بوټى که ډڼډر


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محبوب شاه محبوب
  • 1174

 نن شپه بيا په دفتر کې نوکريوال وو،غوښتل يې چې نن کور ته ولاړ شي خو مګر بل يې داسې څوک ونه مونده چې د ده په ځاى په دفتر کې نوکريوالي وکړي ،مخکې به کله کله ايمل د ده په ځاى پاتې کيده خو نن ايمل هم کوم ضروري کار درلود، هغه هم له دې څخه د مخه کور ته تللې وو ،د مجبورې ورځې نه په دفتر کې پاتې شو ډير زيات خفه وو په سوچونو کې ډوب وو چې څه وکړي.

خپل دفتر ته ننوت،د ټلفون غوږۍ يې راواخيسته د يو څو خبرو وروسته يې د ټلفون غوږۍ بيرته کېښوده،په فکرونو کې له دفتر نه په تيزو قدمونو ووت،ښه ساعت به نه وو تېر چې بيا لکه د ليوني په څير راننوت،ژر يې بيا د ټلفون غوږۍ  راواخيسته، زنګ وواهه له يو څه خبرو نه يې وروسته بيا غوږۍ کيښوه روان شو .
بصير نن د نورو ورځو په څېر نه وو هم يې په څيره کې خوښي په څپو وه او هم يې له سترگو خفگان وريده، په کوچ کې اوږد اوږد وغځيده،د تلويزون ريموټ يې راوخيست،تڼۍ يې کيکاږله تلويزون روښانه شو په تلويزون کې يوه ښکلې او زړه راښکونکې منظره وه چې ورسره د يوه هنرمندې جذابه څيره هم راښکاره شوه ډيره په زړه پورې سندره شروع وه سندره به لا نه وه خلاصه چې بصير بيا تڼۍ کيکاږله چينل يې بدل کړ،په يوبل چينل کې  د يوه روغتون  واټونه راښکاره شوه ، دا يوه صيحي ليدنه وه د يو روغتون څخه چې ډيرى چارواکي ورته راغلي وو ...
بصير دا ځل دې ته ځير شو له لږ وخت وروسته وپوهيده چې دا د ننگرهار صحت عامه ده لکه بصير ته چې دې خپرونې ډير خوند ورکړى وي،د تلويزون لور ته يې په ځير ځير کتل.
په تلويزون کې د ننګرهار د صحت عامې اړوند معلومات ورکول کيدل چې څومره بخشونه لري او نور...
بصير په همدې ننداره وو چې يو دم يې په څيره کې بدلون راغى يوځل بيا يې د تېر په څېر په سترگوکې د خفگان نښې نيښانې راڅرگندې شوې په ډيرې خواشينۍ سره تلويزون ته ناست وو او خپرونه يې ننداره کوله،په تلويزون کې بصير د زيږنتون څانگه وليده چې ډيرې ښځې او ماشومان پکې پراته وو ځينو ښځو خو به خپل مخونه پټ کړي وو خو مګر بعضو يې ژيړ ژيړ مخونه چې د مريضۍ نښې په کې د ورايه څرگندې وې ښکاره وو کيداى شي چې په دوي کې د مريضۍ د وجې دا توان نه وو چې خپل مخونه پټ کړي او يا هم کومه بله وجه به ...
د بصير د واده ديارلس کاله کېده چې بچي يې نه وو ښځه يې هم په خپله خوښه کړې وه ښځه يې ناديه نوميده چې له د سره د پوهنتون په يوه ټولگي کې وه،  د پوهنتون په دوران کې يې سره واده کړې وو ،خو د بدمرغه چې د دوى کوم ماشوم نه وو،د خوشحالۍ خبره خو دا وه چې ډاکټر پس له ديارلسو کالو د دې زيرى ورکړى وو چې ډير ژر به د يو ځوى يا لور خاوند شي خو په دې يې هم پوهولى وو چې کيداى شي ستا ښځه پکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.
بصير به چې کله د خپل ماشوم پېدا کېدنه راياد کړل نو په څير کې به يې يو ډول خوښي راپېدا شوه خو بيا به چې د ډاکټر خبرې ورپه ياد شوې چې ورته يې ويلې وو کيداى شي چې په دې کې ستا ښځه خپل ژوند هم له لاسه ورکړي،نو زړه به يې په سينه کې بې واره په درزا شو،له ځانه سره به يې دا ويره لرله چې هسې نه د گل سره ډنډر هم مات شي، ځکه د بصير ناديه بې حده خوښه وه،ډير په مينه يې ورسره واده کړې وو .
څو ځله د کورنۍ له خوا ورته ويل شوي وو چې بله ښځه به درته وکړو خو د نه منله.
په دې شپو کې به بصير ډير په دفتر کې هم نه پاتې کېده ځکه پوهېده چې په کور کې بغير له ده څخه څوک نه شته يوه مور يې ده، هسې نه چې په ميرمن يې څه ونه شي .
د شپې لس بجې به وې چې د کټ خوا کې ټلفون په شرنگا شو بصير ډير په بيړه راپاڅېده ،د ټلفون غوږۍ يې پورته کړه په ټلفون کې يې يو نااشنا غږ واوريده د يو څو خبرو نه وروسته يې په ځواب ورکړ سمه ده درغلم.
په کاواکو گامونو له کوټې ووت د ډيرې ورخطايي نه يې چوکيدار ته هم څه ونه ويل،په موټر سايکل سپورشو،تپه تياره وه سترګه په سترګه سره څوک نه ښکاريدل،له لږ مزل څخه وروسته له يوکوڅې ورپسې يو تور موټر راووت، په ډير تېزۍ سره د ده پسې راروان وو بصير لږ څه تېزشو موټرهم ورپسې گړندې شو،بلاخيره موټر د بصير مخته ودريده.
دوه کسان چې مخونه يې پټ وو راښکته شول په لاسو کې يې ټوپکونه وو،بصير ته يې ونيول دا يې نور خبرو ته پرې نه ښود،له ځانه سره يې په يوه نامعلومه خوا يوړو،له هغې څخه دا دې شل کاله نور هم تېر شوه د بصير ځوى زلمى دى،خو بصير بيا رانغى کوم فکر چې هغه له ځانه سره لاره چې د گل سره ډنډر مات نه شي له هغه نه ډير سخت کار وشو هغه دا چې د گل ټول بوټى له مينځه ولاړ .

١٣٨٩_١_٢
کابل