څه به سرچپه تعبيرېږي او عملي کېږي. که کوم نالوستي کتاب سرچپه نيولی وي، د کتاب هيڅ ستونزه نه شته، ستونزه بل ځای ده.
نه پوهېږم چې ستانکزی صاحب د «اهميت» پديده څنګه تعريفوي؟ زه هم افغان يم، ده ته چې تر هر څه افغانستان مهم دی، دا مجازي بيان دی چې د المکان بالمکين قضيې ته ځي. په دې اړه د قیس «مجنون» دوه بيتونه هم شته چې د ليلا له مينې يې د هغې دېوالونه ښکلول.
مجنون وايي:
أمر على الديار ديار ليلى
أقبل ذا الجدار وذا الجدار 
وما حب الديار شغفن قلبي
ولكن حب من سكن الديار
ژباړه: د ليلا پر ديار تېرېږم، دا و هاغه دېوالونه ښکلوم. زما زړه دې ديار و دېوالونو نه دی وړی، هغه چا وړی چې په دې دېوالونو کې اوسېږي.
که ساده ووايو پر يو سړي يو ځای د انسانانو له وجهې ګران وي، پر ده افغانستان تر «هر څه» ګران دی. ښه نو چې پر يو چا يو څوک دومره د افراط تر بريده ګران وي، هغه يې مقدساتو، ارزښتونو او سپېڅلتياوو ته په داسې سترګه ګوري؟ خلک د خپل محبوب پر ذوق هم مين وي.
که خبره لنډه کړو، زه افغان يم، په اصطلاح په ستانکزي تر هر څه ګران يم، خو دا ګرانښت مې په داسې ادبياتو را ارايه کوي چې ما روحي نااراموي، ځوروي مې، زما پر روح پښه ږدي؛ نو بناءً دا د عقلاني مينې لار نه‌شي کېدای، که کېږي تاسې وواياست. داسې پرې ګران يم، وايم کاشکې يې بد اېسېدای. ستانکزی په خپل تعبير کې دلته د ډېر ژور تناقض ښکار دی.
بل ځای ليکي: «ځینې یوازې د دې لپاره دینداران دي تر څو نورو ته بيدینه وویلای شي. د دوی هدف د نورو په ژوند کې مداخله او یا هم د نورو ژوند کنټرولول دي.»
تبصره
نه پوهېږم د نورو په ژوند کې مداخله لا څنګه وي؟ ايا د ده پورته خبره د ميليونونو انسانانو په ژوند کې مداخله بلکې تېری نه دی؟ دلته د ستانکزي خبرې خپلمنځي ټکر لري او د يوه سړي د خبرو تر منځ په لنډه زماني فاصله کې دغسې ټکر خپل عوامل لري چې د دې بحث موضوع نه ده.
که دغه خبره عکسي کړو، ځينې خلک د دې لپاره بې‌دينه دي چې نورو ته د دين پېغور ورکړي. په دې ډول دوی پر عمومي بشريت د حماقت ټاپه سريښوي او د خپل منفي نرګسيت تنده د انکار په شرابو خړوبوي.
بل ځای داسې په ښېرا خوله خلاصوي: «خدای مو تباه کړه د خیالي جنتو لالچ له ځینو وحشیان جوړ کړي او له ځینو بيغیرته. افسوس د پښتون په حال چې نن یې ښځې ترېنه بوول کيږي خو دی بیا هم د خیالي جنتو او دوزخو له ډاره حقیقت نشي ویلای.»
دلته يې هم عجيبه کړې ده. لاشعوري بيا پر دې قايل شوی چې «فعال لما يرید...» خدای دی، ځکه خو خدای ته ناره کوي چې ستا د جنت منونکي تباه کړه! ښه، چې خدای يې ومانه، د جنت د نه‌منلو د باور جواز يې له کومه کړ؟ بل دا چې ده په لومړۍ خبره کې ويلي چې پر ما افغانستان تر خدای ګران دی، ښه نو چې داسې ده ولې د افغانستان خلک بېرته په خدای تباه کوي؟ اخېر ولې؟
د فکر دا وړ تزلزل هم ډېر ابعاد لري، زه ځکه نه ورباندې غږېږم چې موضوع يوازې د ستانکزي صاحب د خبرو منطقي جاجونه ده.
