زېری، زېری، زېری


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • امين زي
  • 1167

دا دپېړۍ ترټولو ښه خبر خپلو ټولو دوستانو او ملګرو ته ولېږئ او مبارکي ورکړئ.
امين زي تكي تاسو او ستاسو دوستانو ته له ددې خوشحالي او ښه زېرئ له امله دزړه له کومي مبارکي وړاندي کوي.
په پاكستان كي تر د تېر كال تر پارلماني انتخاباتو وروسته، چي په پښتونخوا ايالت كي د عوامي نيشنل ګوند په مشري حكومت جوړ شو، په پښتونخوا د سرحد ايالت د نومولو وړانديز د پاكستان د پارلمان له خوا ومنل شو.
پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني هم د پښتونخوا ايالت په دغه نامه منلى دئ.
پښتونخوا ايالتي حكومت نن د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو له رسنيو او دولتي ادارو څخه د سرحد پر ځاى د پښتونخوا د كارولو غوښتنه كړې ده.
د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي په لراوبر افغانستان او ټوله نړۍ کي هر يوه پښتون ورور او پښتنې خور ته له دې امله د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي او د ټولو هغو اشخاصو په ځانګړې توګه د عوامي نيشنل پارټۍ د ټولو مسولينو او درانه مشر اسفنديار ولي خان  څخه د زړه له کومي مننه کوي چي ددې تاريخي خدمت په ترسره کولو کي يې مخامخ يا نا مخامخ برخه اخستې ده.
په دې هيله چي په نژدې راتلونکې کي د بلوچستان صوبې لپاره د ( افغانيه ) نوم غوره او ومنل شي.