علامه اقبال او خودي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سیداصغر هاشمي
  • 1072

خودی کو کر بلند اتنا که هر تقدیر سی پهلی

خدا بندی سی خود پوچهی بتا تیرا رضا کیا هی   
                                                علامه اقبال
 
علامه اقبال هغه پوهاند سیاستوال پنځوونکی دی، چې د ده په شعرونو کې د خودي په اړه ډېر بحثونه په دې دلالت کوي، چې دی، د کایناتو او نورو انسانانو له پېژندلو مخکې ځان پېژندنې ته متوجې وه او د خارجي لاملونو پر ځای خپل داخلي نظام (جوړښت) ته یې پاملرنه کوله، په ټولیز ډول د ده په ټولو شعرونو کې او په ځانګړي ډول په اسرار خودي او رموز بېخودي کې د خودي په تړاو د شاعر نظريات څرگند دي.
 پښتو پښتو تشریحي قاموس کې د خودي په تړاو راغلي دي: (خودي: کبر، غرور، خود خواهي، خود پرستي ته وايي.)
په دهخدا کې خودي: (د بیګانه برعکس، اشنا، اهل او نږدې ته وايي.) فارسی شعر دی: «چو خود را از نیکان شمردی بدی ـ نمی ګنجد اندر خدايی خودی.» سعدي وايي: «چو نیکت بګویم بدی می کنی ـ نه با کس که بد با خودی میکنی.» خو د علامه اقبال په شعرونو کې خودي له بلې زاويي د پلټنې لاندې نیول شوې ده، د ده خودي د شاعر د عقايدو او نظرياتو له مخې پیل شوې ده.
د اقبال په شعر کې خودي هغه شعور ته وایي چې انسان پرې خپل ځان پېژني، ځان ته په اهمیت قایلېږي، په ځان باور پیدا کوي او وروسته خپل هدف ته د رسېدو احساس ورسره پیدا کېږي. هغه وایي چې خودي یوه رڼا ده، خو په مادي رڼاګانو کې هیڅ داسې رڼا نشته، چې د دې مقابله وکړي او خودي یو قوت دی، خو په مادي قوتونو کې هېڅ داسې قوت نشته چې د خودۍ د ټکر وي. دا هغه نوراني قوت دی، چې په انسان او د دنیا په هر څیز کې ښکاري.
ډاکټر سید عبدالله په دې اړه وايي:« خودي د اصلي ژوند دویم نوم دی، د عشق حقیقي او هم معنا کلمه ده، د خودي څخه هدف ځان پېژندنه ده، د ایمان سره هم معنا کلمه ده، د الله تعالی په اسرارو پوهيدل دي او د الله تعالی په ذات یقین درلودل دي.» 
په قران کریم کې د نفس په اړه ډېرې خبرې راغلي دي، اسلامي ارشادات انسان خپل نفس او دننني رغښت ته متوجې کوي او فکر کولو ته یې هڅوي.
د علامه اقبال په شعرونو کې خودي(د ځان پېژندنې) یا د دې حدیث شریف په مصداق« من عرفه نفسه فقد عرفه ربه) چا چې ځان وپېژنده په حقیقت کې يې الله تعالی وپېژنده.
علامه اقبال وايي: د خودي اصل په لا اله الا الله ولاړ دی، کله چې د انسان په زړه کې د دې کلمې عظمت او لویوالی پیدا شي، نو ځان ته متوجې کېږي او د خودي په مفهوم پوهېږي، وايي:
«خودي كی روح روان لا اله الا الله ـ خودي هی تير كمان لا اله الا الله*خودي كا حسن بيان لا اله الا الله ـ خودي كا سرّ نهان لا اله الا الله» د شعر مفهوم دی: د ځان پېژندنې اړیکې له روح سره ده، کله چې روح جوړ شو، انسان جوړ شو، نو ځکه وايي، چې د خودي اصل روح دی، سپيڅلې کلمه ده او د سپیڅلې کلمې هغه کمان دی چې خپل اصلي هدف پرې ویشتلی شو، خودي د الله تعالی د حسن یادونه ده او په اسرارو پوهیدل دي.
اقبال وايي: د انسان د ټولو پرمختګونو او کامیابیو تربیت د خودي سره اړیکه لري، پیاوړې او با تربیته خودي پواسطه انسان کولای شي چې د حق او باطل تر منځ توپير وکړي، حق وپالي او له باطله ځان وژغوري.
ځان پېژندونکی انسان که غریب او فقیر هم وي، خو دی به غني او له استغنا ډګ ژوند تیروي او هېڅکله د غریبۍ فکر نه کوي، د رحمان بابا خبره «دی په ظاهر ګدا او په باطل کې پاچا دی.» او د کایناتو ذره ذره د ده په تصرف کې وي.

