افغان حکومت او د وروستۍ هر اړخیزې پریکړې وخت


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • طایر ځلاند
  • 935

 د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو لږه موده وروسته پاکستان سره د افغان چارواکو په راشه درشه له حده زیاتې نیوکې پیل شوې، چې په هغې نیوکو کې یو شمېر جدي او دملي منافعو پر اساس را ولاړې شوې اندېښنې وې او ځینې یې د سیاسي رقابتونو له کبله وې بهر حال د ملاحظې وړ وې.

په همدې ورځو کې د ملي امنیت شورا د سلاکار ښاغلي حنیف اتمر سره په یوې ناسته کې په همدې نیوکو او د پاکستان سره پر اړیکو وغږیدم.
ښاغلي اتمر په ډيره مفصله توګه د پاکستان پر وړاندې دخپلې ستراتيژۍ مهمې برخې روښانه کړې، د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د یو شاګرد په توګه د سیمې وروستيو بدلونونو، نړیوالو مسایلو کې نوي اړخونه را برسیره کیدل او د پاکستان او افغانستان داخلي اوضاع ته په کتو د ستراتيژۍ عمق ته کوز شوم او په لومړي ځل مې باور پیدا شو چې افغانستان د یو متخاصم لوري پر وړاندې په لومړی ځل تکتیکي او حساب شوی حرکت کوي.
د ښاغلي اتمر سره د شویو خبرو په ځینو برخو یې پرده اچوم خو په لومړي پړاو کې پاکستان ته د دوستۍ لاس غزولو نیت د افغان لوري له پاره لومړی تکتیک و.
دا ځکه اساسي او دواړو خواو ته د ګټې وړ پیل و چې په حقیقت کې نه افغانستان او نه پاکستان ته جګړه دګټې وړ لوبه وه، جګړه یواځې بربادي راوړلی شي، یواځې مرګونه کولی شي او مطلقه بریا په داسې یو پېر کې چې سیمیز رقابتونه حساس ترینو شیبو کې وي هیڅ د هیلې وړ نه ده.
افغان لوري په سختو شرایطو کې د شدیدو داخلي مخالفتونو باوجود خپل اخلاص وړاندې کړخو له بده مرغه پاکستان له دغه حالته ګټه پورته نه کړه او د باور فضا رامنځ ته کېدلو لومړی چانس ضایع شو.
دا مرحله هغه مهال د ستونزو سره مخ شوه چې په کابل کې د وسله والو طالبانو پیچیده او د آي ایس آي د ځینو ادارو په مرسته بریدونو کې شدت او زیاتوالی راغلی.
په دویمه مرحله کې د څلور اړخیزه او درې اړخیزه ناستو میکانزم ځکه د افغانستان له پاره اهمیت درلود چې د پاکستان له خوا دوه ډوله لوبه مخ ته وړلو په روښانتیا کې یې مرسته کوله.
د ثبتونو د وړاندې کولو همدا ډول ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان حکومت له لورې عملیات ترسره کول او د پاکستاني طالبانو ځپل هغه څه وو چې له خپل اړخه یې د ښه اړیکو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نیت ښکاره کړه.
که څه هم دغه مرحله په ستراتيژيک لحاظ د افغانستان له پاره خورا ستر او خطرناک ګام اخیستل وو خو پاکستان بیا هم د شویو هوکړو باوجود داسې کوم اقدام ونه کړ چې د افغان لوري او د څلور اړخیزه او درې اړخیزه ناستو د نورو میانځګړو قناعت تر لاسه کړي.
د سرتاج عزیز له خوا طالبانو سره د همکاريو او اړیکو په اړه اعتراف یواځې دخپل جرم منل نه بلکې په دې برخه کې د امتیاز تر لاسه کولو یوه ښکاره هڅه وه.
دا هغه مرحله وه چې ځینو طالب مشرانو د پاکستاني استخباراتو د ځینو مهمو ادارو په منځ ګړيتوب د سیمې د نورو هیوادونو سره اړیکې ټېنګې کړې وې او په مهمو هوګړو سره نږدې شوي وو.
خو ددې حقیقت باوجود پاکستان د طالبانو په یوې پراخې ډلې د خپل پراخه نفوذ له کبله په دې ناستو کې چنې وهلې.
کیدی شي دهغې چنو او غوښتنو ځینې مسایل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلی حکمت خلیل کرزی ښه روښانه کړی شي.
خو دا چې هغه غوښتنې تر ډيره بریده منطقي نه وې او ځینې د هوکړې وړ مواردو ته افغانستان غاړه کېښوده خو پاکستان خاوره وویستله ددې سبب شوه چې په درې اړخیزو او څلور اړخیزو ناستو کې د پاکستان قضیه کمزورې شي حتی د چين په څېر د پاکستان یو نږدې دوست هم د پاکستان کړنې نا مناسبې وګڼلې.
دا مرحله هم هرڅو که ناکامه شوه خو تر ډيره بریده راټول کړي شواهد او نورو نړیوالو افغان ملګرو هیوادونو سره یې شریکول ددې سبب شول چې په پاکستان هغه نړیوال باور زیانمن کړي.
د ملي امنیت په لسم ریاست برید د افغان حکومت له پاره د عطف نکته شوه او پاکستان سره اړیکې لا پسې ترینګلې شوې د جدي اسنادو پر وړاندې کولو سره افغان لوری په حقه و چې پاکستان سره خپله د راشه درشه کرښه معلومه کړي.
په تورخم، ګوشته، کونړ، سپین بولدک، پکتیا، خوست، پکتیکا کې نښتې د اړیکو د خرابېدو هغه لومړي څرکونه وو چې د سیاسي تحلیل پر مهال یې په نظر کې نیولی شو.
د کابل د چهارشنبې له پیښې وروسته اوس نو هغه وخت را رسیدلی چې ښاغلي اتمر یې دخپل حکومت د پیل په ورځو کې یادونه کوله.
تر دې مهاله افغان حکومت د خپلې ستراتيژۍ او تکتیک په حساب د پاکستان پر وړاندې مرحله په مرحله مخکې تګ کړی خو اوس په دغه ستراتيژيو او تکتیکونو کې هغه پړاو را رسیدلی چې له مخکې سنجول شوی و.
زه اوس هم په دې ټينګار او باور کوم چې که کوم درېیم هیواد د پاکستان د اصلاح تضمین کوي باالمثل کړنو ته ضرورت نشته او په هیواد او سیمه کې دیوې دوامداره سولې او دشهیدانو او دجنګ د قربانیانو د ارمانونو د تحقق له پاره دا د زهرو غړپ کول پکار دي خو که دا تضمین وجود ونه لري فکر کوم بلکې مناسبه بولم چې ولسمشر او په ټوله کې افغان حکومت خپله هغه اراده او دعوه عملي کړي چې د رجال برجسته پر ریاست د برید څخه وروسته یې کړې وه.
افغان حکومت په بیلا بیلو برخو کې کافي ابزار په لاس کې لري او د اینده روښانه کېدلو له پاره یو قوي تصمیم ته اړتیا ده هرڅو که دغه تصمیم کې د افغان لورې ځینې تاوانونه به هم وي خو په هیواد دننه د یو صف جوړېدو له پاره یوې روښانه او هر اړخیزې پریکړې ته اړتیا ده هغه پریکړه چې پاکستان او بل هره مخالفه ډله او لوری دې ته چمتو کړي چې ومني له ترهګرو ډلو ملاتړ د هیچا په ګټه نه دی.