صابر زما په زړه کې ناست شاعر


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1189

 دصاحب شاه صابر شعر هم چې کله د اسحق ننګيال په څېر ژبني او ذهني پوخوالي ته ورسېد نو مرګي پر موږ ونه لوراوه او له موږ نه يې واخيست، زه دلته د برخليک په اړه هېڅ هم نه وايم چې ولې له موږ سره داسې کوي خو د صاحب شاه صابر په اړه به يو څه ووايم چې بې وخته تګ یې موږ ته څومره لویه ضایعه وه.

صاحب شاه صابر اساساً د غزل شاعر و، که اسحاق ننګيال پښتو ازاد شعر ته نوى رنګ ورکړ نو تر حمزه بابا وروسته صابر يو له هغو کسانو و چې د پښتو غزل ځولۍ ته يې نوې نوې ګلونه وغورځول. ده لکه دکوزې پښتونخوا دګوتو په شمېر شاعرانو په څېر دخپل شاعرانه ذهن په زور نوې نوې ترکيبونه جوړ کړل او نوې خبرې يې پيدا کړې، له تکراري مضامينو، تصويرونو او تعبيرونو يې ډډه وکړه هغه څه يې شعر کړل چې دنن ورځې ضرورت دی او نننۍ ټولنه يې غواړي. زما په نظر که شاعر ټولنه درک نه کړي، احساسات او ضرورتونه يې ونه پېژني نو بيا چا ته شعر ليکي، خو که چېرې يې ټولنه وپېژنده نو د ټولنې د خلکو په زړه کې ځانته ځاى پيدا کوي او هغوى د خپلو پيغامونو په وسيله يوې روښانې راتلونکې ته سموی.
صابر ديوه ډاکټراو پروفيسور په توګه له ټولنې سره پاتې شوى، نو ځکه خو ورته د خپل شعر په الفاظو کې هغه پيغامونه نغاړي چې شعور يې بيداره کړي.
دښايستونو څه معلومه ده چې څه به کوي
دتندرونو څه معلومه ده چې څه به کوي
ځئ چې دخپلو ارمانونو ستوري ولټوو
د اسمانونو څه معلومه ده چې څه به کوي
ځئ چې د زړونو ځمکې واړوو سپرلي راولو
دبارانونو څه معلومه ده چې څه به کوي
دلته صابر ديوه شعوري شاعر په توګه ټولنې ته وايي چې اسمانونه په خپله خوښه کار کوي که انتظار ورته وکړو نو ښايي د خپل بخت ستوري په ځنډ پيدا کړو نو راځئ چې په خپله ورپسې وزرونه ووهو او دې خورو تيارو پسې دخپلو مټو په زور رڼا راولو.
وايي بارانونو ته هم ګوته په غاښ کېناستل ښه نه دي، بارانونه کله کله وشي خو سپرلي نه راولي که موږ د خپلو زړونو په ځمکو کې سپرلي ولټوو هرو مرو يې پيدا کولى شو. 
د صابر دشعرونو له رواني قوت او چستې نه ښکاري چې ذهن کې يې د الفاظو يوه ذخيره درلوده چې کومه خبره يا کومه موضوع يې شعر کړې نو په ډېره روانه او خوږه ژبه يې وړاندې کړې ده، له کومې ستونزې سره نه دى مخامخ شوى او د ځينو شاعرانو په څېر يې دتصويرونو، ترکيبونو او قافيو نشتوالى نه دى احساس کړى همدا يې لامل دى چې زياتره غزلونه يې دولس او يا هم څوارلس بيتونه لري او د غزلونو هر بیت یې له بل نه لوستونکي ته زيات خوند ورکوي چې زما په نظر دغه کار ديوه پاخه شاعر د فکر او ژبې د پوخوالي نښه ده.
زه خو وايم صابرکه دغې مرحلې ته رسيدلى نو اسانه به نه وي رسېدلى ارو مرو به يې لوړې ژورې شاته پرېښې وي، په شپو شپو به يې د سوات په شاعرانه سيمه کې رياضت کړی وي، تر هغې چې ځلانده لمر ته ځان ورسوي او رڼا ترې راوړي لکه دى په خپله وايي:
ذرې ذرې شي چې رڼا ته رسي لمر ته رسي
ستوري له سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي
شوګيره هغه وي چې شپه ترې سترګه پټه نه کړي
اسويلي هغه وي چې تاو يې ستمګر ته رسي
دصابر د شاعرۍ يوه بله ښه ځانګړنه داده چې خپل ولس نه بې لارې کوي څنګه چې دي هغسې تصويرونه يې ورته وړاندې کوي، دى شعاري نه کوي، وچې وياړنې يې په شعر کې نه شته دا نه وايي چې زما د مټ او د توري زور هند و سند لړزولى، د باباګانو په زړه توره خلک نه ويروي او نه هم ورته د امير کروړ د وخت سندره وايي چې :
زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نه شته
په هند و سند او په کابل نه شته، بل په زابل نه شته
دى ورته ددوى دبېوسۍ او بۍ کسۍ سندره وايي، دنن ورځې مجبوريتونه او محدوديتونه يې ورته په ګوته کوی او په خپلو رنګينو، خوږو او مترنمو خبرو کې ورته دا پيغام وړاندې کوي چې په نړۍ کې دغه ستا د جغرافيوي موقعيت او موجوديت رښتينى تصوير دى او خلک چې تا سره کومه همدردي هم لري نو دغسې يې لري:
