سپينه پاڼه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالهادي حېران
  • 1413

خبره ما په ښکاره د لافي په توګه خو په حقيقت کښي د ضرورت ترمخه کړي وه. داسي وه چي زما يو د سلام ترحده پېژندګلو سړي خپرندويه ټولنه جوړه کړي وه او زه تري په همدغه ورځ خبر شوى وم. نو د خپل وزګار وخت د تېرولو لپاره ورغلم او د ورتلو سره پوه شوم چي سړى پرېشان دئ. د پوښتني کولو ضرورت نۀ و. هغه په خپله راته لګيا سو.
" ته خو هم ليکوال يي کنه؟"
" و، ولا، کله کله خو يو څه نا څه ليکم نو"
" يره ما خو ويل چي دا ليکوالان او شاعران به سم خلک وي، خو دوکه شوى وم".
ما ورته وخندل. ددي خبري بي له خندا څه ځواب کېداى شو! ځان مي داسي ورته متوجه کړ چي ګويا د هغه د پرېشانۍ د معلومولو سره ډېره علاقه لرم.
" هغه پلانکى صېب دئ... ته خو يي پېژني کنه؟..."
" و، ډېر ښه يي پېژنم"
" هغه ورځ مي د يو کتاب د ليکلو کار وروسپاره. نن يي د راوړلو وعده کړي وه، خو چي اوس مي ورته ټلېفون وکه نو وايي چي لس ورځي به پي نوري لګي. الکه چي لس ورځي پي لګېدي نو مخکي دي ولي نه ويل؟ ښه پوهېږي چي زمونږ کار نوى دئ او کوشش مو دا دئ چي په لږو ورځو کښي ډېر کار وکو. خو بس دوکه شوم نو، بيا به په ليکوال او شاعر سړي باور ونۀ کم."
" کتاب په څۀ موضوع دئ؟" ما هم د هغه په غم کښي د ځان شريکولو لپاره ورو غوندي تري وپوښتل.
" د کتاب نوم ((زمونږ ټولنه: يوه لنډه پېژندګلو)) دئ. هغه راته ويلي وو چي زه يي درته په درېو ورځو کښي ليکم".
زۀ په ټوله کيسه پوه شوم. دي ښاغلي نوي نوي خپرندويه ټولنه جوړه کړي وه او غوښتل يي چي په لږ وخت کښي په بېلابېلو موضوعاتو ډېر واړه واړه کتابونه خپاره کړي چي نوم يي د خلکو په نظر کښي راشي او کار يي ښه روان شي. کوم ليکوال ته چي يي د دي کتاب د ليکلو کار سپارلى و هغه هم ما پېژنده. د هغه دپاره په دي موضوع په درېو ورځو کښي دغسي يو سرسري کتاب ليکل څه ګران کار نۀ و خو هغه يوه او بله بهانه ددي لپاره کوله چي دا يو ګران کار وښيي او بيا د ډېرو پېسو غوښتنه وکړي. داسي هغه ځکه کول چي هغه د کتابونو ليکلو د شوق د مرحلو نه هم راتېر شوى و او پېسو ته يي هم څه اړتيا نه لرله. خو زما حال داسي نه و. ما د کتابونو ليکلو شوق هم لاره او پېسو ته هم محتاج وم. د اخبار په معاش څه کېږي؟ د کور کرايه، د ګاز او برېښنا بِلونه، د خوراک څښاک خرچې، او نوي نوي عجيبه عجيبه مرضونه. والله که د لسو فابريکو ګټه ورته ټينګه سي خو مونږ ګوزاره کوو او په دي مو سترګي پټي کړي دي چي ځه خو قسمت دئ. نو ځکه مي په زړۀ زړۀ کښي ددي کار د رانيولو اراده وکړه او هغه ته مي وويل:
" يره دا خو څه دومره غټ کار نۀ دئ. پکار ده چي په وخت يي کړئ واى. ما خو ددي نه غټ غټ کتابونه په دوو دوو ورځو کښي ليکلي دي".
