- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- څېړنوال عبدالغفور لېوال
- 1207
د ټولنیزې ودې په بهیر کې تاریخي بدلونونه خپله قانونمندي لري. د ګډو او ټولیزو ګټو ارزښت هم هغه وخت د درک وړ دی چې د یوې ټولنې وګړي دا شعور ور خپل کړي چې «له ټولنیزې هوساینې پرته فردي هوساینه نهشته.» د همدغه ټولنیز فورمول په رڼا کې ویلای شو چې زموږ سیاستونه لا عقلاني شوي نه دي، ځکه زموږ په سیاستونو کې لا هم د ټول ملت د انساني ژوند د شرایطو د ښهوالي د هڅو پر ځای فردي، ډلهیزو، سیمهیزو او قومي ګټو ته ځان رسول لومړیتوب لري. دا خبره د ډېر تکرار له امله په یوه افغاني کلیشه بدله شوې ده، خو پر لاملونو، حللارو او ریښو یې څېړنه او شننه نه ده شوې.
ستونزه څنګه معرفي کړو؟
پوښتنه؛ ولې په افغانستان کې تر یوه عادي ښوونکي او ټیټپوړي مامور ډېر یو پوځي زورواکی او قوماندان وېرېږي؟ ځان امن نه بولي او پر ځان یې پرېمانه ساتونکي درولي دي؟
ولې تر یوه بېوزلي بزګر یا ښاري کاریګر ډېر یو سوداګر او پانګهوال نارامه او په تکلیف کې دی؟
ولې تر یوه هېواد مېشتي وزګار او بېبرخلیکه هېوادوال ډېر هغه افغان د بېهویتي او پښېمانۍ احساس لري چې په ډېر زحمت او ذلت سره یې ځان اروپا ته رسولی دی؟
ولې «افغان انسان» هيچېرې او په هيڅ حالت کې خوشاله، ډاډمن او نېکمرغه نه دی؟
دې پوښتنو ته د پرمختلليو ټولنو مفکرانو ډېر پخوا ځواب لټولی دی او په دې برخه کې یې هڅې د ملي موسساتو له لارې تنظیم کړې او قانونمنده کړې دي.
له دغو پوښتنو سره عقلاني چلند په کار دی، زموږ ستونزه دا ده چې له دغو پوښتنو سره مو احساساتي، عقدهیي او یا هم سلیقوي چلند کړی دی. ځينې مو ملامت ګڼلي او ښکنځلي مو دي او ځینې مهال مو دا ګڼلې چې دا زموږ ازلي تقدیر دی او له دې حالته نهشو خلاصېدای.
عقلي چلند داسې دی چې موږ باید پر خپل ژوندچاپېریال فکر وکړو، ولې زموږ طبیعي او ټولنیز چاپېریال سم نه دی؟ ځکه د هغه د جوړولو لهپاره مو هڅه او کار نه دی کړی.
تر رنسانس وروسته دغې نظریې اهمیت پیدا کړ چې یوازې هغه علوم او پوهنې ګټورې ګڼل کېدای شي چې په طبیعت او ټولنه کې د انسان په ګټه بدلون راوستلای شي.
بیولوژي ځکه مهمه پوهنه ده چې طبیعي چاپېریال د انسان په ګټه بدلولای او پېژندلای شي، فزیک ځکه مهم دی چې ټيکنالوژي د انسان د خدمت لهپاره کارولای شي، ادبیات او هنر ځکه ښه دي چې انسان ته اروايي سکون او فکري وده ور بخښلای شي.
ټولنپوهنه، اقتصاد او تاریخ ځکه ښه دي چې انسانان یې پر بنسټ خپل ټولنیز اړیکي پېژندلای او ښه کولای شي.
د عقلانیت په خوا ټولیزه او ټولنیزه هڅه له همدې ځایه پیلېږي چې د یوې ټولنې وګړي په طبیعت او ټولنه کې داسې بدلون راوستلای شي چې په پایله کې یې د ده د انساني ژوند شرایط نور هم ښه شي.
