- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- حفیظ الله تراب
- 1184
په هغه ورځ چې به مې هر څوک او هر څه لیدل، نو له ډېرې غوسې به لکه مار ورته تاو راتاو شوم، د ښار په ډېرو ځایونو کې چې به څوک مخې ته راغلل، نو ټولو نرو، وچو، بونډۍ او اوږدو ږیرو به خوراکي شیان په لاس کې نیولي وو، له چا سره ډوډۍ، له ځینو سره غوښې او له چا سره به هم خربوزې او هندواڼې وې.
د خلکو تر نندارې وروسته پوه شوم چې دا مخلوقات يوازې پر خپلو خېټو مینان دي او پرته له خوراک، خوب او نورو معاملو يې بل کار نهشته. ما ته جوته شوه چې د ځمکې د سر دا موجودات نه هېواد پېژني، نه ملي احساس او نه هم بل کوم مسوولیت.
له ډېره غمه مې سر پر بالښت کېښود، خو د خلکو دغو نادودو ارام ته کله پرېښودم. تر ډېرو سوچونو وروسته ځای نور ځای نه راکاوه، په زړه کې مې يوه پرېکړه وکړه او له کوره راووتم.
د راوتلو پر وخت مې له ځانه سره یو وړوکی کوتک هم راواخیست او داسې مې وګڼله چې ښايي په کار به شي. پيل مې د خپلې کوڅې له يوه دوکانداره وکړ، تر سلام وروسته مې ورته وويل؛
وروره خبر به يې سبا د خپلواکۍ ورځ ده، ستا په دومره لوی دوکان کې د دې ورځې د خوشالۍ لهپاره يو وړوکی شی هم نه لیدل کېږي. اخېر دا خاوره او ملي ارزښتونه خو پر موږ او تاسې هم حق لري. سړی مې خبرې ته ګونګ غوندې شو، په وسوسو يې وويل؛
والله خبره دې سهي ده، خو زه څه کولای شم؟
ورته ومې ويل؛
اوس لا هم جاله دې غاړه ده، لاړ شه، یو څو کوچني بیرغونه راوړه او پر دوکان دې يې ولګوه. سړي له ځانه سره یوه موسکا وکړه، خو د راوتو پر وخت مې په خپلو خبرو يو څه زړه سپک شو.
پر سړک مې يو شتمن سړی وليد چې له خپل نوي لینډکروزر موټره راکښته شوی او له يوه چا سره يې خبرې کولې.
اسلام علیکم!
زما سلام يې په کبرجن او نیمه بڼه وعلیک کړ.
ورته ومې ویل ماشاالله تاسې خو به جشن ته ډېر څه کړي وي، د خدای فضل دی، ډېر څه لرئ.
هغه سپوږمې تروې کړې؛
کي د څه جشن؟
ـ د خپلواکۍ جشن، هغه جشن چې د تر لاسه کولو لهپاره يې په زرګونو خلکو قرباني ورکړې ده، غازي امان الله خان درته یادوم.
په نورو هېوادونو کې چې يو کباړي وي، نو هم یو بیرغ ورسره وي، خو تاسې په دومره شتو کې هم دا کار نه دی کړی؟!
سترګې يې برګې کړې؛
ـ کي ځه، ځه ته خو راته دېوانه ښکارې، کي ځه اوس به دې ګوره بکس کم.
ـ دا د بوکس خبره نه ده، ته چې په دې هېواد کې خورې، څښې، نو دا خاوره او د دې خاورې د باتورانو یاد هم په تا حق لري، دا د ژوندیو ملتونو کار دی چې خپل ارزښتونه وپالي.
رښتیا چې د خره مینه لغته وي، ما لا بله خبره نه وه کړې چې له احساس او هېواده دغه ناخبره انسان راباندې يو کلک ګوزار وکړ.
زه چې د دې هېواد د لویو غلو او نورو بېرحمه چارواکو نه نور پوزې ته راغلی وم او هسې هم د زرګونو دې ډول خلکو نه په ژوند نور تنګ وم، نو نوره مې اسره و نه کړه، خوا کې نیولی کوتک مې نور هم په ښي لاس کې ټينګ او په داسې زور مې د هغه پښې ته راشت کړ چې له يوه ګوزاره سره مې پر سرک راوغورځاوه.
د هغه ملا ته مې شروع وکړه، زړه مې و چې د ټولو بېاحساسه خلکو په استازیتوب د همده نه د بوسو خسی جوړ کړم او بیا په واز کومي خلکو ته ووایم چې وروره د نړۍ يو حکومت هم دا نه شي کولای چې د هر چا په غوږ کې دې د ملي ارزښتونو ناره ورپو کړي، خپله ولس او خلک هم مسوولیت لري چې د خپلو غازیانو قدر وکړي.
له دې وروسته چې مې پرې يو بل مرګونی ګوزار وکړ، نو څنګلې مې دومره درد وکړ چې له درانه خوبه د خپلواکۍ د ورځې پر سهار نېغ له خوبه راويښ شوم.
سرخط ورځپاڼه