- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- حمید صیاد
- 1255
د غلو، قاتلانو او د جنایتونو د نورو ډولونو د مخکښانو په نومونو د څلور لارو او د واټونونو په نومولو سربېره د دې ځای د رسمي کال د ورځو په نومولو کې هم بلا نوې ورځې ور ننهایستل شوې چې په دې سره يې د پسات قانوني شتون په پوره ایمانداري سره لا پلی او قانوني کړ.
په دغو ورځو کې يوه هم د شهیدانو د ورځې په نامه ده چې د دې ورځې نوم پوره کاذب، دروغ، له حقيقته لېرې او د بشپړې خندا وړ دی.
د رشخندونو، بېبندوباري او ګډوډي په دغه ورځ کې نه رښتینی شهید مالوم دی او نه هم له اسلامي ارشاداتو سره دا ورځ نمانځل کېږي، بلکې په دې ورځ د هېواد نومبدي لوچکان، بېلمانځان، ناولي او غله په ډلهیزه توګه برګ څادرونه په غاړه، له پيکاګانو نيولې تر راکټونو، تمانچو او لاسي بمونو پورې د موټرو پر سرونو ناست، د کابل ښار ته په پوره بدماشانه انداز تشریف(!) راوړي.
د لوفرانو دا ډله په پوره شور او ځوږ سره ښار ته د قاتلانو له انځورونو سره يو ځای را ننوځي، د بدماشیو او لاپو شعارونه ورکوي او د ښار يو ځای هم ترې په امن او کراري نه پاتېږي.
د لوفرانو ټولو ډلو ته د حکومت له خوا دا اجازه شته چې د ښار په خلکو هره لوبه وکړي، له وژلو نیولې د دوکانو تر چور او تالان پورې هر څه يې قانوني حق دی او د کابل حکومت او پولیس د دې اجازه نه لري چې د رڼا ورځې د دغو غلو مخه ونيسي.
په دغه ورځ د کابل ټوله فضا داسې ښکاري لکه هډو چې په دې ښار کې حکومت نه وي، د پولیسو د چارواکیو سترګې خړې او بېوسه وي او د کابل ښار په رښتينې توګه د يوې غیرعلاقې بڼه ځان ته خپلوي.
په دې ورځ د دې ښار هر اوسېدونکی باید خپل امنیت پخپله ونیسي، که داسې و نه کړي، د هر ډول نادودې د پېښېدو احتمال شته، د پوښتنې يې څوک نه وي او نه يې هم حکومت مسوولیت په غاړه اخیستلای شي.
دغه بدمرغه ورځ هر انسان ته دا ثابتوي چې له کرزي صاحبه نيولې تر اوسني حکومت پورې دا نظام د دغو لوفرانو پر وړاندې څومره بېوسه او بېواکه دی.
دغه لوفران هم د یو چا په ډاډ پرته له وېرې دغه نخرې کوي، نخرې به ولې نه کوي چې په امنیتي ارګانونو کې يې لوی چارواکي حامیان او ساتونکي دي.
همدا تش په نامه لویان ورته وايي چې وخېژئ، د هېواد پر ټول قانون، په نن ورځ ټول ارزښتونه په نره تر پښو لاندې کړئ، د هيچا پروا مه لرئ، وولئ بېګناه خلک. په دغه ورځ تاسې کولای شئ چې هر ډول سقاوي عمل وکړئ، په دغه ورځ تاسې ته د هرې لوبې اجازه شته. همدغه ډاډ وي چې په دغه ورځ ټول حرامیان او اوباشان د زړونو بړاسونه پرته له کومې وېرې باسي.
د کابل خلک له دغو نادودو سره اشنا دي، هغوی پرته له افسوسه بل څه نهشي کولای، خو یوه خبره چې په هر زړه کې ګرځي هغه دا ده چې دوی دا ډول حکومتونه کله هم نه وو ليدلي، له هغوی سره دا ګيله وي چې حکومت لږ تر لږه د خپل شرم لهپاره هم څه نه کوي، هغوی وايي څومره د ژړا خبره ده چې په دغه ورځ حکومت د نړیوالو او د کابل د ښار د خلکو په سترګو کې څومره سپکېږي، لږ تر لږه خو باید د خپل شرم د پټولو لهپاره يې يو څه کولای، خو تر دې هم لویه ګيله چې په ټوله مانا پر رښتینولي ولاړه ده، هغه دا ده چې حکومت دې تر دې وروسته رښتیا خپله کړي، که د خلکو امنیت نهشي نيولای، دا خو دې وکړي چې دا ورځ دې د شهیدانو په نامه نه، بلکې د لوفرانو او لنډهغرو د مېلې د ورځې په نامه یاده کړي.
د کابل ټول ښاریان اوس دې ته انتظار باسي چې په دغه ورځ به لنډهغر د کابل په ښار کې د سپکاویو او نااهلیو کومه ننداره بیا بېوسه ولس ته وړاندې کړي!؟
سرخط ورځپاڼه