د اعلیحضرت امان الله شاه غازي اشتباهات


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد یار یار
  • 1176

 د کلیشې تر بریده مو له مورخینو، مبصرینو او لیکوالو څخه اورېدلي چې اعلیحضرت امان الله شاه غازي د خپلې واکمنۍ په دوران کې د یو لړ داسې اشتباهاتو ښکار شو چې هم یې پاچاهي رانسکوره شوه او هم افغانستان د یوې داسې تورې تیارې ستوني ته ځنې وښویېده چې تر ننه یې د زلزلو ټکانونه محسوسېږي.

مګر زه د دغه لوی غازي د اشتباهاتو د بیاناتو او تحقیقاتو په سلسله کې یوې بلې لویې تاریخي اشتباه ته متوجه شوی یم چې باید د خپل ځوان او رڼا غوښتونکي نسل توجه هم ورته راواړوم، هغه دا چې زموږ ډېر شمېر مرتجع عناصر هڅه کوي چې د دغه رڼاپالونکي واکمن د اصلاحاتو، ریفورمو او پرمختګو ماهیت و جوهر مردود ثابت کاندي او وښیي چې د نوموړي متمدن ګامونه اخیستل، په اصل کې خپله یوه اشتباه وه، مانا دا چې له دغسي روښانو بدلونو څخه، که پرون وو یا نن او یا هم سبا ته، باید پرهېز وشي، مګر اصل واقعیت بېخې بل شی دی.
د ټولنپوهنیزو واقعیتو له مخې په اصل کې د دغه روشنفکر پاچا د سمونو او بدلونو مېتود ناسم وو، نه د هغو ماهیت و اصلیت.
د نوموړي اصلاحات خو دا ول چې افغاني ټولنه باید د ارتجاع، بدویت، تاریک فکرۍ، بې‌سوادۍ او افراطیت له تور دورانه د تمدن، پرمختګ، علم و پوهې، قانونیت او روشنفکرۍ هغې نړۍ ته راووځي چې نور متمدن هېوادونه وروتلي دي؛ دا هغه انساني ارمان او ملي هدف دی چې په خپل ماهیت کې پرون هم خورا ستر او لوړ و، نن هم دی او سبا ته به هم تر قیامته وي، خو دا روشنفکرانه ارزښت پرون هم د روحانیت او ملایت په سپینو جامو کې د ننوتو تورو مرتجعینو او افراطیونو له‌پاره مردود و، نن هم دی او سبا ته به هم وي.
د دې ادعا یو زبردست مثال ملا صبور اخند دی چې تېر کال یې د یوویشتمې پېړۍ په انټرنیټي دوران کې زموږ پر دغه ستر غازي باندې هماغه د شلمې پېړۍ د پیل مزخرفه او چټله فتوا تکرار کړه چې "امان الله خان کافر بود، اولین حکمران بی دین بود." 
هغه هم په دې دلیل چې ږیره یې وخرېيله او د ملا صبور بل جهالت هم دا چې د دغه مشروع واکمن پر ضد یاغي- باغي ملا لنګ یې د خدای ولي وباله، هغه هم په دې جاهلانه و خرافاتي دلیل سره چې پر کوم ځای به کښېناست، نو له هغه ځایه به واښه شنه کېدل.
ملا صبور د جمعیت اصلاح د شورا غړی دی او دا په افغانستان کې هغه مذهبي- سیاسي جریان دی چې د دین د اصلي جوهر د معرفۍ او تبلیغ ادعا کوي. 
دوی وایي چې د تاریخ په اوږدو کې او له دوی پرته اوسني نور ټول مذهبي بهیرونه ځکه مردود دي چې هغوی د دین پر اصلي مسیر وربرابر نه دي او یوازې دوی دي چې د مذهبي روشنفکرۍ شعار یې پورته کړی دی.
کله چې هغه د دین د دغه ډول اصلي مدافعینو او مبلغینو دغه حال وي، نو تاسې فکر وکړئ چې د امان الله شاه غازي د وخت د انګرېز په لاس کې د لوبېدونکيو روحانیونو، ملایانو او سیدانو به څه حال و؟
پر دغه روښان واکمن یو دا لوی اعتراض کېږي چې ځینې ملایانو او روحانیونو ته به یې بد رد ویل؛ دا موږ هم یوه اشتباه بولو، خو په دې دلیل نه چې دوی نو ګواکې د درنښت وړ ول، بلکې په دې چې باید له جاهلو، مرتجع، بې‌سوادو، تورذهنو او د انګرېز په لاس کې له لوبېدونکيو عناصرو سره یې باید له تېر و بېر او مدارا څخه کار اخیستی وای، ځکه جمعي شعور غونډ د جهالت په تورو منګولو کې ښکېل وو او هره شېبه د پردیو په ګټه او وطن و وطنوالو په نه جبرانېدونکي زیان راپارېدلای شوای، هماغسې لکه چې راوپارېد؛ مګر یو شمېر په هماغه زاړه تور ذهنیت کې مېشت وګړي یې په دې خاطر غندي چې دوی ته دا یوه سپېڅلې پدیده اېسي.
د دې روشنفکر غازي درایت ته ځکه باید په دواړو لاسو سلامۍ وشي او رڼه لاره یې تعقیب شي چې ده پرون دومره درایت درلود او د ټولنې هغه هرزه او مضر خس و خاشاک یې ژور تشخیص کړي ول چې دا دی نن ۹۷- کاله وروسته یې نه یوازې افغاني ټولنه د وحشتو و جنایتو پر سره تبۍ اړولې، بلکې ګرده دنیا یې نا ارامه کړې ده.
له تاریخه سم سبق اخیسته په کار دي.
سرخط‬ ورځپاڼه