- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- شهرت ننګيال
- 1115
زما کله هم د بوډاتوب اندېښنه زړه ته نه لوېده، حاجي صاحب او کاکا کوم اغېز نهشوای را باندې کولای.
په زلميتوب کې زما سرکاري حج په برخه شو، په راستنېدو مې سملاسي له نامه سره الحاج ولګاوه، خو مرحوم غمخور صاحب راته کړه؛ هلکه! له لاسه ځان په بوډاګانو کې مه شمېره.
ما ته سرکاري حج يوه توطيه ښکاره شوه چې غواړي په ځوانه ځواني راباندې بوډاتوب وتپي، ځکه خو مې په هماغه ورځ له الحاجه صرفنظر وکړ.
زه په خپل زلميتوب دومره باوري وم چې د سختې، اوږدې او مرګونې ناروغۍ پر مهال مې هم د مرګ وېره زړه ته نه پرېوتله.
امسا مې چې وغورځوله د اسد دانش له راکړې وسمې مې نورو هم د زړښت درک نهشوای لګولای.
په منډيي کې چې يوه هټيوال د کاکا او حاجي پر ځای راته بچه حاجي وويل، په خپله ځواني نور هم باوري شوم.
د دې يو زيان دا را وخوت چې لا هم چا په مشرانو، سپينږيرو او سړيو کې نه يم شمېرلی، ځکه خو مې د مشرانو په بنډار او حقونو کې برخه خواره ده.
د ځوانۍ دغې نشې د تورونو او پېغورونو په يو ډول بېتوپيري روږدی کړی وم، ځکه خو مې تر اوسه د چا پر ځای او بېځايه نيوکو ته ځواب نه دی کښلی. د چا په کيسه کې نه وم، له داسې تورونو او پېغورونو مې هم پر تندي کومه کرښه نهشوای تېرېدای چې د مرګ حکم ورسره تړلی و. يو دول معافيت را په برخه شوی و، په هغه ورځ چې د کوم تور او پېغور خبر به را و نه رسېد، تبه به را باندې لګېدلې وه.
يو لامل يې ښايي دا و چې ما ځان سپېڅلی نهشوای ګڼلای، چې پر ولسمشرانو، تنظيمي مشرانو او نورو سرکاري غټانو مې له نيوکو مخ نهشوای اړولای، ځان مې څنګه له سلو زرو کمزوريو سره له انتقاده بر بللای شوای؟
ما ته به هغه ملګري ډېر بېزړه ښکارېدل چې له يوې وړې نيوکې به اور پرې بل و، خو په نورو پسې به يې څراغونه ګرځول.
ما ويل موږ له کمزوريو او نيوکو سره بايد ژوندي و اوسو، د چا نيوکې مو ژوند، سياسي، ټولنيز او فرهنګي شتون او فعاليت ته د پای ټکی نه وای ګڼلی، دومره بېزړه نه وای چې له يوې نيوکې مو هر څه بايللي وای.
او ګنجې خراړې
له يوه ګوزاره ولاړې
نه پوهېږم د بوډاتوب اغېز دی که څه بله بلا، داسې يې وګڼئ چې مزدوري ده، د خپل کالم وار تېروم.
د ثور تر کودتا وروسته پر ما د تورې ارتجاع يا اخوان الشياطين تور و. يوه ورځ په تېمورشاهي واټ کې له خپل ورور سره روان وم چې چا را غږ کړ، ودرېږئ اخوانيانو!
ګڼو کسانو شا ته وکتل، ګورو چې د پوليسو يو افسر له خندا شنه خوله ولاړ دی، دی زما د ورور همصنفي و، اوس د جنرال په رتبه ټکسي چلوي.
کلي ته چې ولاړم، نوم مې د خلقي په خانه کې ليکل شوی و چې دا مې يو څه سپين کړ، په خپلو غوږو مې اورېده چې پرچیم «پرچمی» نوم را پورې دی.
چې دغه تور مې سوړ کړ، افغانملتی يې قلمداد کړم.
سختې هماغه د کلي ورځې وې، دا له تورونو پيغورونو سره د نابلدي وختونه وو. زه په کلي کې له چا سره محشور نه وم، خو د ورور مې د پرې ګڼ ملګري ياران وو چې توده يې سره پاللـه.
ده به معمولاً د ورځې له کلي يو خبر راوړی و، ډېری خبرونه د اندېښنې ختل، د خبر دغه اژانس د کلي د دوکانونو په مخ کې د ځوانانو په بنډار کې لګېده.
برېځر يې له کلي په را ستنېدو ما ته له کوره د وتلو اشاره وکړه، د ويالې پر غاړه کښېناستو، ويل نن شپه مو باسي...
د وباسي مانا او مفهوم څرګند و چې بيا ژوندی نهشوای را ګرځېدای.
