پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ وفات سو.
انّا لله و انّا الیه راجعون.
که چا د افغانستان لپاره په سل ګونو شاګردان روزلي وي نو هغه یو بشپړ نسل روزلی وو. د مرحوم پوهاند صاحب په کچه استادان مو پخوا هم د ګوتو په شمېر درلودل او اوس خو یې بېخي نه لرو. مرحوم پوهاند صاحب یو عمر لیکني وکړې او د لیکنو یو ښه والی که یې معتبرتوب او پر کره اسنادو او شواهدو باندي تکیه وه بل ښه والی یې د هغه منتهی درجه جرأت وو. هغه په داسي وخت کي د امیر عبدالرحمن خان په باب دوه مغتنم او د غربي پوهنتونونو په سټینډرډ کتابونه ولیکل چي د افغانستان تقریبا ټولو لوستو کسانو هغه ته د یوه مستبد او ظالم ټولواک او د ډیورنډ د کرغېړني کرښي د مسول په سترګه کتل. پوهاند صاحب ثابته کړه چي امیر عبدالرحمن خان نه یوازي د ډیورنډ د کرښي مسول نه دی بلکه د یوه وطن پال افغان په حیث یې د ملو ک الطوایفی جرړي وایستلې او د یوه عصري افغانستان اساس یې کښېښود. ډېرو کسانو به د کمیت په لحاظ د مرحوم ډاکټر صاحب تر کتابونو زیات لیکلي وي خو د امیر عبدالرحمن خان په باب د هغه د دوو کتابونو ځای نه سي نیولای. زه له داکټرصاحب مرحوم سر ه د زیات و کم څلوېښتو کالو شناخت افتخار لرم او په پوره زړه ور توب ویلای سم چي که یوه انسان ته د ملایکي لقب ورکولای سي نو هغه ډاکتر صاحب وو چي په خپل ټول ژوند کي د یوې فرشتې په څېر پاک پاته سو او د هیڅ مستبد خدمت یې ونه کړ. د هغه روح دي ښاد وي خو زه په ډېري خواشینی سره ویلای سم چي، که تر ابده پوري نه وي، تر ډیره زیاته وخته پوري به یې ځای خالي وي.