وروسته دا نظریه پراخه شوه، د پوهنو تر بریده ووتله او په سیاستونو، حکومتولي، ګډو هڅو، ګوندي مبارزو کې هم همدغه معیارپه نظر کې ونیول شو.
د لومړنۍ هڅې په پایله کې تجربوي او ساینسي علومو وده وکړه او په هنر و ادبیاتو کې نوي ځېلونه او سبکونه را منځ ته شول. د بخار ماشین جوړ شو، د چاپ صنعت را منځ ته شو، د انسانانو تګ راتګ او بیا د تجاري توکیو لېږد را لېږد اسانه او چټک شو، د کرنې او تولید کچ لوړ شو پانګه راغونډه شوه.
په دويم ګام کې سیاستونه انسانمحوره شول، ولسواکي اړتیا وګڼل شوه، انساني رښتې «حقونه» مهم وګڼل شول. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه را منځ ته شوه او ورو ورو د استبدادي حکومتونو لمن ور ټوله شوه. نظامونو، پر خلکو د حاکمیت پر ځای، د خلکو د خدمتګارو موسسو ځانګړنه ورخپله کړه.
اقتصادي او صنعتي ودې د انسان شعور بدل کړ او عقلانیت د انسان د هوساینې لاره هواره کړه.
د دې ټولو پرمختګونو تاداو هماغه لومړنی فکري بڅرکی شو چې تر فردي او ډلهیزې هوساینې ټولیزه او ټولنیزه «جمعي او اجتماعي» هوساینه غوره ده. تر دې وروسته د انساني ارزښتونو معیارونه هم نوي شول، ښه انسانان هغه ګڼل کېدل چې د «انسان» په ګټه یې د طبیعت او ټولنې په بدلون کې ونډه اخیستلای شوه.
د حاکمیتونو لهپاره معیارونه هم نوي شول او په دې توګه سیاست عقلاني شو.
موږ له بدهمرغه لا هم د سیاستونو عقلاني زمانې ته نه یوو رسېدلي، ځکه په دې اړه مو فکر نه دی کړی او فکر مو ځکه نه دی کړی چې زموږ لهپاره د خپل هېواد «انسان» ارزښت نه لري.
د شلمې پېړۍ له پیله یې چې را ونیسئ، موږ د افغاني ګوندونو او سیاسي نهضتونو بېخي ډېرې تجربې درلودلې دي، له یوازې څو بېلګو پرته یوه هم د افغان انسان د هوساینې لهپاره د افغانستان له شرایطو سره سم داسې سیاسي دوکترین را منځ ته نهشو کړای چې پر بنسټ یې د افغان انسان په ژوند کې مثبت بدلون راشي.
يوه سرچپه معادله
په افغانستان کې ګوندونه په دې موخه را منځ ته شول چې د خلکو له ظرفیتونو د خپلې واکمني لهپاره ګټه واخیستلای شي، مبارزه روانه وه او همدا چې ګوند به واک ته ورسېد، کار به یې خلاص شو، ځکه تر دې ور ها خوا یې اجنډا نه درلوده.
د ګوندونو سیاسي منطق د دې پروسې سرچپه وي، مانا ګوندونه د یو شمېر سیاسي همفکره او هملارو وګړیو داسې قرارداد شوې ټولګه وي چې د سیاسي کادرونو له ظرفیت څخه د ټولنې په ګټه کار واخیستلای شي، مانا د خپلې سیاسي جغرافیې د اوسېدونکیو د انساني ژوند په شرایطو کې بدلون راوستلای شي، په داسې یوه معادله کې سیاسي قدرت وسیله وي، نه هدف.
همدا اوس په افغانستان کې شخړه په امتیازاتو او ډلهیزو غوښتنو ده، هر ښاغلی د مایکریفون تر شا درېږي او نارې وهي؛
خلک ځکه خواشیني دي چې موږ «ګوند، سیاسي ايتلاف یا ډله» خپلو حقونو ته نه یوو رسېدلي.