" ښه، نو ته يي ولي نه ليکې؟"
" وبه يي ليکم... دا خو څه دومره غټه خبره نه ده"
" ښه نو واوره، کتاب بايد د سلو مخونو نه کم نه وي، د موضوع ټول ضروري اړخونه پکي څېړل شوي وي، د يو مخ شل روپۍ او د کتاب له خپرېدو وروسته لس کتابونه به ستا حق الزحمه وي. که پروف دي وکتل نو د هغي به جلا حق الزحمه درکړو. اوس وايه په څو ورځو کښي بى وليکې؟"
ما ددي نه مخکي دوه داسي فرمايشي کتابونه ليکلي وو چي ماته يي دوه سوه روپۍ د يو مخ حق الزحمه راکړاى شوي وه خو هغه د بل چا په نامه خپاره شوي وو، او په شل روپۍ يو مخ په دومره لږ وخت کښي کتاب ليکل داسي کار و چي د شرمه يي چاته يادونه هم نه سوه کېداى خو ضرورتونه انسان په همداسي وخت کښي ارزانه ارزانه خرڅوي! هغه سره مي سبا ماځيګر پوري د ليکلو وعده وکړه او هغه چي څومره حېران سو هماغسي يي باور هم وکړ. زر يي جېب ته لاس کړ او پنځلس سوه روپۍ يي راکړې.
" دا درسره کېده... نور حساب به سبا ماځيګر کوو".
ما پېسي د لږ سَت نه وروسته په جېب کښي کېښودې، هغه ته مي د خپل ګرځنده تليفون لمبر ورکړ او د هغه ځاى نه د راوتلو سره سم مي په ذهن کښي د کتاب خاکه ترتيبول شروع کړه. نيم ساعت وروسته چي زه کور ته ورسېدم نو د کتاب خاکه تياره وه. د کتاب د ليکلو نه وړاندي په اړونده موضوع يو څو کتابونه - چي ما د ځان سره لرل - لوستل ضروري وو نو د هغو په لوستلو مي پېل وکړ. په کور کښي ټول لوى واړه زما په دي عادت پوهېږي چي کله کله زه اته اته نهه نهه ساعته ليکلو لوستلو ته ناست يم او خوراک څښاک هم نه کوم نو هغوى راباندي کار نه لري خو دا مياشت مي يوه بوډۍ او کونډه ترور چي د زړه مريضه ده او کلي نه د علاج لپاره راغلي وه راکره مېلمنه وه، هغه څو ځل راغله چي ډوډۍ ته مي پاڅوي خو ما ورته وويل چي ډېر ضروري کار کوم.
يو څو ساعته د يو څو کتابونو د سرسري او ضروري مطالعي نه وروسته مي د کتاب په ليکلو پېل وکړ او نيمه شپه چي اوده کېدم نو نيم کتاب مي ليکلى و. سهار ورته وختي راپاڅېدم او چي غرمه کېدله نو ما کتاب هم پاى ته رسولى و. د ډوډۍ له خوړلو او لږي دمي وروسته مي يو ځل بيا ټول کتاب له سره ولوست. د ضروري بدلونونو او سموَنو نه وروسته مي د خپرندويي ټولني مشر ته تليفون وکړ او د کتاب ټول سرليکونه او ترتيب مي ورته وښوده. هغه زما د تېزۍ او د کتاب د ترتيب ستاينه وکړه او ورسره يي دا وړانديز هم وکړ چي د خلکو د ژبو، رسم و رواج، تاريخي روايتونو، کړه وړه او د ژوند د وسايلو په هکله د ليکل شويو بابونو ترڅنګ که په اخر کښي د اخلاقي قدرونو په اړه هم يو مختصر باب وليکل سي نو ښه به وي. زما په فکر د کتاب په ټولو بابونو کښي د خلکو د اخلاقي قدرونو ذکر ځاى په ځاى شوى و او دي دپاره پکي ځانله باب ته څه اړتيا نۀ وه خو دا خارښ د هري اداري په مشر کښي وي چي په يو روغ جوړ کار کښي به خامخا نيمګړتيا راوباسي. که داسي ونۀ کړي نو بيا يي مشرۍ ته ډېر سخت زيان رسېږي. بس زړه نا زړه مي يو ځل بيا قلم کاغذ ته لاس کړ، د يو څه سوچ او غور نه وروسته مي په ليکلو شروع وکړه او ايله مي په کاغذ باندي د سرليک ټکي ليکلي وو چي کشرى ورور مي وارخطا کوټي ته راننوت او چيغي يي کړې:
