مړه وجدانونه او خندنۍ ګيلې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالحمید صیاد
  • 1136

 د اوسني حکومت داستان ټولو ته مالوم دی، هغه داستان چې تر اوسه يې د دې هېواد ډېر خلک په دایمي سوچونو اخته کړي دي. په دغه دوامداره سودایتوب خلک د ذرې هومره ګرم نه دي. هغوی چې د ټاکنو له‌پاره کومه قرباني ورکړه، ډېرو کمو خلکو به دا کار کړی وي، چا په دغه ورځ خپل مړي خاورو ته و نه سپارل، ځینو پر خپلو سرونو لوبې وکړې او په زرګونو خلک خو يوازې د خپلې یوې رايې ورکولو له‌پاره له عربي او نورو هېوادونو راغلل. هغوی دا هر څه د دې له‌پاره کول چې نور له مورزادي غلو او پساتګرو بېخي همېشه خلاص شي.

په هغه ورځ لوی لوی کتارونه جوړ شول، سره له دې چې ځينې ځایونو ته پوره کارټونه هم نه وو استول شوي، خو خلکو پکې پوره ونډه واخیسته. نړیوالو څارونکيو ټاکنې او د هغې روڼتیا وستایله، يوناما يې په ستاینو نه مړېده او د نړۍ له هر ګوټه يې د شفافیت انګازې پورته شوې. مخالف لوري هم کوم ناوړه غبرګون و نه‌ښوو، د ټاکنو له بهيره راضي و، خو کله چې پر دویمه ورځ د کابل پایلې اعلان شوې، د چنګړتوب کړيکې پیل شوې. د لويې جرګې په خېمه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي انځورونه يې وشکول، په پښو پرې وختل، ورپسې يو ګروپ پوډریان د ښار په څلورلاريو کې په مزدوري کښېنول او د افغانستان د ورانولو اخطارونه يې پیل کړل.
اروپايي ټولنه چې د همدې ورځې په تمه د پښو پر سر ناسته وه، هغې يې هم خبره غبرګه کړه او رڼې او پاکې ټاکنې يې په ټګۍ نوم‌بدې کړې. پایله يې دا شوه چې ۱۲۰۰ کسه نړیوال څارونکي د بیا شمارلو له‌پاره را وستل شول. د يوې يوې پاڼې شمېرنه بیا پیل شوه، خو د پای په ورځو کې چې د هر بکس حالت ورته څرګند شو، همدغې ډلې له ځانونو سره چاقوګان او بوکس‌پنجې راوړې، يو څو ورځې خو يې له دې سپکاوي کار واخیست، خو تر اوږده انتظار وروسته چې پایله څرګنده شوه، د کمېسیون مشرانو وويل چې له بیا شمېرنې سره سره، د رایو په شمېرنه کې یو سلنه بدلون د دواړو ډلو په برخه کې کېدای شي رامنځ ته شي، د دې خبرې مانا دا شوه چې پخوانۍ چيغې او اخطارونه بې‌ځایه او د ګډوډۍ را منځ ته کول وو.
ناببره د همدې ورځې پر سبا د جانکېري له خوا يوه پاڼه کمېسیون ته واستول شوه، په هغې کې يې د ټاکنو ګټونکی چې په لویه کچه يې ټاکنې ګټلې وې، لکه چې مناسب و، هغسې اعلان نه کړ او په پای کې یاد حکومت منځ ته راغی.
دویم ځلې پاڼې‌شمېرنو او اوږده انتظار د افغانستان اقتصاد ته شپږ میلیارده ډالر زیان واړاوه، خبره په همدې ځای کې پاتې نه‌شوه. د ملي وحدت د حکومت د منځ ته راتلو پرېکړې د هېواد د اکثریت خلکو باور د تل له‌پاره پر ټاکنو له منځه يووړ. هغوی کله هم دا تصور نه‌شو کولای چې يو بریالی نوماند دې يو ناکام او د يوې داسې ډلې مشر چې درې لسیزې يې د دې هېواد له هر ډول بربادي، چور تالان او هيڅ ظلمه مخ نه دی اړولی، په مفته په واک کې ګډ کړي.
