- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- اسدالله غيرت
- 1106
هر وخت چې ګورې د ښار لويديځ لور ته يوه مور د خپلو ګلاليو بچيانو سره يو ځای د سرک پر غاړه ناسته وي .
هيچا ته د څه غوښتلو غږ نه کوي , ممکن پر سوال کولو به شرميږي , خو د خپلو بې پلاره بچيانو د ډوډۍ غم دې ته اړويستې , چې د سرک پر غاړه د خپل ټيکري پيڅکه هواره کړي .
کله چې يو څه پيسې راټولې کړي , نيغه د وچې ډوډۍ پخولو ځای ته ورشي , ډوډۍ پرې واخلې او تياره ماښام کور ته ستانه شي .
کله چې سحت باد او باران او يا هم زښته زياته ګرمي وي , همدا مور بيا هم له خپلو بچيانو سره يو ځای د سرک پر غاړه تر ماښامه ناسته وي او خپل بچيان يې په ټيکري کې رانغاړلي وي .
ددې مور د دې دومره مجبوريتونو او حقيقتونو په ليدو بيا هم زمونږ د سيمې ډير کم خلک ددې مجبورې مور لاسنيوی کوي او ډير نور سيموال , ددې مور د سرک پر غاړه تر ماښامه ناستي ته د شک په سترګه ګوري او د پرديو هيوادونو د استخباراتو د جاسوسې نوم ورکوي.