- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سرخط ورځپاڼه
- 1038
سېما سمر څه کړي چې ولسمشر یې په نړیوالو کنفرانسونو کې په صفت خوله چړپوي؟ ایا هغه رښتیا یوه مبارزه ده، که ولسمشر خپل پټ مجبوریتونه لري؟
هغه د ولسمشر د مزاج ښځه نه ده، خو په کومه طریقه چې د ولسمشر په پوست ننوته، سړی یې تصور نهشي کولای.
سلام رحیمي چې د ولسمشر د دفتر ریيس دی، د سېما له چینې خړوبېده، هغه یو خطرناک بزنس مېن دی، هغه له سېما سره اوږده شراکتونه او پټې معاملې لري.
په ارګ کې ډېر داسې کسان وو چې له ولسمشر سره له انتخاباتي کمپ څخه یو ځای شوي وو، خو هغوی ارماني خلک وو او د سلام په څېر چپتارۍ یې نه وې زده.
سلام رحیمي اول هغوی په ارګ کې له شان او شوکته وغورځول او ورپسې د خپل اقتدار د استحکام په فکر کې شو. سلام رحیمي درې سوه شپېته دوسیې چې د کرزي د وخت په ریاست دفتر کې پاتې وې، الونیا کړې، ورکې یې کړې، خو ولسمشر و نه شوای کولای په دې اړه سلام رحیمي وپوښتي، ځکه چې سلام رحیمي د ولسمشر دلال دی او دلال خو ګټې راوړي، څټې راوړي.
سلام رحیمي په تدریجي ډول د ولسمشر چاپېریال خالي کړ، ولسمشر ته نږدې متعهد ځوانان یې په یوه او بله طریقه د ارګ له دروازې بهر کړل او هلته یې خپل طلسم په کار واچاوه. دا د سېما سمر د لوی پلان یوه برخه وه چې ارګ په انحصار کې واخلي.
کله چې د بروکسل په کنفرانس کې ولسمشر غني د سېما سمر نوم د یوې افغانې قهرمانې په توګه یاداوه، په افغانستان کې په ډېرو سیاسیونو خولې راماتې وې.
سېما سمر څه کړي چې ولسمشر یې په نړیوالو کنفرانسونو کې په صفت خوله چړپوي؟ ایا هغه رښتیا یوه مبارزه ده، که ولسمشر خپل پټ مجبوریتونه لري؟
سېما سمر د نړۍ پر وړاندې یوه مهمه مبارزه ده، دې د خپل ځان لهپاره دومره لابي کړې چې که په افغانستان کې ګناه کبیره هم وکړي، نړیوال ورباندې ځان کڼوي، ځکه چې سېما مېرمن ده، افغاني مېرمن، پروړنی نه په سر کوي، د بشري حقونو فعاله ده، د ښځو د حقونو مبارزه ده او په اقلیتونو یې زړه سوځي. دې ته سختې مهمې جایزې هم ورکړل شوې دي. دا د سېما د لابي برکت دی چې هغه مهمه ده او ولسمشر یې هم په نوم یادولو نړیوال مالي خیرات راټولوي.
خو په وطن کې سېما یوه کرغېړنه څېره ده، دې د بشري حقونو له کمېسیون څخه شخصي پراپرټي جوړه کړې، د جاغوري ولسوالۍ د خلکو په مرګ او زیان چيغې تر اسمانه جګوي، خو د نور افغانستان خلک که مري که رنځېږي، د دې چندان باک پرې نهشته.
هغه د ولسمشر د مزاج ښځه نه ده، خو په کومه طریقه چې د ولسمشر په پوست ننوته، سړی یې تصور نهشي کولای. سېما په افغانستان کې یوه خطرناکه شبکه لري، د بشري حقونو د فعالینو، د مدني فعالینو د مداریتوب او ورسره د مېډیا د رسوا خبریالانو.
سېما د بشري حقونو ټوله بودجه یوازې په دې مصرف کړه چې ځان ته یو سیسټ او شبکه تشکیل کړي، هغه اوس سیاست کوي، په خلیلي، محقق او بل هزاره سیاستوال بریک نه نیسي، هغه اوس د نړۍ په سترګو کې بره یوه فعاله سیاستواله ده.
هغه په ډېر هنر د ولسمشر په پوستکي کې ننوتله. سلام رحیمي چې د ولسمشر د دفتر ریيس دی، د سېما له چینې خړوبېده، هغه یو خطرناک بزنس مېن دی، هغه له سېما سره اوږده شراکتونه او پټې معاملې لري، کله چې سلام رحیمي ارګ ته لاړ، نو یې د ارګ د انحصار او ولسمشر د کلابندۍ خیالونه په ککرۍ کې په چکر شول.