خلک هم ګرم نه وو، دا اوس چې په هېواد کې د پسات، بې‌مسلکیتوب او ناپوهۍ کوم توپان رالوتی، ۹۰ سلنه لوبغاړي يې د همدې بایلونکې ډلې خلک دي. د دغې ډلې د خلکو يوه بله ځانګړنه دا ده چې خوري څښي په همدې خاوره کې، خو د دې هېواد نوم او د ملت نوم ښه په نره نه مني، د واک او مشرتوب دعوه کوي، خو د هېواد د بقا ريښي په رڼا ورځ غوڅوي. له سفیر او استازو يې نيولې د ملګرو ملتونو تر استازیتوبه پورې پرته د هېواد له شرمولو او د قومیت اور ته له پکي وهلو په تېرو دېرشو کلونو کې دوی نور هيڅ نه دي کړي.
همدا اوس چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې بې‌ګناه ماشومان، مېرمنې او ځوانان په خپلو وینو لمبول کېږي، د دې ډلې مشر یوه بله ننداره خلکو ته وړاندې کړه. د دې پر ځای چې هغه خپل واک او صلاحیتونه وپېژني، هېواد ته اوسني خطرونه درک کړي او کومه ملي درملنه ورته وړاندې کړي، د اخطارونو او غیرقانوني شعارونو په ورکولو يې لاس پورې کړ. دا اوس چې هلمند له کومو ګواښونو سره مخ دی او ټول ملت يې راتلونکي ته اندېښمن دی، د ده ورته هيڅ سودا نه‌شته، خو دا جناب وايي چې پر قانون وخېژئ، هر څه مات او برناحقه مې صدراعظم کړئ.
تر ټولو له مخه خو ښاغلي عبدالله عبدالله ته دا په کار وه چې له سره يې دا خیراتي او غیرقانوني پوسټ نه وای منلی، خو چې و يې مانه، ورته لازمه وه چې د نیم په نیمه د کابینې د وزیرانو په ترلاسه‌کولو يې هره ورځ د شکرانې نفلونه کولای. هغه به خپلې ډلې ته ويلي وای، ګوره په شنه زور او غیرقانوني بڼه مې ستاسې د چور و تلان پانګې او واکونه دا دی، د څو نورو کلونو له‌پاره هم خوندي کړل.
د همدغه جناب د نخرو او نادودو له امله له ولسمشره د دې هېواد لوی اکثریت په دې خوابدی دی چې داسې يوه ډله يې په حکومت کې نیم په نیمه په مفته کې شریکه کړه چې د دې هېواد ولسونه او ټول غرونه يې له اعمالو کانګې کوي، خو د خندا خبره دا ده چې ښاغلی عبدالله عبدالله په دې هم خوښ نه دی، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د وینو رودونه بهېږي، د دې پر ځای چې هغه په بې‌شمېره ستونزو فکر وکړي، اوښکې پرې توی کړي، دا ښاغلی په يوه ریاست پورې کلک نښتی چې دا هم باید زما وي، رښتیا خبره خو دا ده، چې په داسې حساسو حالاتو کې چې دا خاوره او ملت له کومو ننګونو سره مخ دی، د اجرایه ریس اوسنۍ نخرې او غوښتنې ټولو خلکو ته ډېرې ماشومانه او حریصانه هلې ځلې ښکاري.
د ده له دغو بې ځایه غوښتنو خلکو ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې جناب خو یا سیاسي بصیرت نه لري او يا يې هم د حرص ناروغي نوره اخېري پولې ته رسېدلې ده. د دې خاورې د يوه اوسېدونکي په توګه دا ولس په ده هم حق لري چې د خدای له‌پاره د نه منلو لړۍ ته دې نور د پای ټکی کېږده، د هېودا په لوړو ګټو فکر وکړه، په اوس وخت کې ستا دا غوښتنې دا مانا لري لکه په يوه کور کې چې مړي پراته وي، خو بل ورته ووايي چې لومړی دې په کور کې سورني او ډولونه وغږول شي، ګنې زه په دې وير کې برخه نه اخلم، خو رښتیا چې کوم شاعر ډېر ښه ويلي دي:
«تورې سترګې، سره لاسونه، سپین مخ سپېده ګرځي ـ غم دی د لالي په سر، مسته دې تازه ګرځي.»
سرخط‬ ورځپاڼه