خودي
د علامه اقبال په شعرونو کې خودي ځان پېژندل دي، د خودي مفهوم یوه پيچلې انسانې مسله ده، په خودي کې اساسي هدف د الله تعالی په اسرارو پوهيدل دي.
د اقبال له نظره خود په حقیقت کې د انسان نوراني جوهر دی، چې د انسان ارزښت ټاکنه او معیار ټاکنه د همدې خودي پواسطه کیدای شي، د خودي نُور هغه نوراني رڼا ده، چې په انسان کې وي، خو پالل کېږي او تربیه کېږي، کله چې انساني خودي په چا کې پيدا شي، نو بیا د ده ټولې اعضاوې سم کارونه کوي، د ده فکر، خیال او درک که ښه وي، نو د ده د خودي نماینده ګي کوي، کله چې د انسان زړه جوړ شي، د زړه نه هدف د انسان روح دی، نو بیا په ټول بدن همدا روح سمه مشري کوي او که چېرې روح جوړ نه وي، نو بیا د بدن ټولې اعضاوې سم کارونه نه کوي.
د علامه اقبال د څو بېتونو مفهوم دی، وايي: که چیرې انسان خپل دننني رغښت ته پام وکړي او دې فکر کې شي چې الله تعالی د ده داخلي توکي څنګه پیدا کړي دي؟ هره داخلي عضوه کوم کار کوي؟ نړۍ له دې دومره پرمختګ سره تر اوسه پورې په دې توانیدلې نه ده چې د انسان د داخلي عضوې په شان طبیعي عضوه جوړه کړي، که لږ فکر وکړو، نو په خپل نظام به مین شو، لیکن بعضې خلک خپل داخلي توکیو ته فکر نه کوي، کله چې یو انسان خپل داخلي توکو ته متوجې شي، نو په حقیقت کې د ځان پېژندنې لومړنی وخت پېلېږي. دی باید خپل ځان په ځان کې پیدا کړي، حقیقت او د الله تعالی اسرار او رمزونه په خپل ځان کې ولټوي او د الله تعالی قدرتونه دې په خپل خود کې وګوري، وايي:
« تو خود را در ضمیر خود فرو ری ـ به خود رس از سر هنگامه برخیز»
علامه اقبال وايي: د انسان نه هدف هغه انسان دی چې انساني ځانګړنې ولري، د نړۍ ټول انسانان د انسان په نوم یادیږي، خو ډېرو کمو سره د انسان د نوم معنوي اړیکه جوړیږي.
د انسان د هستي اساسي مقام له خودي سره رابطه لري، په دې حقیقت هغه کسان پوهېږي، چې د خودي په معنا او مفهوم پوه وي او خودي یې په ځان کې پيدا کړې وي

په خودي پوهېدل، معنوي پيدايښت دی
علامه اقبال د نورو ژبو پوهانو سربیره د فارسي پوهانو او شاعرانو متاثره وه، چې له دې جملې یو هم مولانا جلال الدین محمد بلخي دی، د ده په شعرونو کې د مولانا د شعرونو اغېز لیدل کیږي، مولانا هم د خودي په اړه ډېرې خبرې درلودې او دی یې هم لري.
مولانا وايي: هر انسان باید یو ځل د والدینو او دویم ځل بیا پیدا شي، اول ځل پیدا کېدل یې جسمي دي چې د والدینو له جسم نه پیدا کېږي او دویم ځل پیدا کېدل د تقوا او تفکر له امله دی، د هر انسان ارزښت د دویم ځل پیدا کېدلو نه پیل کېږي، د دویم ځل پیدا کېدلو نه وروسته د انسان اختیار خپله انسان سره وي او دا اختیار ورته د ښې لارې ښودنه کوي.
علامه اقبال وايي دویم ځل پیدا کېدل په خپل خود کې سفر کول دي، د دې سفر معادل په ټول جهان کې سفر کول دي، دا هغه سفر دی چې پای نه لري، تر کومه چې انسان د روح درلودونکی وي، دا سفر به ادامه لري، د انسان حقیقي ژوند هغه دی او یا انسان په حقیقي ډول تر هغې ژوندی وي، چې په همدې خودي سفر کې اوسي. حقیقي مرګ د ځان په نه پېژندلو کې دی یا په نه خودي کې دی. د دویم سفر لویوالی د نړۍ له ټولو هستیو څخه دی.

