- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- حفیظ الله تراب
- 1178
ډېر نه، يو څو کاله کېږي چې په هېواد، په تېره بیا زموږ په ښارونو کې د مدني ټولنو، مدني فعال او مدني حرکت خبرې دومره ډېرې کېږي چې د رسنیو د خبرونو ډېره برخه هم همدا نومونه جوړوي.
که څه هم د دې ټولنو خلک څه نوي نه دي را پیدا شوي او نه هم په دې برخه کې نوي روزل شوي، ځکه ټولو غړيو يې پخوا هم په دې خاوره کې ساه راکښله، خو د مدني فعالیت چارې، نومونه او فعالیتونو ته دلته د انسجام بڼه امریکایانو ورکړه او ناببره يې فعالیتونه د مرخېړو په څېر را وټوکېدل.
که د مدني د کلمې د تعریف په برخه کې وپوښتل شي، څوک هم قانعکوونکی ځواب نهشي درکولای او انسان يوازې د زړه په ديد دومره پوهېدای شي چې دلته مدني انسان هغه ته وايي چې زدهکړه ولري، چېرته دنده ولري، لاریونونو ته راوتلای شي او تر ټولو لوی مدني هغه دی چې برناحقه د مچ غوندې د يوه چا په پزه پورې کلک نښتی شي.
د معنوي معیار په پام کې نه نيولو سره، په لږ موده کې هر غل، هېوادپلورونکی او جنګسالار د دغه بالاپوش په اغوستو سره يو مدني انسان شو او د ډيموکراسي د ازادي د اصولو له مخې دا حق ورکړل شو چې د هرې پرتې او چټیاتو ويل د هر مدني انسان قانوني حق دی.
هماغه و چې ځينو د خپلو سینو له پاسه نورې مصنوعي سینې کېښودې، ځينو خپلو مخامخو غړیو ته کلپونه واچول او په ښار کې يې یو نااشنا مدني حرکت پیل کړ.
د غرض خاوندانو ته هم خدای ښه چانس ورکړ، تر دغه نامه لاندې يې په ظاهري توګه حرکتونه پیل کړل، خو پټې موخې يې د هېواد له وراني، پرديو ته د چوپړ او په هېواد کې د شرارت له غځولو نورې نه وې.
هماغه و چې دغه بېپوښتنې او بېڅښتنه ډنډ ته چا د بشر د حقوقو، چا هم د کمېسونونو په نومونو او خينو هم د جنبشونو په نامه را ودانګل او د ناخبره خلکو په تېر ایستنه يې پیل وکړ.
له بدهمرغه د دغو خلکو بل امتیاز دا دی چې دوی هره نادوده او ناروا د مدني حرکت او یا د حق غوښتنې په نامه کولای شي. مثلاً دوی په ورځو ورځو د دې لپاره لاريونونه کولای شي چې ووايي زموږ غوښتنه دا ده چې دننه په ارګ کې دې موږ ته د ماهیانو یو ډنډ جوړ شي، همدا رنګه کولای شي چې ووايي، د اریانا يا پښتونستان په چوک کې دې موږ ته پنځوس بوساړې حکومت جوړې کړي، ځکه دا زموږ مسلم حق دی.
د دغو ډلو په مشرانو پسې خلک، هم دا فکر او شعور نه لري چې ایا دا کار کېدونکی يا جایز دی، هغوی هم په پټو سترګو د بوساړو د غوښتنې شعارونه ورکوي او په دې نه پوهېږي چې ایا رښتیا هم زموږ تش په نامه مشران مو حقوق غواړي او که نورې موخې لري!؟
د دغو خبرو څرګنده بېلګه د روشنايي په نامه حرکت دی چې پرته له خپلو نادودو هيڅ ډول اصول او قوانین نه مني. کله وايي چې موږ ته دې د برېښنا پايې تېرې شي، کله هم د دې لهپاره چغې وهي چې نه، موږ ته يوازې د برېښنا مزي په کار دي، کله د برېښنا بکس غواړي او کله يې هم فیوزونه.
رښتیا خبره خو دا ده چې د دوی غوښتنې د ټولو مدني او قانوني اصولو خلاف دي، دا ډله نه د دولت قوانين مني او نه هم نړیوال اصول. نه د چا مشوره مني او نه هم پر ځای خبره. همدا سبب و چې د خپل لجاجت له امله يې په لسګونو بېګناه خلک تېره اوونۍ په خپلو وینو ولمبول.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې ټول ژوندي او غیرژوندي مخلوقات د ځينو اصولو له مخې اوسي، خو دا خلک په يوه لاره هم نه ځي. په کار خو دا ده چې د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې ملامت عاملان دولت ونیسي، د محاکمې مېز ته يې راکاږي او د بېګناه انسانانو د وينو پوښتنه ترې وکړي، خو خدای خبر که د خلکو دا ارمان پوره شي او دا ځکه چې د دغې ډلې بدماشو مشرانو د مدني فعالیت بالاپوشونه اغوستي او د دې واسکټونو او بالا پوشونو ایستل په اوسني وخت کې يو غير مدني عمل دی او د دې ځای په ډيموکراسي کې داسې نهشته.
سرخط ورځپاڼه