افغان ولس د تاریخي ازموینې په درشل کې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اکبري
  • 956

 وایې یو چا  دواده مراسم په لوړلګښت په خورابرم سره تیرکړل دواده لاڅوشپې تیرې شوي نه وې چې دکورخاوند دسفرنیلي ته پونده ورکړپیغله  میرمن یې کورکې پریښوده لیرې ملکونوته دخوارۍ،غریبۍ په موخه ولاړکلونه،کلونه یې ستړي چارې ترسره اوډکې منګولې کورته راستون شو.

دکلونومسافرته خپلې میرمنې چې درې ماشومان یې په څنګ کې ولاړوتوده ستړي مه شي ورکړه اوسړی دماشومانوپه لیدوهک پک پاتې شو.شیبه وروسته یې دهلکانوپه اړه له خپلې میرمنې وپوښتل چې داڅوک دي؟
میرمنې بې له ډیله مشرهلک وروپیژاند چې دا  آلله داد نومیږي آلله راکړی دی.
د دویم هلک په اړه یې ورته وویل چې دا خدایداد نومیږي خدای راکړی دی.
دریم هلک یې په ځانګړي دبدبه وروپیژاند چې دا فتح  نومیږي دا داسې فتح خان دی چې په قرآن که یا دتا پروا ولري اویا زما.
خبره داوسني فتح خان سترجنرال دوستم په اړه ده دنرزوی دی دبزکشی په آس سپور پهلوانۍچپنه کې نه داشرف غني پروا لري اونه د ډبل عبد الله.
دوستم تل دیکه تازی آس هرلور ته ځغلوي کله چې حضرت صبغت الله مجد دي صیب دخالدبن ولید په لقب ونوماوه  مذهبي پرستیژاوپلاز ته پورته شو.حضرت صیب په هغه مهال چې آلوتکه یې دکابل دهوایې ډګر دپاسه په توغندي وویشتل شوه ویل یې دا دګلوتوطیه ده حکمتیارصیب یې ګلو باله .خووروسته څرګنده شوه چې په دې پیښه کې نظارشورا لاس درلود.
خبره دسیف اسلام په لقب نومول شوي جنرال دوستم دورستیوغوسه ناکوخبروپه اړه ده چې دارګ اوسپیدارماڼۍ یې ولړزولې اوپه دې اړه یې سملاسي دپلټنو،ګرویږنوپه موخه اعلامیه خپره کړه.
د شهیدداکترنجیب الله دواکمنی په مهال دهیواد دنوروقومونواوقبایلودملیشوپه څیرجنرال دوستم هم دازبک اوترکمن ملیشوقوماندان و ،نه خالد ابن ولید واونه دجمهوري ریاست لومړی مرستیال اونه دکرزي د دوران سترجنرال اوپوځي سترسلاکار.
د دوستم ملیشې په هغه مهال دګیلم جم په نوم یادیدي اوله شک پرته دهیواد ګوټ،ګوټ ته لیږل شوي که له قساوت اوبربریته یې تیرشوپه خورامیړانه جنګیدلي اودهیواد دساتنې په لاره کې یې خپل سرونه ایښي دي .دپاکستان پوځي چارواکواودای،اس،ای څارګرې شیطاني ادارې دلویولارواوواټونوپه غاړوپه غټوټکولیکلي و جنګ،جنګ تا ختم ګیلم جم.
کله چې دخوست غیورولس دپاکستاني ملیشو ،جهادي تنظیمونواوعربي ترهګروترګواښ لاندې راغلل همدغوګیلم جمیانودخوست خونړۍ معرکې ته ورودانګل له بده مرغه خوست سقوط وکړپه سلګونو،سلګونود دوستم ملیشې ووژل شوې اوپه سلګونوتنه نور دجلال الدین حقاني دتنظیم له خوا اسیرشول.
مولوي جلال الدین حقاني دپکتیاد درنه نرخ ،څلي په دود اسیرشوي ګیلم جمیان ونازول ټولوته یې نوي کالي وکړل لنګۍ ورپه سر دلارې نغدي اوخوراکي خرڅه یې ورکړه ټول یې روغ ،رمټ خپلواستوګنځایونوته ورسول.
دخوست له سقوط یوکال وروسته کابل هم درذیلانه اونامردانه توطیوپه پایله کې راوپرځیده بیلابیل شریرتنظیمونه،نظارشورا اود دوستم بړیڅي لکه دځنګلونووحشي ځناوردکابل دپتمنواوبې ګناه انسانانوپه ډله ییزه وژلو،یومخیزه چورچپاول ،لوټلواوورانولووبلوسیدل ښکلی اوګلالی کابل وران ویجاړاوپه سرو وینوکې لاهوشو.