د خودي لویوالی
علامه اقبال انسان د اضدادو مجموعه ګڼي، کله چې انسان د ځان پېژندنې په مفهوم پوه شي، نو بیا پوهیږي چې دی د اضدادو سره وخت تیروي او دغه ضدین د ده په خیر دي، کله چې انسان په دې پوه شي چې ضدین د ده په ګټه دي نو دغه د خودي لویوالی دی.
نړۍ له ضدینو جوړه ده او د علامه اقبال په شعرونو کې د ژوند او مرک فلسفې بیان هم شته. انجام او اغاز، هست و نست او بودي او نابودي هم ضدین دي.
د ژوند سره مرګ تړلی دی. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزي تړلي دي. که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، د دې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي. د انسان مرګ د انسان د زېږېدو لومړۍ ورځې د هغې سره یو ځای پیدا کیږي او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ له مینځه ځي او مړ کېږي به. که یو انسان هر څومره قوي، عالم، فاضل، مالداره او د دُنیا هر څه ورسره وي، بیا هم مړ کېږي. مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند وروسته له مرګه پیلېږي.که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې. کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی، نو د مرګ نه پس ژوند پیلېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي.

په خودي باور درلودل
څوک چې خپله خودي جوړه کړي، کولای شي د کایناتو له اسرارو خبر شي، د ده او د الله تعالی تر منځ نزدیکیت پیدا کېږي، په خودي باور درلودونکي انسانانو له غیره شیانو نه بې نیازه وي، د ده راز او نیاز د الله تعالی سره وي، کله چې یو انسان په ځان باور پیدا کړي، کولای شي جهان ته تغییر ورکړي او د ده تاثیرات په نړۍ وي.
د اقبال له نظره د هر انسان د ژوند ارزښت په ځان باور کولو پورې اړه لري، هر قوم د خپلې پوهې او په ځان باور درلودلو په صورت کې په خپلې ټولنې او ځان ته خدمت کولای شي، په ځان باور درلودل دي چې د نړۍ د کایناتو نه سمه ګټه اخیستلی شو او کولای شو چې له ټولو طبیعي حوادثو ځان بچ کړو، ټولنېزې ټولې ستونزې د انسان سره اړیکه لري، کله چې انسان جوړ شي، نو په ځان او خود یې باور پیدا کېږي، د ده په واسطه ټولنه جوړیدای شي، علامه اقبال په شعرونو کې ځوان نسل ته ډېر نصیحتونه دي، چې ځان جوړ کړي.
یوازې انسان نه، بلکې د نړۍ ډېر کاینات په خپل خود کې یوه انرژي لري او د همدې انرژي پواسطه نورو ته یې خیر رسېږي.
د لمر او سپوږمۍ داخلي قوت دی چې انرژي ورکوي، دغه شان قوت د نړۍ په ډېرو شیانو کې شته، نو ویلای شو چې ژوندي شیانو لپاره په خودي باور درلودل مهم دي.

په خودي کې د الله تعالی رضا ده
د ځان پېژندلو لپاره د خدای پېژندل مهم دي، دا دواړه یو د بل لپاره د ملا او ګېډې په شان دي او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.
علامه اقبال د خودي او خدای جل جلا له په اړه وايي: کله چې یو کس په ځان کې خودي پیدا کړي، نو الله تعالی ته نږدې کېږي، ځان پېژندونکی په حقیقت کې الله تعالی پېژندونکی وي او الله تعالی پېژندونکی په حقیقت کې ځان پېژندونکی. 
د علامه اقبال په نظر په حقیقت کې حقیقي ژوند په ځان پېژندنه کې نغښتی دی، د انسان روح د ځان پېژندنې له پېژندنې(شناخت) پرته په شان د مړي دی، حقیقي او تل پاتې ژوند هغه دی چې د الله تعالی په اوامرو کې وي او څوک چې د الله تعالی سره وي، په حقیقت کې هغه نه مړ کېدونکی او یا نه فنا کېدونکی دی.

د خودي آرونه
علامه اقبال د خودي بنسټونو ته اشاره کوي او وايي چې هر مسلمان انسان باید دغه توکي په ځان کې پیدا کړي، دغه توکي عبارت دي له:
په ځان باور: هر انسان باید په ځان باور ولري، د هر شي کامیابي د ده د ځان پېژندنې او په ځان باور سره په رابطه کې ده.
هیله او ارزو: هر مسلمان انسان باید دا هیله ولري چې خپل محبوب(الله تعالی) ته ورسېږي، که چېرې انسان د کوم شي ارزو ونه لري، نو هېڅکله به خپل هدف ته ونه رسېږي، په مجازي او حقیقي کارونو کې هیله انسان ته امیدواري ورکوي، ټول مادي او معنوي پرمختګونه او لاس ته راوړنې له هیلو سره تړلي دي.
عشق او مینه: د خودي له آرونو بله موضوع عشق دی، ځان پېژندونکی انسان په ځان مین وي او له عشق او مینې نه ډک ژوند درلودونکی وي، د ده په وجود کې عاشق او معشوق یو ځای وي، د علامه اقبال په شعرونو کې عشق د الله تعالی سره مینه ده، پښتو ژبې ځینو شاعرانو شعرونو کې هم د عشق له سمبوله ګټه اخیستل شوې ده، چې اصلي هدف ورنه هماغه حقیقي عشق دی
د خودي او د الله تعالی تر منځ محکمه اړیکه وي، لکه څرنګه چې ځان پېژندونکی د الله تعالی پېژندونکی او الله تعالی پېژندونکی ځان پېژندونکی وي، په حقیقت کې د ځان سره مینه او عشق د الله تعالی سره عشق او مینه ده.
کله چې انسان خپل داخلي رغښت ته متوجې شي او خپل داخل کې د الله تعالی قدرتونو ته پاملرنه وکړي او دی د الله تعالی په مینه مست او د کایناتو له اسرارو خبر شي، نو د ده د ځان سره مینه پیدا کېږي.

