د ټرمپ په ژرنده وړه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهرت ننګيال
  • 939

 ټرمپ ځينې بې‌تېغه حلال کړل، د افغانستان، پاکستان سرکار يې زاره‌چاودی کړ.

تر اوسه ټرمپ يو ځل له پاکستاني سرکار او بل ځل له افغان سرکار سره په ټليفون خبرې کړې، نور يې يوه ته هم کوم ځانګړی لفټ نه دی ورکړی. دانه، واښه او هډوکي يې ټول له ځان سره ساتلي دي. پاکستاني سرکار د ټرمپ او نواز شريف مکالمه د فلمي ډايلاګ په توګه رسنيو ته را وايستله چې د افغانستان او هند پر وړاندې خپله فضل‌فروشي په زبات ورسولای شي.
افغان چارواکي په وار وار له ولسمشر غني سره د ټرمپ د خبرو له شاربلو د نويو کوچو په را ټولولو لګيا دي، له دغه استخراج يا استنباطه يې د لغماني سندره جوړه کړې ده.
که څه هم له نواز شريف سره د ټرمپ د ټليفوني اړيکې په رسوا کولو ټرمپ‌والو کوم سخت غبرګون و نه ښوو، خو د پاکستاني شنونکيو په خبره ټرمپ اړ شو، له افغان سرکار سره هم د دغسې ټليفوني ډايلاګ اړتيا ته نوک ونيسي. په دې توګه د جيو ټلوېزيون په موندنو کې دا څرګنده شوې چې له افغان سرکار سره د ټرمپ اړيکه د هغه لورېينه نه، بلکې د پاکستاني تکتيک زېږنده ده چې افغان حکومت يې ښايي پر مننه سترګې پټې نه کړې. دلته چې له افغان سرکار سره د ټرمپ د ټليفوني اړيکې ټکانونه پای ته نه دي رسېدلي.
دا نو د چارواکيو تر فهم و فراست پورې اړه لري چې د ټرمپ له څرګندونو څه مانا يا ماناوې را ايستلای شي، هغې ماناوې چې د ټرمپ په خوا و خاطر کې هم نه دي ګرځېدلې، يا به کله و نه‌شي ګرځېدای. د ده هره خبره يا د خبرې هر ټکی ذوالمعنی نه چې ګڼې ماناوې لرلای شي. يوه هغه چې د ټرمپ په زړه کې ده، دا به د ټرمپ په زړه کې پاتې وي، هو هغه چې سرکار يا يې ويندويانو را ايستلې هغه له چا پټې نه‌شي پاتېدای.
وايي ټرمپ د ذوالمعنی خبرو ماهر دی. ده چې په پخوا کې د ښځينه‌وو په اړه څه ويلي، د هغې مانا دا نه ده چې ښځينه‌وو له خپله انده را ايستلې ده.
اجرايه رييس چې په واک کې پنځوس سلنه ونډه د ځان له‌پاره خوندي ګڼي، که ټرمپ شل دقيقې له ولسمشر غني سره خبرې کړې، شل دقيقې يې بايد دی هم په يوه خوله خندا ياد کړی وای چې دی تر ولسمشر غني زيات د ټرمپ د خبرو په ژباړه او تعبير کې خپل مهارت او تجربه کره ګڼي، ځکه خو يې په بګرام کې له خپلو عسکرو سره د ټرمپ د خبرو د ژباړې او تعبير حق ځان ته خوندي بللی. له همدې ځايه په سپېدار ماڼۍ کې د ټرمپ له دغو خبرو له ځمکې ځمکې لګېږي.
ډاکټر صاحب په خپل فراست په بګرام کې خپلو عسکرو ته د ښاغلي ټرمپ په خبرو کې د خپل ملاتړ څرک، بلکې درک لګولی دی.
دا چې ټرمپ خپلو عسکرو ته وايي چې زه له تاسې سره يم، مانا يې د ډاکټر صاحب په اند دا ده چې ټرمپ د ملي وحدت حکومت ننګې ته ملا تړلې ده.
د خپلو عسکرو په څنګ کې د ټرمپ د درېدو اعلان ډاکټر صاحب د ملي وحدت حکومت د غوڅ ملاتړ ډاډ بللی، ځکه خو يې په بګرام کې خپلو پوځيانو ته د ټرمپ وينا له ملي وحدت حکومت څخه د ټرمپ او امريکا د ننګې او دفاع نغد ثبوت را ايستلی دی.