کابل ته دمولوي جلال الدین دتنظیم بړیڅي راورسیدل اودچهلستون په ماڼۍ کې یې خپله تنظیمي اوپوځي قرارګاه ځای پرځای کړه.
دوستم دجلال الدین حقاني سره دخپلوملیشودخلاصون په بدل کې دوستانه اړیکې پیل کړې 
دجلال الدین له ورورمولوي محمد ابراهیم اود دوستم د اوښي اوخاص استازي جنرال روزي دهرات ولایت اوسنی امنیه قوماندان ترمنځ تودې غونډې اوجرګې پیل اوآن چې دکابل دښارپه چم ګاونډکې دهغودپوستودپرسونل دتبادلې اوهمکاری لړۍ ګرمه روانه وه اود وستم له خوا جلال الدین حقاني ته دقالینوجای نمازونه د کورلپاره ښایسته غالۍ اوټلویزینونه ډالۍ شول.
په هغه مهال دکابل دسپین زر هوټل ریس دکندوزاستوګن ځدراڼ صیب د دي لیکنې دلیکوال پیژندوی اوملګری و.دهغه دپرله پسې ټینګاراوسپارښتنه دې ته اړایستم چې دلوی پکتیا دبیلابیلوقومونودمشرانو،مخورو،پوځي اوملکي شخصیتونویوه جرګه راغونډه اودچهل ستون په ماڼۍ کې ښاغلي حقاني ته دمبارکی مراتب وړاندی کړو.
داونۍ په یون کې مې دلوی پکتیا دبیلابیلوقومونودمخورو،درنوسپین ږیرواوځوانانوچې پوځي اوملکي ارشدو کدرونوهم په کې ګډون درلود یوه پراخه جرګه جوړه اودچهلستون په لور وخوځیدو.  له ویلودې پاتې نه وي چې په جرګه کې دلوی ننګرهاراولوی کندهارځینومشرانوهم ګډون درلود.ماڼۍ ته په رسیدوسره پریکړه وشوه چې جرګه به دقرآن مجید په تلاوت پیل اوله هغه وروسته به دپکتیا دقومونوپه استازیتوب ارواښاد الحا ج میراجان ځدراڼ خبرې کوي اودخوست دقومونوپه استازیتوب یې زه وټاکلم که څه هم ما مخالفت وکړچې دخوست یوبل دروند سپین ږیری دی خبرې وکړي خودهغو بزرګواري وه زه یې اړایستم.
دجرګې غړي دچهلستون دماڼۍ تالارته ننوتواوپه ټاکلوځایونوکیناستواودحقاني صیب دراتګ شیبې موڅارلې چې ناڅاپه لکه دتورووریځوتندرپه ډیره غوسه مولوي صیب دخپلوځیږو ببروبړیڅوسره تالارته راننووت جرګه والودښه راغلاست لاسونه وپړقول اودجرګودمنلي دود سره سم باید دقرآن پاک په تلاوت جرګه پیل شوي وه خوحقاني صیب   په برګ،برګ پوځي جمپر،غټه سپینه لنګۍ کې چې اوږده ږیره یې نیمه سره اونیمه توره بریښیده په ځیږه لهجه په جګ غږوویل: ستړي مه شوی ستړي مه شوی.اودخپل جهادي ژوند اوغورزوپرزوداستان یې په شد اومد بیان اودخپل تنظیمي ځواک په اړه یې اوږدې خبرې وکړې اودهغه په ترځ کې یې وویل چې یوه موچي له یوه عالمه وپوښتل چې زه دیوه غله بوټونه اوڅپلۍ جوړوم په دې ګناه کې به نه راځم؟
عالم ترې وپوښتل چې ته یې پیژنې چې غل دی؟
موچي ورته وویل هوزه یې پیژنم چې غل دی.
عالم ورته وویل چې ته هم دغله ملګری اوغل یې چې دغله بوټونه جوړوې.