د خودي پړاوونه
اطاعت او بندګي: علامه اقبال د خودي په پړاوونو کې لومړنی پړاو د الله تعالی بندګي کولو ته وايي. دی وايي، هغه کس چې پرهیزګار نه وي، د خودي په مفهوم هم پوه نه وي، دی هغه کس دی چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه نه دی، نو دې پایلې ته رسېږو چې انسان په عبادت او بندګۍ سره کولای شي، چې الله تعالی ته نږدې شي.
انسان راحت غوښتونکی وي، د ستونزو مقابله کول ورته اسانه نه وي، خو هغه کس چې غواړي الله تعالی ته نږدې شي او د خودي په مفهوم پوه شي، نو باید ځینې دینې اعمال سرته ورسوي او ریاضت وکړي.
هغه څوک چې غواړي ټول کاینات یې فرمانبرداره وي، باید دی د هغه خالق او پیدا کوونکي تابع وي چې ټول کاینات یې پیدا کړي دي.
اطاعت او بندګي انسان الله تعالی ته نږدې کوي او دا د خودي هغه لومړۍ مرحله ده، چې انسان ځان ته متوجې کېږي او د ځان پېژندنې په مفهوم پوهېږي او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو پابندیږي.
په نفس حاکمیت: د خودي لومړی پړاو الله تعالی ته عبادت کول دي، دویم پړاو یې د عبادت په اسرارو پوهیدل دي، په دې وخت کې د انسان ټول عبادات د الله تعالی سره حقیقي مینه او عشق وي، که چېرې داسې نه وي، نو دا ډول اعمال به د عادت او تقلید په شکل بې معنا وي.
اقبال د عباداتو د حکمت په اړه وايي: لمونځ هغه مرغلره ده چې لا اله الا الله یې صدف دی، لمونځ د مسلمان په لاس کې تیره پریکوونکی شمشیر دی، چې ټيټ او جګ ځایونه له منځه وړي، که چیرې اسلامي ټولنې د لمونځ پابند وي، نه د عادت په شکل، بلکې په حقیقي ډول، نو دا به یوه پاکه نوراني ټولنه وي. روژه د بدن سره مبارزه ده او په نفس باندې تسلط دی، نفس هر وخت د ډېر خوړلو او یا ښه خوړولو امیدوار وي. حج د امیدونو قطه کول دي، مینه او محبت دی د وطن سره او د نشنلیزم سره مبارزه ده، حج د خپل او خپلوانو څخه لرې والی دی، د ټولو دنیوي مالونو څخه تیریدل دي او ټوله پاملرنه الله تعالی ته ده. ذکات د مال او دولت نه زړه شکول دي، ټول عبادات د انسان د قوت لپاره دي او الله تعالی ته د نزدیکیت یوه ښه وسیله ده.

خودي او یووالی
علامه اقبال د خودي یووالی په دوو فردي او اجتماعي کې وړاندې کوي، اما دغه دواړه یو له بله نه بېلوي، لکه څرنګه چې یو کس د خپل نفس په تربیې سره د ځان پېژندنې په مفهوم پوهېږي او لوړو مرتبو ته رسېږي، نو بشـري ټولنه او په خاص ډول اسلامي ټولنه هم کولای شي، چې د ځان پېژندنې پواسطه د ځان په اړه فکر وکړي او هغه استعدادونه چې په خود کې شته کشف او تربیه یې کړي او د حقیقي ژوند په معنا پوه شي، دوی باید په اتفاق او یووالي کې ژوند وکړي او دغه یووالی د دوی د پیاوړيتوب لامل ګرځي، څوک چې د خودي په مفهوم پوهېږي، هېڅکله غیر اسلامي کار نه کوي او د اسلام پر اساساتو برابروي، نو خودي او اتفاق سره اړیکه لري.

ماخذونه
۱.قران کریم.
۲.حدیث.
۳.د اقبال فارسي کلیات.
۴.د غني خان او الفت په شعرونو کې د اضدادو فلسفه.
۵.دهخدا
۶.پښتو پښتو تشریحي قاموس