په ارګ کې ډېر داسې کسان وو چې له ولسمشر سره له انتخاباتي کمپ څخه یو ځای شوي وو، خو هغوی ارماني خلک وو او د سلام په څېر چپتارۍ یې نه وې زده. سلام رحیمي اول هغوی په ارګ کې له شان او شوکته وغورځول او ورپسې د خپل اقتدار د استحکام په فکر کې شو. سلام رحیمي درې سوه شپېته دوسیې چې د کرزي د وخت په ریاست دفتر کې پاتې وې، الونیا کړې، ورکې یې کړې، خو ولسمشر و نه شوای کولای په دې اړه سلام رحیمي وپوښتي، ځکه چې سلام رحیمي د ولسمشر دلال دی او دلال خو ګټې راوړي، څټې راوړي.
سلام رحیمي په تدریجي ډول د ولسمشر چاپېریال خالي کړ، ولسمشر ته نږدې متعهد ځوانان یې په یوه او بله طریقه د ارګ له دروازې بهر کړل او هلته یې خپل طلسم په کار واچاوه. دا د سېما سمر د لوی پلان یوه برخه وه چې ارګ په انحصار کې واخلي. په اوایلو کې طلوع ټلوېزیون پر ولسمشر د فاشیسټ نوم کېښود، خو سوکه سوکه د ارګ د ډالري بوجۍ خوله د طلوع ټلوېزیون پر خوا سورۍ شوه. اوس په ټول خبري بوليټن کې یو خبر د ولسمشر په خوښه وي، خو نور ټول بولیټن د ولسمشر سپکاوی کوي، ولسمشر همدې تعامل ته خوشاله ناست دی او سخت ډېر امکانات د طلوع په خدمت کې دي.
د ولسمشر بل منتقد سنګر هشت صبح ورځپاڼه وه. ولسمشر هماغه د موسی شفیق د صدارت په دود هشت صبح ورځپاڼه په اعتماد کې واخيسته، د ورځپانې مسوول مدیر شاه حسین مرتضوي یې خپل د ویاند معاون مقرر کړ او هشت صبح ته یې حق السکوت ورکړ.
کله چې د سلام رحیمي اوبه له حلقه تېرې شوې، نو د لوی څارنوال کیسه مطرح شوه، سېما ددې لهپاره هم بدیل درلود، خپل د بشري حقونو د کمېسیون مرستیال یې ورمعرفي کړ او ولسمشر په دې کې هم تامل و نه کړ او نر غوندې یې مقرر کړ.
ورپسې د بشري حقونو د کمېسیون د پخواني کمېشنر نادر نادري خبره مطرح شوه، نادري چې یو هوښیار او سناریوساز کرکټر دی، د سلام رحیمي په دستور ارګ ته ننوت، ارګ ظاهراً ده ته د یو کاري کادر په سترګه کتل، خو په اصل کې دا د سلام رحیمي برنامه وه چې نادري ارګ ته دننه کړي.
د یاده و نه باسو چې د بشري حقونو او سيايچاې موسسې د کارکوونکو او مشرانو تر منځ د خپلوۍ رښتې او خپلوۍ خېښې هم تبادله شوې وې. اوس نادري د ولسمشر تر ټولو اعتمادي کس دی، په فوق العاده ډول په کابینه او نورو غونډو کې ګډون کوي، د اداري اصلاحاتو ریاست ته هم کاندید دی چې ډاکتر عبدالله یې مخالفت هم کوي.
اوس ولسمشر هایجیک شوی دی، د فاشیسټانو او شخصي کاروباریانو یا بزنس مېنانو په کوډو کې بند دی، څه چې بېرون پېښېږي او له ارګه مالومات خپرېږي، همدا کتله د ولسمشر له پښو څخه خاورې باسي.
دوی غواړي په ارګ کې د ولسمشر پر پرېکړو او تصمیمونو نفوذ ولري، ولسمشر له دې حلقې و نه وځي او په تدریجي ډول ولسمشر له دې کړۍ سره ګرو دی.
که ولسمشر دې نزاکت ته متوجه نهشي او اختیارات داسې په خوشباورۍ تقسیم وي، لېرې نه ده چې د سېما سمر ډله دې ولسمشر له ارګه د باندې په ملت کې له یو لوی سرخوږي سره مخامخ کړي.
د افغاني ټولنې د تاریخي دستور پربنیاد، اکثره ولسمشران د ارګ د داخلي کړیو له خوا له ملت سره مواجه شوي او ډېر وروسته پوه شوي دي چې هلته ځینې خلک د ولسمشر صلاحیتونه په خپل اختیار کاروي او دا د غني لهپاره یو خطرناک زیګنال هم دی.
هیله ده ولسمشر پر خپل چاپېریال نظر واچوي اوله دې کوډو ځان راوباسي.
سرخط ورځپاڼه