داعش چې په ننګرهار کې کوم خشونت روان کړی، عام مسلمان ترې بېزاره دي، د اسلامي شريعت اره تګلاره نه ده. نه پوهېږم ده هغه نصوص چېرې موندلي چې داعش د سوچه اسلام نمونه ثابتوي، لطفاً دې يې را وړاندې کړي.
دا چې زموږ حکومت او ځواک د داعش مخنيوی کوي، بيا زموږ د ارادې تمثيل دی. دا خبره جلا ده چې سياسي کړکېچونه موجود دي، د داعش او افغان حکومت جګړه هم جلا موضوع ده. 
راځو دې ته چې د داعش د فعاليت پر وړاندې کله چا چوپتيا کړې ده، دولت په کار و اقدام او رسنۍ يې پر انعکاس لګيا دي، ان د ننګرهار د ملي امنيت مشر خو لا ويلي چې جګړه هغسې هم تونده نه ده لکه ځينې رسنۍ چې پکی ورته وهي.
ستانکزی پخپله يوه ذهني مسئله مطرح کوي، بيا يې په جنت و دوزخ ور حمل کوي. که د جنت و دوزخ د ډار خبره شي، خو پښتانه بايد لا د خپل عزت و ژوند د بربادي مخنيوی وکړي، ځکه په اسلام کې د خپل دين، نفس، عقل، نسل و مال ساتنه شرعي مقاصد دي او مدافع ته يې اجرونه دي، که يې څوک بابېزه ګڼي، عتاب و عذاب ورته متوجه دی؛ نو که د دوزخونو د ډار خبره شي، خو بايد لا يې د خپل عزت ساتنه کړې وای. دلته خو خبره د ده د ادعا اپوټه سمه را خېژي! 
دلته هم د ستانکزي فيصله زړه ته نه‌شي کوزېدای.

بل ځای ليکي: «هر انسان ازاد پیدا شوی او هر انسان یوازې او یوازې د خپل ځان مالک دی. د یو انسان ژوند نه د بل انسان ملکیت دی نه د هغه د کلتور، عقیدې او یا هم خدای. ځکه نو څوک حق نلري چې د دې شیانو لپاره د نورو په ژوند کې یا مداخله وکړي او یا یې ژوند واخلي.»
تبصره
دلته پر ستانکزي بیا لاشعوري خدايي نظريه حاکمه ده، ځکه دی انسان ته په پيدا کړل شوي «هر انسان ازاد پيدا شوی» قايل دی. دی نور ځايونه د ډاروين پر تطوري يا تکاملي نظريه ګروهمن دی، دلته بيا بېرته په يوه تيندک کې لوېدلی او انسان ته يې د ډايريک خلق شوي موجود په سترګه کتلي دي.
له دې ښکاري چې ستانکزی تر اوسه په يوه عقيدوي زلزله کې دی. عقيدوي ځکه ورته ويلای شو چې له ټولو عقايدو انکار هم يو ډول عقيده ده. عقيده لکه اکسېجن ترې خلاصېدل بې‌امکانه دي. دا خبره جلا څېړنه غواړي چې هر «خلق شوی/پيدا شوی» خالق لري او د نشت خبره يې محاله ده.
وړاندې وايي انسان يوازې د ځان مالک دی. نه پوهېږم د مالکيت حدود څنګه ارزوي؟ مالکيت د صلاحيت جامع شکل دی، انسان چې د خپل مرګ مخه نه‌شي نيوای، نو څنګه د ځان مالک وبلل شي؟ په کوم دليل؟ تر کومه حده؟ دلته هم هيڅ تيوري دا ادعا نه‌شي توجيه کولای.
دا سمه ده چې د يو انسان ژوند د بل انسان ملکيت نه دی، مګر له اړيکو بیا نه‌شي بې‌پروا کېدای، که داسې مطلقې ځانځاني ته قايل شو، بيا نو بايد ستانکزی صاحب هيڅ ليکنه و نه کړي، ځکه انسان بايد هر څه پخپله تعين کړي، نه غوږ ونيسي، نه بل ته څه ور واوروي. حال دا چې دا کار امکان نه لري، بشري تمدنونه، فرهنګونه او ټولنيز ژوند د همدې فکټورونو په اساس را منځ ته شوی دی.
