- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ميرويس مايار
- 1160
د ګلبدین حکمتیار او ولسمشرغني تر منځ د سولې تر لاسلیک وروسته طالبانوپه پراخه کچه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د حزب اسلامي ګوند قوماندانان او غړي په نښه کول پیل کړي دي. په لوګر، د کابل په سروبي، په بغلان، کندوز او کنړ ولایتونو، میدان او تګاب سیمو کې وسلهوالو د حزب اسلامي د پخوانیو جنګیالیو پر کورونو چاپې وهلې او په یو شمېر سیمو کې یې د سولې په جرم د حزب اسلامي کسان وژلي چې ولې له ۱۵ کلنو دربدریو او ناخوالو وروسته د دوی مشر له دولت سره سوله کړې او حکمتیار د هغوی په خبره، کابل ته روان دی.
دا هڅې په ډېرو سیمو کې د وسلهوالو له خوا کېږي چې د حزب جنګیالي او قومندانان د طالبانو په لیکو کې درېدو ته مجبور کړي او که داسې نه کوي د حکومتپلوي په تور یې تر تېغ تېروي.
طالبان نه غواړي چې د افغان حکومت تله له دې اړخه درنه شي او د طالبانو هغه جګړهمار هم په خپلواک ډول او یا د حکمتیار تر سیوري لاندې پر سوله ورمات شي چې د پردیو د ګټو په پار په جګړه کې ستړیا احساسوي. له حکمتیار سره د سولې تړون په يو شمېر ټیټپوړيو او د منځنۍ کچې طالبانو کې د سولې له بهیر سره د ورګډېدو لېوالتیا پیدا کړې، خو د پاکستان تابع وسلهوال هڅه کوي چې له دغسې یوه برخلیک سره د مخامخ کېدو مخه ونیسي. دوی له تبلیغاتو نیولې د زور تر کارولو او ان وژلو پورې نارواوې په دې موخه پیل کړې دي او دا کار په کوردننه او بهر کې ترسره کوي.
له دې ډلې د ملارسول او ملا عبدالمنان نیازي یارانو خپل دریځ روښانه کړی او تمه ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو له دغې ډلې سره چې د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې فعاله ده، د سولې شلېدلې رسۍ غوټه شي. دوی غواړي د حکمتیار پر پله پل کښېږدي او د بین الافغاني خبرو اترو یا جرګې له لارې د سولې پر ټغر کښېني. په دې وروستیو کې د دې ډلې د ویاند ملا نیازي ویډیویي خبرو د ډېرو عامو طالبانو په مغزو کې څړیکې پیدا کړې او فکر کوي په ناسم اوښ یې بار تړلی دی. په دې لړ کې حزبیانو د منځګړتوب خبره را پورته کړې چې لویې طالب ډلې ته یې نوی سرخوږی پیدا کړی دی.
بلې خوا ته د پاکستان د شمشتو کمپ په ګډون په یو شمېر نورو کمپونو کې د پاکستانیانو په لارښوونه داسې حکمتیارضد هڅې پیل شوې چې له کابل سره د سولې شوی تړون له اسلام او د دوی له تعریف شوې جګړې او کړي هجرت سره په ټکر کې وښيي او خلک هڅوي چې د حکمتیار شوې سولې ته د پنجاب په خوله منفي ځواب ورکړي.
په دې لړ کې د حکمتیار د څلورو لسیزو په مېنه شمشتو کې تر نورو سیمو کلک ټېل ماټېل روان دی او هغه حزبیان اوس ښکاره د سولې ضد ډنډوره غږوي چې د بل په خوله یې پر افغانانو او افغان حکومت د کفر ټاپې لګولې وې. د دوی مشر د دوی داعیه غلطه ثابته کړه او اوس دوی مجبوره دي خپل اخور بدل کړي. دوی ته جګړهخوښوونکيو طالبانو چیلکونه وراچولي اوهڅه کوي په دې واورین ماحول کې یې په اسانه په دامونو کې را ګیر کړي. په دې برخه کې د حکمتیار له یارانو هم نوښت ورک دی او پام یې بلې خوا ته په امتیازونو کې خښ دی. دوی له ولسمشر غني په شمشتو کې مېشتو ته د کور و ځمکې غوښتنه کړې، خو حالات په افغانستان کې د ټولو را ستنېدونکيو لهپاره د یوه هراړخیز پلان په ډیزاین را چورلي.
ستړي او لمرسوځوليو راستنېدونکيو کډوالو پاکستانمېشتو وسلهوالو طالبانو ته بله ننګونه را مخې ته کړې.
هرکور ته رسېدونکي کډوال ته اوس د طالبي پنډغالو د پوچو تبلیغاتو اصلي اړخ روښانه کېږي. راستنېدونکيو ته د دوی په مغزو کې د د طالب د جوړ کړي تصویر خلاف اسلامي افغانستان او ځورېدونکي اصلي افغانان په نظر ورځي. د طالبانو بېړۍ له حزب سره د سولې د تړون په خوا کې له دې اړخه ډېره څپڅپانده ده.
په راستنو شویو افغانانو کې ګڼ داسې کسان شته چې ایله اوس یې د خپل ټاټوبي اسلام او دلته پر پلي کېدونکيو اسلامي ارکانو باندې سترګې ولګېدې. د پاکستانمېشتو طالبانو تر تبلیغاتو لاندې داسې راغلي کسان هم شته چې فکر یې کاوه، له تورخمه را دې خوا ته په افغانستان کې له سره د لمانځه اذان نه کېږي.
یوه نوي را ستانه شوي ځوان چې د کابل ښار په ختیځ کې د هودخېلو ملکي سیمه له نږدې لیدلې او دغلته په تېرو ۱۵ کلونو کې د شویو ځانمرګيو بریدونو کیسې د پاکستان د کډوالو په پنډغالو کې وریادوي، له حیرانتیا یې ښکر کړي. هغه وايي چې دوی د هریپور په کمپ کې اورېدلي وو چې د هودخېلو په سیمه او ټول ختیځ کابل کې هیڅ افغان او مسلمان نه اوسېږي او ټول بریدونه د هغوی په وینا پر غیرمسلمانو شوي دي چې دوی هم پرې پریمانه شکرونه ایستلي دي، خو چې اوس یې په سیمه کې اوسېدونکي خلک لیدلي، د پوښتنو پنډې له ځان سره کښته پورته کوي چې پر دې سیمو په شویو بریدونو کې به څومره ملکیان تباه کړای شوي وي.
ځواب ته یې اړتیا نه ویني، بلکې فکر کوي پاکستانمېشتو طالبانو تېرایستلی او د قران خلاف درواغ یې ورته ویلي دي. ډېر راستانه شوي وايي چې دوی ته د مهاجرو په کمپونو کې له شویو تبلیغاتو سره د افغانستان حالات او دلته کېدونکې جګړه ۳۶۰ درجې توپیرلري. د ډېرو راستنو شویو نظر د افغان جګړې په اړه له بېخه بدل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېر پر اساس، تر دې مهاله افغانستان ته نږدې نیم میلیون کډوال یوازې له پاکستانه را ستانه شوي دي چې د ډېرو یې په لومړي ځل پر خپل هېواد سترګې خوږې شوې دي. په دوی کې داسې کسان ډېر دي چې لا هم د وسلهوالو طالبانو نظر ورسره دی او حکومت ته د دې ډلې د نظرماتي لهپاره دروند کار په مخ کې پروت دی.
سرخط ورځپاڼه