زموږ پوليس زموږ خدمتګار


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 1242

 خپره شوې: ګرداب ورځپاڼه/ ۱۳۹۳لمريز


روژه نيول، چې څومره ستونزمن کار دی، موږ ته هر کال د دېرشو فرضي روژو د نيولو پر مهال ښه څرګندېږي؛ خو دا چې يو څوک پرته له شخصي اړتيا له وطن سره د مينې د اثبات او په خپل هېواد کې د مثبت بدلون په موخه لس مياشتې په پرله پسې توګه روژه نيسي، داسې مثال به د اسلام په تاريخ کې هم ډېر کم وړاندې شوی وي. 
مېږي به د خپل برياليتوب خوب ليدلی و، چې بار بار يې د پورته تلو هڅه کوله. نه يې خپلې نرۍ ملا ته پام و، نه يې خپل وس ته کتل او نه ورسره دا وېره پيدا کېده، چې که ناکام شي، نو څه به کوي. د خپل برياليتوپ راز به يې په همدې کې ليدلی و، چې بايد مبارزه روانه وساتي. زموږ په ټولنه کې داسې خلک ډېر کم وي، چې د يو کار د تر سره کېدو لپاره د شله توب تر حده مبارزه کوي، خو د ځينو خلکو د مبارزې شکل بېل ډول لري.
پژواک خبري اژانس ته مې د همداسې يوې سپېڅلې مبارزې په اړه راپور باندې کار وکړ. موضوع راته ځکه په زړه پورې وه، چې له و‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌طن سره زموږ د ټولنې د هغه کس د لېونۍ مينې ستره بېلګه پکې وړاندې شوې وه، چې ډېر يې پر چارو بدګومانه دي. زه هم د خپلې ټولنې له هماغو کسانو څخه يو يم، چې پر خپل پوليس مې کله هم له زړه باور نه و کړی؛ خو د دغه راپور پر جوړولو مې که له يوې خوا پر خپل پوليس باور ډېر شو؛ نو له بلې خوا هدف ته د رسېدو لپاره د مبارزې له نوې لارې سره هم بلد شوم.
د ۱۳۹۱لمريز د ليندۍ په ۲۷مه، د پژواک خپور شوی راپور زموږ د يو پوليس کيسه کوي، چې له تېرو لسو مياشتو په هېواد کې د اداري فساد د ورکېدو او د سولې راتلو په موخه يې خپل پروردګار ته پر روژه نيولو لاسونه اسمان ته لپه کړي، که ګوندې پرښتې پرې امين ووايي او پر وطن يې د سولې وريځې راشي، چې له امله يې د پرمختګ باران د هر افغان کلی اباد کړي. 
دغه پوليس نظام الدين فروتن نومېږي، ۳۲ کاله عمر لري او د بغلان ولايت اوسېدونکى دى. نوموړى اوس په مزارشريف كې د شمال زون د عامه نظم د شپږم نمبر لوا په تخنيكي امريت کې دنده لري.
نظام الدين فروتن له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي: ((د دې په خاطر روژه نيسم، چې زموږ مشران ما وګوري او وشرمېږي، سوله راولي او له اداري فساد څخه لاس واخلي.))
د هغه په وينا، هېواد يې له يوې خوا د جنګ او له بلې خوا د اداري فساد له امله هره ورځ د تباهۍ كندې ته په غورځېدو دى؛ نو ده تر خپلې وسې خداى ته مخ ور ګرځولى، چې له هېواد سره يې مرسته وكړي.
فروتن به په خبرو خبرو كې پر خپل ښي مټ لګېدلي د هېواد پر بيرغ لاس كېښود، له قسم خوړولو وروسته به يې وويل، چې كه چېرې يې مشران لكه څنګه چې خبرې كوي، همداسې عمل هم وكړي؛ نو ټولې ستونزې به هوارې شي.
ځينې کارونه داسې وي، چې تر سره کول يې زموږ شخصي کړنو پورې اړه لري. موږ، چې څومره ډېر زيار وباسو هومره خپل منزل ته نږدې کېږو، خو زموږ ځينې شخصي  او ټولنيزې هيلې داسې دي، چې پوره کېدل يې يوازې زموږ تر هڅو رالنډ نه وي. بلکې په ټوليزه توګه کتلوي خوځښت ته اړتيا لري. زموږ پوليس چې د هېواد د کومو بنسټيزو ستونزو د حل په موخه د مبارزې له عقيدوي شکل څخه کار اخيستی، زموږ په ټولنه کې د همدې ستونزو د حل لپاره د کتلوي خوځښت د نشتوالي له ټولو ښه بېلګه ده؛ خو تر څنګ يې په هر حالت کې د وطن لپاره تر اخري سلګۍ د کار کولو ستر پيغام هم وړاندې کوي.
زموږ پوليس لا بس نه دي ويلي، دی وايي، چې تر هغې به په پرله پسې توګه د روژې نيولو روانه لړۍ لا پسې اوږدوي، چې په هېواد کې مو په حقيقي توګه سوله نه وي راغلې. (د دغه کتاب د چاپ تر مهاله يې د روژې د نيولو درې کاله پوره کېږي.) 
دی د سولې له روان بهير څخه راضي نه دی. نوموړی وايي، چې که سولې ته رښتيا هم کار روان وي؛ نو ولې د افغان د وينې توېدنې روانه لړۍ نه بندېږی. 
زموږ مبارز پوليس هوډ کړی، چې تر هغې به په پرله پسې توګه د روژې نيولو لړۍ اوږدوي، تر کومې چې يې مشران له ده شرمېدلي نه وي او له اداري فساد څخه يې لاس نه وي اخيستی.
د دغه پوليس د هيلو پوره کېدل او نه پوره کېدل بېل بحث دی، خو مهمه دا ده، چې له څو لسيزو بدمرغيو وروسته افغانستان د داسې پوليس لرونکی هېواد دی، چې د خورا نيمګړتياوو تر څنګ ښې خواوې هم لري؛ خو سپړل غواړی او ټولنې ته ښودل يې پکار دي. که چېرې موږ د خپلو پوليسو د بدو خواوو د راسپړلو تر څنګ د هغوی مثبت لوري هم راڅرګند کړو؛ نو د ولس ملاتړ به تر لاسه کړای شي او له دې سره به د دوی په کار کې هم مثبت بدلون راشي، چې په ټوله کې به افغانستان ګټه وکړي. موږ به ګټه وکړو. بيا به نو دې ته اړتيا نه وي، چې يو افغان د خپل وطن د سوکالۍ په موخه د تل لپاره په پرله پسې توګه د روژې نيولو تابيا وکړي.