" هله لالا! ترور مړه شوه"
د مرګ غږ په چا بد نه لګي! او په ما خو بېخي د بدو نه بتر ولګېد. هر څه مي په ځاى ګوزار کړل او ورمنډه مي کړه. اول خو مي داسي محسوس کړه چي زه پخپله مړ شوى يم. خو بيا چي مي ترور سترګي وغړولي نو په ما کښي هم ساه وغړېده. سمدستي مي بهر ته منډه کړه او د سړک د غاړي نه مي يو موټر راروان کړ. په څومره تُندۍ کښي چي مي ترور موټر ته وخېژوله، په همدومره تُندۍ کښي ما هم يو سوچ وکړ. په منډه ورغلم، د کتاب ټولي ليکلي پاڼي مي يو ځاى کړې، په يوه پاکټ کښي مي واچولي او د ځان سره مي واخيستلې. ترور ته چي مي دري ورځي مخکي کوم ډاکټر دواياني ليکلي وي هغه ويلي وو چي د يوي اونۍ لپاره له هېواده بهر ځي. په زړه کښي مي وويل لېډي ريډنګ – چي مونږ ورته جرنېلي روغتون وايو - ته به لاړ سو او بيا مي سوچ وکړ چي خداى خبر څو ورځي به په روغتون کښي يو، که موقع په لاس راغله نو دا ليکل شوي پاڼي به وروسپارم او پاتي پاڼي به هماغلته په روغتون کښي وليکم. اوس که يي نه ليکم هم ليکم به يې، روغتونونه خو د سړي نه پېسي داسي وباسي لکه ګاڼۍ د ګني نه اوبۀ. ښه سوه چي تنخوا مي هم اخستي او د کتاب پېسي هم لاس ته راغلي دي. پته نشته خداى پاک همېشه پېسو له مريضتيا پېدا کوي که مريضتيا له پېسې!
د جرنېلي روغتون په کارډيالوجي وارډ کښي شور، بوي او مردارى ښه ډېر و خو ډاکټر نۀ و. هلته ناست نور مريضان يي هم په لټون وو خو ما يي زيات لټون ځکه کاوه چي ترور مي ډېره زياته په تکليف وه او ما هغه په تکليف کښي نه سوه ليدلى. که ډاکټر پېدا سو خو ښه که نه نو د ترور نه خو به مي سترګي پناه وي. کله يو وارډ او کله بل وارډ، ډاکټر نۀ و نو څه به مي پېدا کړئ واى. بېرته د ترور خوا ته ورغلم. هماغسي تکليف! بېرته راووتم او بيا مي د ډاکټر لټون پېل کړ. خداى خبر ډاکټر مي لټوو که هسي د ډاکټر د لټولو په بهانه مي سترګي راپناه کولې. خو دا ځل مي ډاکټر بياموند. لابراتوار کښي په خبرو بوخت و. خبري يي په سپين کوټ کښي نغښتي يوي ښځي سره کولي چي د روغتون کارکوونکي معلومېده. ما د هغوى په خبرو کښي مداخلت وکړ او د خپلي ترور د تکليف مي ورته وويل هغه ځواب راکړ:
" وروره تکليف کوم مريض ته نۀ وي، لږ صبر وکه درځم" بېچاره لکه چي په خپله هم مريض و او ډېر په تکليف کښي و. زه بهر راووتم او هلته ورته ودرېدم، تر څو چي هغه فارغ سو او راووت. په لاره لاره مي ورته د خپلي ترور حال بيان کړ چي د زړه مريضه ده او دوره پري راغلي ده. هغه د اي سي جي پوښتنه وکړه، ما ورته وويل چي دري ورځي وړاندي يي اي سي جي کړي ده.