زه ګبڼۍ ونيولم، لکه ژامې مې نښتې وي، څه مې نهشوای ويلای، ده راته کړه؛ له مرګه نه ډارېږم، خو دا راته سخته ده چې خلک وايي د... پلاني ورېرونه يې ايستلي، نه به مو مړی مومي، نه به مو د جنازې و پاتا مخه ګوري.
د مجاهدينو يو قوماندان په مدرسه کې تر دوه کاله وړاندې و، له ده سره مې د غموهلي سياست پر سر ايله ما تش سلام، ته ښه يې، زه ښه يم اړيکې پاللې.
موږ د شپې په پخېدو د ايستلو برخليک ته شېبې شمېرلې چې لوړ مازديګر مې مرحوم تره تلولی راته ودرېد، ويل ټوپکوال «زموږ په سيمه کې يې تر يوه وخته مجاهدين ټوپکوال بلل چې وروسته اسم بامسمی وګرځېد» راغلي، تا غواړي.
ما ويل لکه شپې ته يې خبره پرېنهښوده. ده زما غبرګون ته کتل، خو ما پټه خوله قصابي ته مخه کړه. دی په کراره را پسې وخوځېد، په دروازه کې يې لږ پل ونيو، خو ژر را پسې شو. زما زړه درزېده، جنګيالي د دېوال سيوري ته ولاړ دي، زما پر سترګو لکه جال غوړېدلی، د چا څېره مې نهشوای سهي کولای چې يو دنګ سړی د ټوپکوالو له منځه له خندا ډکه خوله راووت.
د روغبړ غېږ يې پرانيسته، په سينه پورې يې ټينګ کړم، زما د زړه درزا د ده زړه ته ورسېده، دوه درې واره يې نور هم ټينګ کړم، د ملا او پښتيو خرپی مې شو. له نورو سره مې هم ژر ژر ستړې مهشې وکړه.
مېلمستون ته چې ننوتلو، په څو شېبو کې کوټه ډکه شوه. قوماندان تر لنډې پوښتنې اخوا د نورو خبرو مخه و نه مونده، له نورو سره په خبرو بوخت و... تر چای وروسته يې په کرار راته کړه؛ پوهېږم، ما ته پته ده، زه ځکه راغلم چې دې خلکو ته پته ولګي، اوس به زما د راتلو په مطلب پوه شوی وې؟
شپه خير تېره شوه، د دغه قوماندان چې تر دوو کالو يې قومانداني و نهشوای غځېدای، يوه بله خاطره هم له ما سره تانده او ژوندۍ ده، خو دا يې ځای نه دی.
د افغانملتي تور په پېښور کې نور هم دروند شو، خو زه يې په کيسه کې نه وم، اوس نو يتيم په ژړا پوخ شوی و. ايله مې يو ځل په سخت وخت کې قانع صاحب وعده معاف ګواه ګرځېدلی و، د سپيناوي بېغيرتي کړې، دا نو هغه د مخمصې حالت و، له نثار صاحب او ښاغلي څاروان سره يې اسناد موجود دي.
کابل ته د مجاهدينو په ننوتو د مرحوم قلندر مومند په خبره؛
چې په خوشال په رنتبور کې وشوې
پر ما هغه کانې لاهور کې وشوې
د طالبانو په وخت کې مې چې ځان په کابل کې تکيه کړ، طالب يې اعلان کړم، چې لندن ته مې پښې سپکې کړې، نور پرېږده مامور لړزانک هم د لندن شريف د پېغور غشي را پسې خوشې کړل.
پخواني لوی څارنوال ښاغلي ثابت په جلالاباد کې د ازمون صاحب په مخ کې د تېښتې په پېغور په نښه کړم.
ده چې له ما وړاندې امريکا او کاناډا وهلي وو، راته وويل؛ اخېر وتښتېدې، ما ورته کړه، دا مې له خپلو مشرانو زده کړې.
ويل زه په مبارزه وتلی وم، خو ته وتښتېدې.
چا ته زولنې شي او د چا غاړې ته هار شي، دغه تورې زلفې مې.
له لندنه په را ګرځېدو مې چې په کلي کې واړول، ويل طالبان يې ولې نه وژني؟
يوه ملګري خو لا شک درلود چې هسې نه، ملاعمر زه يم.
د ملا عمر د مرګ په اعلان به د سولې خبرې ټکنۍ شوې وي که نه، خو زما د دغه ملګري چې زه له زړه ورته درناوی لرم، ښايي شک لېرې شوی وي.