هیچا و نه ویل؛ خلک ځکه خواشیني دي چې موږ د دغه هېواد له امکاناتو د هغوی د ژوند د ښهکولو لهپاره ګټه وا نه خیستلای شوه.
نږدې ده ووایم چې په افغانستان کې د خلکو ملکفیت دا دی چې سیاستوال ونازوي، واک ته یې ورسوي او خدمت یې وکړي، نه داچې پر سیاستوالو نظارت وکړي چې دوی ته خدمات ورسوي.
دغه حالت ټولنیز تاداو ړنګ کړی او ځانځاني واکمنه ده، هر څوک د خپل ځواک و واک په اندازه د ځاني ګټو لهپاره هڅه کوي او له سیاسته همدا مانا اخیستل کېږي چې واک ته دومره نږدې شه چې خپل ژوند جوړ کړې. ټولنیز نظم د همدې ځانځاني له امله ړنګ شوی دی او په پایله کې واکمن، پانګوال او سیاستوال تر نورو ډېر ناامنه، خپه او ناارامه دي.
د ډېرو باډیګارډانو درلودل د ډېرې وېرې نښه ده، که څه هم په افغانستان کې د فېشن او ځان لوړاوي نښه ګڼل کېږي، خو عقلي منطق یې دا دی چې ډېر ساتونکي باید پر هغو را تاو وي چې ډېر ګواښل کېږی. د ډېرو باډیګارډانو خاوندانو هيڅکله پر دې فکر و نه کړ چې که دوی وغواړي، ټولنه امن کولای شي، بیا نو د ډېرو ساتونکیو ساتلو ته اړتیا نهشته.
د ناعقلاني سیاست له امله موږ هر یو په خپله ټاپو کې ژوند کوو، ټاپو مو له زرق و برق ډکه ده، لښکرې ترې را تاو دي، خو موږ یوازې پکې اوسو، له خلکو لېرې یوو او د خلکو له زړونو بېخي لېرې.
حللاره
یوازېنۍ حللاره د افغاني سیاست د موډل سرچپه کول دي. له ځانځانۍ څخه د ټولنیزې ښېګڼې پر لور.
عقلاني سیاست؛ «ټول د یو لهپاره او یو د ټولو لپاره!» د ټولنې او وګړي اړیکه له سره تعریفوي.
د اشعور که عام نهشي چې له عامه هوساینې پرته فردي هوساینه نهشته، موږ به همداسې په خپلو ټاپوګانو کې په وېره او ډار یوازې ژوند کوو.
د سیاسي ګوندونو د رسمیت موندنې یو شرط باید دا وي چې د متخصصانو او د سیاسي علومو او اقتصادپوهانو په یوه لویه غونډه کې باید له خپلو سیاسي تېزسونو او دوکترینو څخه په علمي بڼه دفاع وکړای شي او د یوې ژوندۍ خپرونې له لارې دې خلکو ته قناعت ورکړي چې دوی له خپلو غړیو، فکري طرحو او تشکیلاتي فعالیته د خلکو د ژوند په مثبت بدلون کې ګټه اخیستلای شي.
هر سیاستوال او ګوند باید وروسته تر دې په سیاسي ډګر کې د فعالیت حق ولري چې د افغان انسان په ګټه په طبیعت او ټولنه کې د مثبت بدلون او پرمختګ عملي طرحه وړاندې کړای شي، هله به تاسې وګورئ چې په افغانستان کې څو ګوندونه پاتېږي؛ درې یا څلور.
د سیاست دودیز میراثي پېژاند باید هېرکړو، سیاست عقلاني کړئ او که نه همداسې به په خپلو عسکري ټاپوګانو کې په یوزایتوب ومرو، پرته له دې چې د ټولنیزو ادبیاتو له تعریف سره سمه یوه «افغاني ټولنه» ولرو.
سرخط ورځپاڼه