"دري ورځي وړاندي پرېده، ورشه اي سي جي اوکه"
زه سمدستي په پوښتنه پوښتنه د اي سي جي ځاى ته ورغلم. هلته ولاړ هلک ته چي مي د اي سي جي وويل، نو ځواب يي راکړ:
" صبر اوکه، مشين مي ګرمولو ته ايښى دئ، چي ګرم سي درځم"
ما ورته د مريض د تکليف خبره وکړه. هغه په اول ځل خو بېخي وانۀ ورېدله، په دوهم ځل يي په هماغه "د مړي ګېډي فارسي" والا انداز کښي ځواب راکړ:
" ياره درته ومي ويل چي مشين کار نۀ کئي، په خپله يي ويني چي ګرمولو ته مي ايښى دئ... ښۀ تعليم يافته سړى ښکاري خو په خبره ځان نۀ پويى" نور نو ما سره څه دليل نۀ و. مشين خو ما پېژنده هم نۀ چي کوم يو دئ، خو هغه ته بيا هم "تعليم يافته" ښکارېدم. چاروناچار بېرته د ترور خوا ته ورغلم. هغه اوس د هغه ډېر تکليف نه لږه ښه ښکارېده ځکه چي مور سره مي لګيا وه څه يي ورته ويل. زه چي يي وليدم، مور مي زر راپاڅېده او پوښتنه يي رانه وکړه چي څه وسو. ما ورته وويل چي د اي سي جي مشين کار نه کوي، او ډاکټر اي سي جي غواړي. ترور مي په ښکنځلو شروع وکړه.
" هئ بي غېرته، هئ بي پدره، تا زه اسپتال ته راوړي يم، دلته خو ټول قصابان دي، کوم شخصي ډاکټر نشته..."
نور مي وانۀ ورېده چي څه به يي ويلي وي ځکه چي زه د وارډ نه وتلى وم. د کتاب کاغذونه مي تيار په لاس کښي نيولي وو او د روغتون نه بهر مي منډه کړه. يو ټيکسي سره مي خبره وکړه چي رحيم ميډيکل سنټر ته به ځو. نژدي د خپرندويي ټولني دوکان هم و. ټيکسي والا مي په هماغه لاره وروست، هلته مي کاغذونه ورکړل او ورته مي وويل چي زه روغتون ته ځم ترور مي مريضه ده، تاسو دغه شوى کار وکړئ نور به وروسته ګورو.
رحيم ميډيکل سنټر کښي د زړونو ډاکټر په درېيم پوړ و، په لِفټ باندي يي ليکلي وو "خراب هى" نو مجبوراً په پښو وختلو. ترور کښي چي مي څه ساه راپېدا شوي وه هغه تري بېرته لاړه. د ډاکټر کلينک ته چي ورسېدو نو هلته لا بد حال و. ما ويل اصلي روغتون خو دا دئ. ترور او مور مي د ښځو کوټي ته وروستلي او زه په لمبر پسي ورغلم خو د لمبر ورکولو والا موجود نۀ و. په پوښتنه معلومه سوه چي د ماځيګر لمانځه ته تلى دئ. د هغه د خالي مېز نه ډېر خلک راتاو وو او د هر چا مريض ته د بل نه زيات تکليف و. هلته راته معلومه سوه چي دي خلکو لا يوه او دوه ورځي مخکي لمبرونه اخيستي دي. د لمبر ورکوونکي په مېز "موت کا منظر" او ځيني نور ډاروونکي کتابونه پراته وو. په زړه کښي مي وويل: سړى د خداى نه وېرېدونکى ښکاري، انشاء الله چي لمبر به راکړي. لږ ساعت وروسته هغه راغى، ښه په ناز و ادا کېناست او چي ما ورته د لمبر خبره وکړه نو هغه رانه پوښتنه وکړه چي د کومي نېټي لمبر غواړم. ورته ومي ويل "ما مريض د ليډي ريډنګ هسپتال نه راوستى دئ او ډېر تکليف دئ ورته، که مهرباني وکړئ د اوس لپاره لمبر راکړئ". په هغه لکه چي دا خبره بده ولګېده. ماته د څه ځواب راکولو نه بغېر يي خواته ولاړ سړي ته مخ ورواړوو او د دوو ورځو وروسته لمبرونو په ورکولو يي پېل وکړ.
ما هم بل کوښښ ونکړ او بهر راووتم. ما سره سم يو هلک هم راووت چي د چايو لوښي ورسره په لاس کښي وو. بهر ته د راوتو سره يي ماته په ځير ځير وکتل نو زه هم ورته ودرېدم. هغه رانژدي سو او وي ويل:
" داسي نمبر هيچا ته نۀ ورکيي، چي مريض دي مړ کېږي هم ني ګوري"
ما په ځواب کښي ورته هيڅ ونۀ ويل. هغه خبره په خپله سپينه کړه:
" که خامخا نننى نمبر غواړي نو پينځه سوه روپۍ ورکه".