اکرم خپلواک خدایوهلي د کابل په فتنه واړولم، له بدې ورځې مې له اوږدې بېکارۍ د بېګا د ډوډۍ لهپاره په سرخط کې کار پيل کړ. د ارګ پېغور را پسې شو، تاسې وواياست په کابل کې ما نور څه کړي وای؟
څوک دې له دې مات ګوډ قلمه پرته زما بل کمال او هنر را وښيي. يوه خپرونه دې را په ګوتو کړي چې زه د مزدوري لهپاره ورشم، دنده را وسپاري او کوم تور او پېغور را باندې و نه نښلي؟
قانع صاحب په هماغه لومړيو کې راباندې غاړې خلاصې کړې چې کړاڅيه! سرخط د ارګ دی.
ما ورته کړه دا خو دې زما يو غټ شک او اندېښنه لېرې کړه. ښه ده چې د پاکستان نه دی، د ايران، روس، امريکا او... نه دی. ارګ خو زموږ د ملي واکمنۍ سيمبول دی.
ولسمشر غني ته ما رايه ورکړې، دا د دې مانا نه ده چې چا ته دې رايه ورکړه، ټول هست و بود ور وسپاره، سپېڅلی يې وګڼه، هره ناروا يې تاييد کړه.
زه به له غني زړهتوری وم، خو له رايې پښېمانه نه يم. ما بايد رايه ورکړې وای، دا زما ملي هيله ګرځېدلې وه. بيا به هم يو چا ته رايه ورکوم، که د ننټکیاسيا د خوښې سړي ځان کانديد کړی وای، ښايي هغه ته مې رايه رکړې وای، خو رايه به مې ورکوله، رايه به ورکوم.
که سرخط د راګ وي، هېواد، انيس، اصلاح دا... او دا... د چا دي؟
که اشرف غني ولسمشر وي د دولت په هر ارګان، بلکې د حکومت او دولت اړونده هر په برخه کې دنده له ده سره کار دی.
ننټکیاسيا په څو پرلهپسې ليکنو کې زما د اخېر يا خاتمې غم اخيستې، زه نه پوهېږم دغه دوستان څنګه د خاتمو پر لوستو ځان برلاسی ګڼي؟ د مسلمان په توګه دا زموږ عقيده ده چې له الله تعالی پرته څوک علم غيب نهشي لرلای.
زه له چا د مسلماني، جنت او تقوا پر سرټيفيکټ ځان اړ نه ګورم، د چا له خوا د ښهتوب او غورهوالي سند مې په کار نه دی. له ستاينو سره عادت نه يم، د ځينو له ستاينې په رټنه من من غوښې اخلم.
ننټکیاسيا سرخط له حنيف اتمر سره پېيلی.
ښاغلی اتمر د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار دی. د ايران، پاکستان نه دی، ځکه خو دا چا ته پېغور نهشي ګرځېدای.
اخبار به يا حکومت را باسي، يا کوم شخص او يا ګوند... په ټوله کې دا د کومې اندېښنې او سرټيټي خبره نه ده، خو که دغه اخبار له ايران و پاکستان سره پېيلی وي، ملي خيانت دی.
اشرف غني، حنیف اتمر يا بل څوک د دولت او حکومت مسوول مقامات دي. د شرم، تور، پېغور او خيانت خبره له پاکستان، ايران يا بل هېواد سره دغسې پېيلتيا ده.
ما پر پخواني او اوسني ولسمشرانو سختې نيوکې کړې، دواړو ته مې رايه ورکړې، نور مې هم رايې ته بللي او هڅولي دي، خو له دواړو سره مې نه دي ليدلي. د اتمر په ګډون مې له کوم لوړپوړي چارواکي سره ليده کاته نه دي شوي، کومه عريضه مې نه ده ورکړې، د دوی کوم حکم او فرمايش نه دی را رسېدلی.
قضاوت د لوستونکي حق دی. د کرزي، غني، اتمر يا نورو چارواکيو په اړه د ننټکیاسيا د نظر، ليد او قضاوت، غبرګون په موږ پورې اړه نه لري، موږ د حکومت يا اتمر وياندويان او مدافعان نه يوو، ننټکیاسيا بايد د ادب له چوکاټه د سرخط وتلې ليکنې په ګوتو کړې وای.
پر ښه کاغذ او لوړ تېراژ د يوې رسنۍ خپرېدل کمزوري يا ګناه نه ده، موږ همدا غواړو چې څوک مو کمزوري، تېروتنې او ښويېدنې را په ګوتو کړي.
ننټکیاسيا که له طالبانو سره پېيلی که نه، د قضاوت حق يې خوندي دی، خو حکم او پرېکړه يې حق نهشي ګرځېدای. له غیبه ويل، د ښه، بد او تقوا سرټيفيکټ او د جنت او دوزخ قواله يې حق نه دی.
وروستۍ خبره دا چې سرخط د ارګ يا اتمر نه دی، د دوی په ګډون تر دې دمه له هيچا سره نه دی پېيلی، تر اوسه ځکه چې ملايان خاتمې مستورې بولي.
والسلام
سرخط ورځپاڼه