- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- نجيب الله ذاکر
- 1153
لمونځ داسلام له پنځوبناووڅخه يوه بناده چې الله (ج) پرمسلمانانوفرض کړى دى. کله چې الله (ج) اسلام دامانت په ډول آسمان ته وړاندې کړ،نوآسمان ترينه عاجزشو. بيايې په دوهم ځل ځمکې ته وړاندې کړنوځمکه ترېنه عاجزه شوه، نوالله (ج) اسلام دامانت په ډول انسان ته وړاندې کړچې انسان داامانت ومانه اولمونځ چې داسلام له پنځوبناووڅخه يوه بناده پرمسلمانانوباندې هغه وخت فرض شو، کله چې حضرت محمد(ص) دمعراج په مبارکه شپه الله (ج( خپل حضورته وروغوښت نودلومړي ځل لپاره يې په يوه شپه اوورځ کې پنځوس وخته لمونځ فرض وګرځاوه چې په دې ترتيب لمونځ په ښه طريقه اوخپل وخت سره اداکول انسان له ګناه څخه ژغوري، نوموړي تاسولمونځ بايدپه ښه طريقه سره اداکړو.په دې حديث شريف کې داسې راغلي دي:
يوه ورځ حضرت عايشه(رض) دحضرت محمد(ص) حضورته راغله اوورته يې وويل: يارسول الله تافرمايلي وه چې لمونځ انسان له ګناه څخه ژغوري، نوزه چې کوم خلک وينم لمنځونه نه کوي خوبياهم ګناوې کوي. حضرت محمد(ص) ورته وويل: کوم خلک چې ګناه کوي خپل لمونځ په ښه طريقه سره نه اداکوي اوله قيام،رکوع،سجدې اونورپه ښه طريقه سره نه اداکوي نوددغه کس لمونځ په يوه شکل د الله (ج) حضورته حاضرشي اوالله (ج) ترېنه پوښتنه کوي چې ته څوک يې لمونځ ورته وايي چې زه ستادپالوونکي بنده لمونځ يم نوالله (ج) هغه بنده ته داسې ورته وايي چې خداى دې داسې خوارکړه چې څه ډول دې زماعبادت خراب کړي دى.
که جېرې څوک لمونځ په ښه طريقه سره اداکړي نوپه يوه بڼه دالله (ج) حضورته ورشي نوالله (ج) ترينه پوښتنه کوي چې ته څوک يې لمونځ ورته وايي چې زه ستادپالوونکي بنده لمونځ يم نوالله (ج) دغه بنده ته داسې دعاکوي(خداى (ج) دې داسې ښکلى صورت درکړي چې څرنګه دې زماعبادت ښکلى اداکړى دى.
په يوه بل حديث شريف کې راغلي دي چې کله به حضرت على (کرم الله وجهه) دلمانځه داداکولولپاره مسجدته راتللو نورنګ به يې ژېراوټول بدن به يې لړځېده اوکله به چې صحابه کراموترينه ټپوس کاوه چې ياعلي (رض) ته چې کله لمونځ کوې نوټول بدن دې په لړزه راځي اوپه رنګ کې دې هم بدلون راځى داڅه وجه ده،حضرت علي (کرم الله وجهه) ورته ويل چې زه کله په لمانځه ودرېږم نوداسې وايم چې داوماآخېينى لمونځ ده. آيادابه دالله (ج) په دربارکې قبول شوي وي اوکه نه اوپه يوه بل روايت کې راغلې چې کله به حضرت علي (کرم الله وجهه) مسجدشريف ته ننوتلودمسجدپه دروازه کې به درېده اودادعابه يې ويله(خداى(ج) ستابنده راغلى ستادکوردروازې ته اوپه خپله ګناهونوڅخه تانه دعاغواړى).
يوه ورځ زاهدبلخى خپل استادڅخه پوښتنه وکړه چې ته په کوم ډول سره لمونځ اداکوې؟ استاديې ورته وويل: چې زه لومړى په ښه ډول سره اودس کوم چې ترهغه وروسته دلمانځه پرځاى درېږم اوداسې وايم: چې دازماآخرينى لمونځ ده اوپه پولې صراط ولاړيم ښي خواته مې جنت اوکينې خواته مې دوزخ دى اودامې آخرينى لمونځ دى اوټول بدن مې رپېږي. شاګرديې ترېنه وپوښتل چې څومره وخت کېږي چې په دې ډول لمونځ اداکوې: استادورته وويل چې پنځه دېرش کاله کېږي چې زه په دې ډول لمونځ اداکوم نوشاګرديې وويل چې کاشکې الله (ج) داسې لمونځ زماپه ټول عمرکې يوازې نصيب شوى وى، اوډېرافسوس يې په خپل لمونځ وکاوه.نوګرانو مسلمانانوورونو! خپله قضاوت وکړي چې زمونږ اوستاسولمونځونوبه الله (ج) په دربارکې دقبول وړوى اوکه نه؟ په تېره بيازمونږ دځوانانولمونځ اداکول چې په هغه کې نه قيام ،نه رکوع اونه هم سجده په سم ډول سره اداکوي نوآياپه داسې ډول دلمانځه اداکول به انسان له ګناه څخه و ژغورلى شى.
نوکه غواړي چې خپل ځان له ګناه نه وساتي پنځه وخته لمونځ په ښه طريقه اوپه خپل وخت سره اداکړي ترڅودالله (ج) رضالاس ته راوړي. اوله ګناه څخه ځان وژغوري.