ځينې شنونکي په دې پسې لګېدلي چې ټرمپ له نواز شريف سره څو دقيقې غږېدلی او له ولسمشر سره يې په خبرو څو دقيقې اړولې دي، هغه يې په کومو ټکيو ياد کړی او پر ده يې کوم القاب لورولي دي؟
وايي ټرمپ ولسمشر غني خپل استاد ياد کړی، نريندر مودي ته بلنه د دې مانا لري چې امريکا له پاکستانه مخ اړولی، ځکه خو هره ورځ له ارګ او سپېداره د ټرمپ د خبرو په تعبير او تفسير کې يوه اعلاميه راوځي، که نور څه نه وي د خان له خوا "خر بشوی" يې خپل اعزاز قلمداد کړی وي.
موږ له تنظيمونو او جګړو ستومانه به چې د مرحوم رسول امين پر دفتر ورغونډ شوو، ده به د ظاهر شاه د راتلو کيسه پيل کړه چې امريکايي سناټوران اوونۍ دمخه له پخواني پاچا سره د دې له‌پاره د سترنج لوبې ته کښېناستل چې د واکمني له‌پاره يې د عقل، ذهن او دماغ جاج واخلي. له ښه بخته پاچا يې دومره تکړه موند چې د ده د کبر سن له امله ورته ګوته په غاښ پاتې شول.
د دغو خبرو مانا دا وه چې پاچا را روان دی...
خير دا هسې منځ‌پېښه وه، حقيقت دا دی چې د ګوړې په يادولو خوله نه‌شي خوږېدای. دا چې ځينې وايي د کمپاين خبرې او دريځونه جلا وي او د واک جلا؛ د ګوړې په يادولو د خولې خوږولو ناکامه هڅه ده، که ښاغلی ټرمپ هماغه دی چې په کمپاين کې و، داسې کومه خبره څوک په ګوتو کولای شي چې ټرمپ دې مخ تر اړولی وي؟
ټرمپ د افغانستان جګړه ناورين بللی، هغسې لکه ګورباچوف چې د افغانستان جنګ زاولن ياد کړی و.
د ټرمپ خبره، دی به له نورو سره د مرستو پر ځای د خپلو بېخ‌بناوو ځواکمنتيا ته ورګرځي، د نورو د پوځونو د غښتلتيا پر ځای به د خپلو پوځونو غښتلتيا لومړيتوب ګڼي.
سيګار وايي؛ له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپا په بيارغاونه دومره پيسې نه دي لګېدلې لکه په افغانستان کې چې خاورې شوې دي، خو نه جګړه پای ته رسېدلې او نه د بيارغاونې چارې سمې مخ ته تللې دي.
جان‌سوپکو په دغه خبره د ټرمپ پر هغه رګ ګوتې ايښې چې کنجوس سوداګر تر ټولو زيات پارولای شي.
کله چې د خپلو خلکو د ملاتړ پر ځای د نورو ننګه ټاکونکې وګڼل شي، د خپلو په پرتله د پرديو ډاډ ځواک او تکيه وبلل شي، د هر چارواکي او حکومتوال شارګونه دغسې بې‌تېغه پرې کېږي.
ټرمپ لګيا دی هره ورځ دوه درې فرمانونه لاسليکوي لکه خپل ارې ته ورته لاسليک چې دلته د ځينو په سينو کې ننباسي.
په سياست کې هسې هم له خبرو مستقيمه مانا نه‌شي اخيستل کېدای، ځکه خو د ټرمپ د خبرو په ماناوو پسې چارواکي د لټون په سمندرونو له لاهو کېدو له ډکشنريو او قاموسونو سر نه‌شي پورته کولای.
درېغه د ټرمپ او بل هر پردي پر ځای د خپلو خلکو د ننګې پاس او د خپل ولس د ارادې او رايې درنښت ته پل نيول شوی وای. 
هغو حکومتونو او چارواکيو چې له خپلو خلکو سترګې اړولې، د لوخې په څېر يې که بېخ په اوبو کې هم اوسي، سر يې وچ پاتې وي.
سرخط ورځپاڼه