«شمسي» غروب


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد يار يار
  • 1179

 دست از تو می شستم کف صابون پُر از خون بود

پیش اناری ګریه کردم خون پُر از خون بود
ابراهیم امینی
 
ټاکل شوې وه چې د جدې پر ۲۸- مه و ۲۹- مه به په کندهار کې د مرحوم پوهاند اکاډمیسین رشاد، د دوولسم تلین په مناسبت، دوې ورځنی علمي سیمینار جوړېږي، د دې علمي پروګرام د نظم له‌پاره د شهید عبدالعلي شمسي په ځانګړې توجه سره، ښه کلکه اماده‌ګي نیول شوې وه چې د افغانستان له پوهنتونو و اکاډمیکو مرکزونو او هم د ډېورنډ له ها غاړې به پوهانو او څېړونکيو ګډون پکې کاوه، خو د هیچا پام نه و چې دلته د خپلو و پردیو له بد شامته، هسې د جهالت تورې لړې را خوشې کړه شوې او دا فضا یې داسې لاندې کړې چې نه د پوهاند رشاد د علمي رشادت داستان و بیان ته مجال ور کوي او نه یې د هیڅ فکري ـ فرهنګي «شمسي» نظام برقراري ته د اجازې امکان پرې‌ایښی دی، ځکه نو کله چې شمسي غوښته چې د خپل خوشبین احساس په اور کې د خپل ولس د ناپوهي خځلې وسوځوي، د خپل فرهنګي پلان په برچه د جهالت پردې څیرې- ویرې کړي او د خپل علم‌پالونکي تفکر په تعمیم سره، د هر افراطیت و شیطانت زمینه برهم و درهم کاندي او کله چې هغه د خپلو ملي- انساني ایډیالو له‌پاره، دغسې یوه «شمسي» منظومه ډیزاین کړې وه؛ نو د ترور و تباهۍ توپان ډېر زورور و او دا «شمسي» نظام یې یو مخ د ژوند له مداره خطا کړ او د جدي پر ۲۱- تم ماښام، د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کې، د عربي متحده اماراتو له سفیر سره، د یوې مهمې غونډې پر مهال، داسې یوه قیامت‌خېزه چاودنه وشوه چې ترهګري هم ورته حیرانه شوه.
د دې حیراني دلیل خو دا دی چې هغو طالبانو یې هم له پړې غاړه و غړوله چې افراطیت و وحشت یې تر قیامته د کار- روزګار مشهور برانډ دی.
د دې خون‌پاشانه حادثې په دوولسو شهیدانو کې د شهید شمسي تر څنګ، یما قریشي هم هغه ښایسته اکاډمیک ځوان و چې لمر یې په ځواني ناز کاوه او د ښکلا له شرمه یې کندهاري ګل‌ګلاب د غنچې په غېږ کې مخ نغښتی؛
په سپرلي کې هم خزان وي، ویر ژړا وي په ښادۍ کې
هر یو ګل دی پاڼې- پانې، نه‌شته ساه یوه غوټۍ کې
مګر ټروریزم، ګل یوازې پاڼې- پاڼې کوي نه، بلکې پاڼې یې په لمبه بدلوي، لمبه یې ایره کوي، ایره د باد په خوله ور کوي او باد د بربادي پر بیابان سپاري، یوه فاجعه پایان مومي او بلې ته مخه ورکول کېږي.
دغه ورځ، د ټروریزم اهریمنو، په ابتکار کې ابتکار وکړ او په یوه ورځ یې د کندهار په اړخ کې د هلمند د لښکرګاه ښار په دويمه ناحیه کې د یوه قومي مشر په کور کې پر یوه ولسي غونډه ځانمرګی برید وکړ او هم یې د کابل په دارالامان کې د دوو انتحاري حملو په جنایت د ټول وطن امن و امان د افغان ولس په درد و فغان واړاوه.
شهید شمسي، د اتفاق نظر تر حده، یو انسان شخصیت و. عجيبه ده! داسې چارواکي هم پیدا کېدای شي چې پر اکاډمیک کرکټر، فرهنګ‌پالونکي نظر او وطن‌پرستانه جوهر دې یې د خپل نسل اجماع موجوده وي، د هغه د دې اوصافو د اثبات له‌پاره که نور هیڅ هم نه وي، یوازې همدا کفایت کوي چې د خپل ژوند په وروستیو شپو- ورځو کې د نورو انساني هلو- ځلو په سلسله کې، د علامه رشاد بابا په باب، د علمي سیمینار له‌پاره د کندهار له اکاډمیک ظرفیت سره په تیاري بوخت و.
په دومره علاقمندي چې تر اوسه لا د جنګ و جهاد په دوران کې د دې سیمې د بل چارواکي په ځان کې نه وه مشاهده شوې، دې علمي محفل ته به د کوزې پښتونخوا یو شمېر هغه پوهان هم راتلل چې د پوهاند رشاد له نامه او علمي شان سره اشنا وو. د کندهار نوم یې له خولو و کتابو ډېر اورېدلی وو، خو د لیدو نصيب به یې د اول وار له‌پاره کېده، اما د ترهګرۍ سیلۍ دومره په سرعت و چلېده چې د شهید شمسي غوندې برېتورې ځوانۍ یې د ژوند له ګلستانه والوزولې، داسې چې له بیا دیدنه یې وایستلې.
کله- کله مې ځان ته درد راشي چې دا زه چې د مرګونو په وطن کې پیدا، د مړینو په میهن کې را لوی او د قتلونو په کور کې به د ژوند له هېواده تبعیدېږم، تر ژوند مې مرګ زښت تجربه کړی، تر ډولیو مې زیات تر جنازو لاندې په ګوډو پښو منډې وهلې دي، تر اکسیجن مې کاربن ډای اکسایډ ډېر تنفس کړی او تر هوسونو مې د ستمونو خاطرې په مراتبو اضافه دي، په دې حساب نو زه باید په دردونو او ویرونو معتاد وای.
نوې خبره راته دا وای چې کله سوخت و خپګان نه وای، اما بیا هم په ځینو مرګونو شوک شم. د شاعر اشنا عبدالله خیال له دار و اعدامه اوولس کاله تېر دي، اوولس کاله مې تر بل هر چا زیات ذهن ورسره مصروف دی، خو په باب یې قلم اخیستو ته لکه سربدال چې یم.
د فرهنګي دلدار اسماعیل جان احسان پر شهادت لس- دوولس کاله اوړي خو په اړه مې یې لا دماغ نارمل حالت ته نه دی اوښتی، څلور کاله مې د ژمن شاعر و لیکوال ملګري سید اغا وطن‌یار له شهادته تېرېدونکي دي، مګر لا مې یې په هکله د قلم پورته کولو توان نه دی موندلی.
د پتیال د شهادت له درېیم خزان سره خپړې لګوم، ولې لا یې د بېلتون د ضربې له کوما نه یم را وتلی او په کوما کې به څوک پر چا څه ووایي یا ولیکي؟
د شمسي د جانانه ژوندانه، د زېړي لمر د تازه غروب په غم کې دننه سوخت په کرښو بدلول، د لوی زړه، د لوی زور کار دی. نه پوهېږم چې تر دې ځایه مې دا ټراژيډي څنګه را ورسولای شوای، خو د دې خونړي تصویر تکمیل نه زما د توان خبره ده او نه هم د بل!
زه نور له «شمسي» نظامه یوازې دا زلزله‌خېز غږ اورم؛
زه لکه اوښکه بیا مې تمه د راتللو نه‌سته
پر سپین باړخو باندې دې ورغړېدم خدای پامان
جهاني