د عقايدو له موجوديته هيڅکله نړۍ نه ده تشه شوې، دا هغه ادعا ده چې ثابته ده. يونانی مورخ پلوتارک «۴۶ ـ ۱۲۷ مېلادي شا و خوا» وايي چې د نړۍ په ښارونو کې مې د هرې برخې نشتوالی ليدلی، خو بې‌معبدونو ښارونه مې نه دي ليدلي.
په وروستۍ ليکه کې وايي چې «...څوک حق نلري چې د دې شیانو لپاره د نورو په ژوند کې یا مداخله وکړي او یا یې ژوند واخلي.»
د کولتور په اړه هر انسان قانع دی چې د انساني پېښو، اړيکو او په ټوله کې د ژوند محصول دی، معاصر انسان پر دې لګيا دی چې خپل کولتور صيقل کړي. دا خبره اوس ډېره زړه ده چې وايو د کولتور لپاره يو بل و نه ځوروو، پر دې قناعت شوی او که هر څوک يې کوي ښه، خو زړه خبره ده.
خبره د عقيدې راغله، دلته ده نه ده مشخصه کړې چې څنګه عقيده؟ پر کومو دلايلو ولاړه عقيده؟ د بشري تاريخ په اوږدو کې ډېرې عقيدې موجودې وې او لا هم دي. هسې خو خرافات هم ډېرو ته عقايد ښکاري، مګر دلته مهمه دا وه چې ستانکزي د عقيدې ډول ښوولای وای، د وژل يا پرې وژل کېدو حوزې يې مشخصې کړې وای، د سبب و پايلې په هکله غږېدلی وای، خو دا هيڅ نه‌شته، يواې د لوړ رتبه غوندې پر لاس لاندې کسانو وچ‌وېزنو امرونو ته ورته خبرې دي.
پر خدايي اسماني دين استوارې عقيدې هيڅکله انسانيت ته تاوان نه دی رسولی، که وي هر څوک دې خپل نظر وړاندې کړي.
بل ځای ليکي «د نورو په اړه قضاوت کول پریږدئ او خپل ژوند باندې توجه وکړئ. خپله هم پخپله خوښه ژوند وکړئ او نور هم د خپلې خوښې ژوند کولو ته پریږدئ.»
وايي غلبېل کوزې ته غوسه و چې ولې سورۍ ده، دلته هم هماغه ټوکه شوې. د ده پر دې خبره هيڅ تبصره نه کوم، همداسې يې کټ مټ ده ته ږدم.
ښاغلی ستانکزی! «د نورو په اړه قضاوت کول پرېږدئ او پر خپل ژوند باندې توجه وکړئ. خپله هم ژوند پخپله خوښه ژوند وکړئ او نور د خپلې خوښې ژوند کولو ته پرېږدئ.»

يوه بله يادونه
پر فېسبوک ځينې کسان د ده او ځينې دغه ډول نورو کسانو خبرې بې‌تحليله لايک کوي، په دې کې ځينې کسان زموږ ملګري هم دي، زه له دې ځايه ورته وايم چې که له يو چا سره د موافقت اړتيا وينئ، د وجداني او مستدلل ژوند و باور خوند هم تجربه کړئ. د ستانکزي د دې ډول خبرو چې مشت نمونه خروار دي، لايک کوونکی په کومه خوله دا رڼې او سپېڅلې ثابتولای شي؟ که يې نه شي ثابتولای، لازمه ده چې د خپلې عقيدې پر مخ د نوکارو له کاږلو تېر شي.
د ستانکزي داسې لايکر هم شته چې یو ځای جومات ته سره تللي يو، ښه نو زه اوس د ده پر ثبات څنګه قانع شم؟ څنګه؟ دغه تزلزل خو د ژوند هدف نه‌شي کېدای. لطفاً يا موږ پرېږدئ، يا ستانکزي ته «نه» وواياست.