تاسوهم چې دلته راغلي یاست دغلواوداړه مارانوملګرتیاموکړي ټول غله یې .زموږپه غرنیوسیموکې چې وزې،میږې پمنې شي دهغوشپول ته چې اوښ هم ورننوزي پمنیږي خدای دې موږ درنه پمن مه کړي دخبروپه مهال دخوست داهل هنود ډله اومشران چې په زیړهندي لګن کې یې وریښمینه لنګۍ،له ډول،ډول خوږو،مټاییګانوډک دستمالونه اوریکریزال شربتونه ایښي ووراننوتل مولوی صیب واردې واره وویل چې خدای دی دهندوانوپه زړونوکې داسلام ډیوې بلې کړې.خودخوست وطنپال اودرنه مشراوملي لوی سوداګرمڼاکوپه زغرده ورته وویل مولوي صیب دوعا وکړه چې خدایه موږټول په حقه لار روان کړې.سملاسي درونداوغیرتي مشرالحاج میراجان له ځایه پورته شوپه لنډوخبروکې ورته وویل:
مولوی صیب!
موږپه پښتني دود ستا ستړي مه شي ته راغلي یواوتاسوعالمانوته دمهربانۍ اوخواخوږی تمه لروځکه په موږهم چاګلونه نه دي شیندلي دتوغندیودباران اودباروتوپه لوګیوکې موژوند کړی دی.له خدایه خیراوامن غواړولادارواښاد میراجان ځدراڼ خبرې خلاصې نه وې چې حقاني صیب وویل حضرت مجد دي صیب په ارګ کې غونډې ته بللی زه هلته ځم ستاسوپه مخه ښه.
دغونډې برخه وال چې په افغاني اوپښتني ستروهیلوراغلي وودژور خپګان،هیښتیا اوپیښمنتیا په ټالونوځنګیدل اوبې له ځنډه هرڅوک په خپله مخه ولاړل.
خولاڅه موده تیره نه وه چې دچهلستون په شاوخواکې دمزاري په مشرې دهزاره دتنظیم اوحقاني دبړیڅوترمنځ جنګ جګړې زورواخیست اوپه وسله والونښتوکې دحقاني دعربي میرمنې ورورچې د ده اوښی کیږي سخت ټپي اوموده وروسته په ډیره نامردۍ اوډاردحقاني ټوله ډله ټپله د چهلستون له ماڼۍ دپکتیا په لور وتښتیدل.
خبره داوسني فتح خان ښاغلي دوستم په اړه ده چې هغه غوښتل دحقاني دنظامي پوتانسیل سره په لاس یوکیدو داحمدشاه مسعود یکه تازی اوهژمونۍ ته د پای ټکی کیږدي خو حقاني لکه څنګه چې په بیړه کابل ته راغلی وهمداسې په بیړه له کابله ووت.
په ګلالي کابل له هرلوري دتوغندیوباران و.انجینیرحکمتیارصیب دروغي،جوړي یو شرط له کابله د دوستم دګیلم جمیانووتل هرومرو ګڼل.خوبیا داسې وخت اوپړاوراغی چې حکمتیارصیب د دوستم سره د دوستی اووروګلوی غیږه چاپیره دسولې اوپیوستون دشوراپه نوم دحکمتیار،دوستم اومزاري ترمنځ ګډه جبهه جوړه شوه.لنډه داچې دوستم دجوړجاړي اوخپلوموخوته درسیدلولپاره بې ساري تکتیکونه په بري سره سرته رسولي اودادی اوس یې دهیوادپه دغوحساسوحالاتوکې چې ډول،ډول دوښمنان اوپه سرکې پاکستاني څارګردافغانستان دلاورانولواوله منځه وړلوپه کمین کې دي خپل ښکرداشرف غني په لوراړم کړي دي.دوستم دنرزوی دی خپل قوم پر ګران اوهغوله ده څخه سرونه قربانوي په اوسني تاریخ کې لویه بې غیرتي،بې ننګي،دووسي اوځانځاني دپښتنو په برخه ده چې له غورتو،پرتواوخپل پښتون دبې عزته کولواووژلوپرته یې بله چارنه شته اودجهالت دیوان یې په سرونوناست دي.دوستم په نره دسقاودزوی  خوسا هډوکي نه پریښودل چې دشهرآراپه تاریخي غونډۍ کې ښخ کړای شي یوه ازبک سرتیري دکرکې اومخالفت په ډول خپله ککرۍ قربان کړه خودشپې په ننواتوتورهډوکي په توره شپه کې خاوروته وسپارل شول .هیله ده چې دهیواد علیا مصالحو،امن اواقتصادي غوړیداپه هیله دازرګري غورزې پرزې سترې نه شي دزغم ،سالم تفاهم اوخواخوږی په دوستانه جرګواومرکودهیواد دسترودوښمنانوتوري توطیې شنډې اوپه اوبولاهوشي.
دهیواد دټولووروڼو،وطنپالوقومونواوولسونودرښتیني ورورګلویزپیوستون اوملي یووالي په هیله.