" پينځۀ سوه؟ بيا به مېلاؤ شي؟"
" راکه چي زي درله تي اوس راوړم"
سمدستي مي د پينځو سوو لوټ ورکړ. هغه د چايو لوښي هماغلته کېښودل، دننه لاړ ، د هماغه لمبر ورکوونکي نه يي لمبر واخيست او ماله يي راوړ. بس زړه مي ارام سو او په منډه ورغلم مور ته مي وويل چي لمبر مي ترلاسه کړ.
تر يو څه انتظار وروسته چي ډاکټر ته ورغلو هغه ته مو د مريضتيا ټوله کيسه تېره کړه او هغه دواياني مو وروښودلي چي دري ورځي وړاندي يو بل ډاکټر ليکلي وې. هغه دواياني خو يي پري سمدستي بندي کړې، او د اي سي جي او نويو ټسټونو نه وروسته يي ورته نوري دواياني وليکلې.
دواياني چي مو راواخيستلي او کور ته راغلو نو ماسختن و. ستړى داسي وم چي ويل مي مړ دي وى خو چي اوده وى. او تر سهاره داسي اوده شوم چي هيڅ په ځان نه يم خبر شوى. خو سهار چي پاڅولى شوم نو معلومه سوه چي مريضتيا او تکليف هماغسي دي. نور نۀ پوهېدم چي څه وکړم. يو ګاونډي مي پخوا په کوم روغتون کښي کار کړئ دئ، هغه ته په دي نيت ورغلم چي که د کوم ښه ډاکټر يا کومي ښي لاري د راښودلو مرسته راسره وکړي. هغه ته چي مي ټوله کيسه تېره کړه نو بېګانۍ دواياني يي وکتلي او بيا يي وويل "دا دواياني جعلي دي".
"جعلي دي؟" زما يقين نۀ راتۀ. دا لمبر ترلاسه کول، معايني کول، منتونه کول، منډي وهل، او نتيجه يي جعلي دوايانې! ددي مطلب دا دئ چي ترور مي غلطه ده، يواځي په روغتون کښي قصابان نۀ دي ناست، بلکي کوڅه په کوڅه چړي په لاس ولاړ دي.
"ښه نو اصلي دواياني د کوم ځاى نه راوړو؟"
"داسي وکه د کوم ډاکټر نه چي يي اول معاينه کړي ده د هغه فون نمبر پېدا که او مشوره تري واخله او دا بېګانۍ دواياني فوراً واپس که".
" چي جعلي دواياني خرڅوي نو واپس کوي به يي چېرته؟" هسي هم دا اخيستل شوى څيز بېرته ستنول زما لپاره لا ځانله يو ډېر ستر سردرد دئ.
" ته خو اخبار کښي کار کى کنه؟"
" و، اخبار کښي يم"
" نو د اخبار کارډ ورته وښايه، په منډه به يي درنه واخلي"
په يو "ښه" ويلو سره د هغه نه راروان شوم. په زړه زړه کښي مي اخبار ته ښي ښکنځلي وکړې. بېچاره ته د پېښور د اخبارونو حال څه معلوم دئ. که معلوم سو د جعلي دوايانو خرڅوونکو ته به سلام وکړي. يو جېب وهونکي، غل او جعلي کاروبار لرونکي لپاره د اخبار کارت ترلاسه کول ډېر اسان خو د اخبار د کار کوونکي لپاره دغه کارت ترلاسه کول داسي دي لکه د يو سم سړي لپاره غلا کول. د خپل کور په دروازه چي ننوتم نو په موبايل مي زنګ راغى. لمبر د خپرندويي ټولني د مشر و.
" هلو! څنګه يې، خبر شوم چي څه مريضتيا درپېښه وه"
" و، ولا، ترور مي مريضه ده، همدا اوس هم ډاکټر ته روان يو"
" خداى دي خېر کړي. که ماته څه خدمت وي نو وايه"
"نه، مننه"
"ښه، نو آ کتاب خو دي ما وکوت، ما درته ويلي وو چي د اخلاقي قدرونو په اړه پکي هم يو باب وليکه خو تا يي يواځي سرليک ليکلى او نوره پاڼه دي سپينه پريښي ده..."
" بس دغه پاڼه پکي سپينه چاپ کړئ"
"سپينه يي چاپ کړو؟ څه مطلب؟"
"مطلب دا چي اخلاقي قدرونه که واى نو ما به پري خامخا څۀ ليکلي واى".