غله راټينګ کړئ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 1048

 سره له دې چې د هلمند او کندوز جنګونو ډېری بااحساسه افغانان په دې شپو ورځو کې غمجن کړي دي، خو له دې سره د دې هېواد پر خلکو باندې يو ښه زېری هم وشو. خو دا زېری له نورو عامو زېرو سره يوه اندازه توپير لري. توپير يې دې کې دی چې د يوه ښه خبر په اورېدو د يوه کور ټول غړي خوشالېږي، خو دغه اوسني زېري ته تر عامو اړمنو خلک غله ډېر زیات خوشاله دي. دغه غله چې پر دولتي لویو چوکیو هم ناست دي او د تېرو پنځلسو کلونو ډالري غلاوو يې ګېډې دومره پړسولي دي چې له هر پرنجي سره يې تر هرې سپېږمې بې‌شمېره ډالر بې‌تکلیفه راوځي، دغه زېري ته دومره خوښ دي لکه د دواړو جهانونو ستره نېکمرغي يې چې په برخه شوې وي.

معزز غله د دې زېري په اورېدو یو بل ته مبارکي ورکوي او په دې ورځو کې د خپلو خیالونو پر مټ په دې بوخت دي چې خپلې ونډې ترې بېلې او ان دا چې په دې سوچ او فکر کې دي چې له دغو پیسو د خپلو اولادونو او خپلوانو له‌پاره په بهر کې نورې څومره پانګونې وکړي.
د دوی دا خوشالي له يوه پلوه د حیراني وړ ځکه نه ده چې چا هم دا فکر نه کاوه چې نړیوال مرستندویان دې د داسې متخصصو او پر تالان مینو غلو په حضور کې دومره مرسته وکړي. خو يا د ولسمشر وړتیا وه او یا هم دا چې هغوی خدای تېرایستل چې ناببره يې د څه باندې ۱۵ میلیاردو ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
دغه اعلان ته د خوشالي پر ځای افغان ولس لکه څنګه چې په کار و، داسې خوشاله نه‌شو او يو سوړ ځواب يې ورکړ. هغوی دا مرسته داسې وګڼله لکه يو ډېر غلی، خو چاغ او ارام پسه، چې د ګڼو لېوانو په منځ کې ولاړ وي او يو څوک ترې دا تمه ولري چې پسه به ترې ګنې روغ رمټ خلاص شي.
رښتیا هم اوسنۍ مرسته همدا مانا لري. په تېرو وختونو کې هم تر دې څو چنده ډېرې مرستې وشوې. که د هغو مرستو يوه لږه برخه هم په دې هېواد کې په مناسبو ځایونو کې لګېدلې وای، نن به د افغانستان څېره ډېره بدله وه.
په هر ترتیب، اوسنۍ مرستې هم لږ نه دي. دغه روپۍ کولای شي چې د هېواد د خلکو او د دې خاورې څېره بدله کړي. دا دومره روپۍ دي چې د هېواد د ډېرو ودانیزو کارونو له‌پاره بس دي. په دې روپو ستر ستر بندونه، کارخانې جوړېدای او کانونه پرې استخراجېدای شي. خو دا هله کېدای شي چې د تېرو کلونو لوی غله د هېواد خلک که بندیانولای يې نه‌شي، لږ تر لږه يې د ونو په ډډونو پورې وتړي، ځکه نو د دې خلکو تړل تر دې وروسته د هر افغان ایماني او انساني دنده ده چې نور نو دغو غلو ته ووايي چې د خدای پار دی!
نور له خدای او له ولسه وشرمېږئ. که تاسې تر سلو کلونو پورې کار او روزګار و نه کړئ، تېر تالان مو ان لمسو او کړوسو ته بسنه کوي.
هغوی ته دې تر دې وروسته خلک ووايي؛
ای د ځمکې د مخ تر ټولو بې‌رحمه انسانانو! دا مرستې نورې د خپلو ځانونو مه ګڼئ. په دې پیسو کې هغه خلک هم ونډه لري چې زلمي زلمې زامن يې له روسانو سره په جنګونو کې ووژل شول. دا د هغو کونډو حق دی چې بېګاه ته د خوراک له‌پاره څه نه لري.
خیر دی تر دې وروسته د دې هېواد پر راتلونکي نسل رحم وکړئ، پرېږدئ چې په دې پیسو د هغوی له‌پاره دا هېواد جوړ او په خپلو پښو ودرېږي. پرېږدئ چې په راتلونکي کې مو اولادونه نور له سوال، خیرات او سپکاوي خلاص شي.
خو زما باور دی چې دا خلک نه سوال مني او نه کوم ډول زارۍ او ننواتې او دا ځکه چې د دې مخلوق د شرم سترګې شکېدلي دي؛ نو چې داسې ده بله لار هم شته او هغه دا چې ډيموکراسي ده، په ډيموکراسي کې خو هسې هم کله کله خلک د نارواوو د غوښتنو له‌پاره رمباړې وهي او دا خو لا د ټولو شريک مال دی، خلک دې لاريونونه راوباسي. د دې خاورې غله ټولو ته مالوم دي. حکومت خو يې تر قیامته نه نیسي، خلک دې د لاريونونو په ترڅ کې غله را ټينګ کړي، بل کار دې ورسره نه کوي، ځکه هلته بیا د بشر د حقوقو کمېسیون خپه کېږي، بس يوازې دې يې په ونو پورې کلک وتړي، خوراک او ډوډۍ دې هم همالته ور وړي.
دا خلک دې تر هغو په پړو وتړل شي څو چې دا پیسې د هېواد په مناسبه بیا رغونه ولګول شي او که داسې و نه‌شي او عام خلک دا شته غله راټينګ نه کړي، دا خو لا پنځلس ميلیارده ډالر دي چې پنځه سوه میلیارده هم شي، دغو مسلکي نړیوالو غلو ته نسوار هم نه ښکاري. داسې به يې درنه ووهي، لکه تېرې مرستې چې يې په رڼا ورځ په بډو ووهلې او له دې سره لا د پرهېزګاري او خدمت لاپې هم کوي.
لعنت دې وي پر درواغجنو!
سرخط ورځپاڼه