څوک يې اشرو له بلي څوک ترې لښکر جوړوي
هر زورور د پښتنو لپاره شر جوړوي
دپښتنو ځمکه به څه فصلونه وټوکوي
څوک په کې جنګ جوړوي څوک په کې سنګر جوړوي
وخت چې په ما د څه احسان کوي نو داسې کوي
ما نه څرمن وباسي ماله ترې څادر جوړوي
په پښتنو کې دا له ډېره وخته رواج دى چې چا ته دې وويل ورځه پرې ته خو پښتون يې، غيرتي يې، پلار او نيکه دې ملکونه فتح کړل، د سر او مال پروا مه ساته. نور نو پښتون غريب د سوال ژرندې ته کښيني خو د بل د ګټې له جنګه نه په شا کېږي صابر دغه حالت ليدلى او ښه يې انځور کړى:
څه د غيرت، څه دجلوس څه د غزا شهيدان
موږ بې هنرو پښتنو سره بلا شهيدان
او يا هم: 
زموږ سرونه يې په کار دي په موږ کار نه لري
زموږ په دور کې چې موږ ته پښتانه وايي څوک
د ارواښاد صاحب شاه صابر دوه شعري ټولګې ( خوبونه او قامتونه قيامتونه) زما لاسته راغلي، د دواړو مجموعو شعرونه د لېونو سيندونو په شان مستي لري او هر څوک په کې دخپل ذوق سندره موندلى شي. په دواړو مجموعو کې د صاحب شاه صابر ژبه او لاره خپله ده، نه يې سپرلى دنورو شاعرانو په شان ياد کړى او نه هم جانان. 
سپرلي ته يې هم په خپل نظر کتلي او جانان ته هم، ځينو ځايونو کې خو يې سپرلى او جانان دومره ښکلي انځور کړي چې انسان ورته ګوته په غاښ پاتې شي لکه په لاندې بيت کې يې څومره ښکلى شاعرانه نزاکت او لطافت دى:
ما وژلو ته سپرلى له ځان سره کړي
ما چې ويني له ګلونو پناه کېږي
صابر داسې احساس کړې ده چې جانان دده په قتل کې له پسرلي نه هم مرسته غواړي او سپرلى هم ورسره په دغه قتل کې شريک دى، جانان په يوازې ځان دده د قتل توان په ځان کې نه ويني ځکه خو د ګلونو پناه کېږي چې ښايست يې دده د وژلو لپاره يو په دوه شي.
لکه دمخه مې چې وويل سپرلى له کلونو کلونو راهيسې په شعر کې يادېږي، همدا يې لامل دى چې صابر کله سپرلى يادوي نو د وينا انداز بدلوي، سپرلی په يو نوي رنګ او نوې جامه کې وړاندې کوي، موخه يې داده چې دنن او د پرون ترمنځ توپير معلوم شي لکه په يو غزل کې وايي:
ستا د وعدې په تار تړلى زخم
ما ژړوي سپرلي ته وار نه کوي
او يا هم: 
زه خو سپرلى ستا د ښايست د مخه پيژنمه
ما خو غزل ستا د قامت په حواله وليکو
د دوزخونو په تودو لمبو کې ورغلمه
د جانان نوم مې د جنت په دروازه وليکو
نور مې چې څه ليکل کاغذ و په کاغذ مې ليکل
خو چې ستا نوم مې ليکو دا مې په سينه وليکو
او چې کله ترې جانان سپرلى غواړي او دی یې ورته راوړي نو څومره ښه يې ورته ډالۍ کوي:
سپين تنکي غاټول او سره ريدي مې درله راوړل
غرونه مې راوړى نه شو سپرلي مې درله راوړل
سپين غاټول او سره ريدي په سپرلي کې په غرونو کې غوړېږي، دا چې په يو ځاى کې سپرلى وي او په بل ځايى کې لا سپرلى شوى نه وي، نو شاعر خو رښتيا هم غرونه له يوه ځايه بل ځاى ته نه شي راوړى همدا چې ګلونه جانان ته وړي نو مانا دا چې سپرلى يې ورته ډالۍ کړى دی.
د صاحب شاه صابر په هر بيت ډېرې خبرې کېږي، ډېر اړخونه لري او زه باوري یم چې هر لوستونکى او اورېدونکى به يې په خپل نظر تحليل کړي، زه نه غواړم دده د ټولو بيتونو وضاحت وکړم ځکه زه يوازې د صابر پر ښکلي شاعرۍ مين يم او په دۍ ليکنه کې په عمومي ډول غواړم دده دفکر او فن جاج واخلم ځکه ما ته تر نورو خبرو دا مهمه ده چې ده له موضوعاتو سره څه ډول چلند کړى دى او څنګه يې ټولنيز موضوعات شعر کړي دي. دده په شعرونو کۍ ما يو لوى راز موندلى او هغه راز دادى چې له موضوعاتو سره يې سرسري برخورد نه دى کړى، په ژور نظر يې ورته کتلي او ژور فکر يې پرې کړى، هرې موضوع ته دهغه موضوع ديوه سپيشلسټ په توګه ورننوتى. که جانان يې هم ليدلى او يا يې د شعر په ژبه ورسره محاوره کړې نو دومره ښه ژور ورته ځير شوى چې ان د هغه د ښکلا تر څنګ د هغه رواني کيفيتونه يې هم درک کړي لکه په دې شعر کې چې وايي:
د شوخه شوري چې خبرې کوي
باڼه يې اوري چې خبرې کوي
د انتظار مزه په هغه شپه وي
مين او ستوري چې خبرې کوي
د پرهرونو ژبې ګونګې ښې دي
د سترګو توري چې خبرې کوي
او يا هم:
زما په سترګو کې چې ځان وويني
هغه ورځ ډېر څه له اينه غواړي