دختیځ ادبي بهیر اونېز ګزارش


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • توحيد الله لحاظ
  • 1181

 دختیځ ادبي بهیر ۲۸۱ مه اونېزه ناسته د (مقالې لیکلو نوې میتود) ترسرلیک لاندې د استاد پوهنوال محمد ابراهیم همکار لکچر ته ځانګړې شوې وه.د غه نا سته د روان کال د تلې د میاشې په ۱۹مه  نېټه د مثبت بدلون ټولنې په انګړ کې سهار شاو خوا ۹ بجې توحید الله لحاظ  د  قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کړه د دريځ چارې یې احسان الله افکار سره وې د تېرې اونۍ ګزارش توحید الله لحاظ ولوست. استاد دلکچر پیل دمقالې له تعریفه داسې وکړمقاله په لغت کې خبرو کولو ته وایې یا هغه مطلب چې تر ټاکلي سرلیک لا ندې لیکل شوی وي. په اصطلاح کې هغه ليکنې ته وایې چې تر ټاکلي سر لیک لاندې په یوه موضوع وڅرخيږي ، چې د پا ڼو شمېر یې له یوې  څخه تر دېرشو پورې وي.استاد د مقالې د تعریف وروسته د مقالې په ډولونو وغږيده او وی ویل چې مقالې د موضوع ، موخو او میتودونو له مخې بیلا بیل ډولونه لري ښاغلي وویل چې دموضوع له مخې په مقالو کې د رنګا رنګ سرلیکونو لاندې مقالې شاملولی شو دبیلګې په توګه : تاریخي ، فلسفې، انتقادي ، ټولنيزې، سیاسي او داسې نورې. دموخوله مخې مقالوکې  ښونيزې، توصیفي ،  توضیحي، روایتي او داسې نورې مقالې شاملولی شو.استاد دخپرا وي له مخې مقالي په دوه ډلو وویشلې (۱) رسمي مقالې : دا هغه ډول مقالې دي ، چې مسلکي شخص یې د رسمي قید له مخې په خپل مسلک کې دیوټاکلې سوژې لاندې لیکي(۲)  نا رسمي مقالې : دا هغه ډول مقالې دي ، چې يو شخص یې په خپله خوښه بې له کوم قید او شرطه لیکي .نوموړي د مقالې لیکنې دتر تیب مرحلې دا رنګه څرګندې کړې (۱) د موضوع ټاکل (۲) دموضوع په اړه فکرکول ( ۳) د سر چینو او ما خذونو پیدا کول (۴) طرحې او فرضې جوړول: پدې مرحله کې د موضوع اړوند واړه او غټ سرلیکونه د یو لیکړ په بڼه لیکل او بیا هغوی ته په خپل منځ کې ترتیب او تنظیم ورکول چې کوم سرلیک مخکې او کوم ورپسي راشي، چې پدې کار سره دمقالې منطقي تسلسل منځ ته راځي او لوستونکی په اسانۍ سره دلیکوال موخو ته رسیدی شی .(۵) یاداښت اخیستل : همکار وویل کله چې طرحه جوړه شوه بیا د همغه لیکلړ له مخې چې مو جوړ کړی دی په اړونده موضوع کې مطالعه پيل کوو او یادښتونه د ماخذونوسره يوځای دیاداښت په کتابچه کې له ځانه سره لیکو (۶) دیاداښتونو ترتیب کول : کله چې دمطالعې وزګار شو بیا خپلې د یا دا ښت کتابچې ته ورګرځو او خپل موضوعات د خپل لیکلړ له مخې په ترتیب سره ځای پر ځای کوو(۷) نقل قولونه : نقل قولونه او ماخذونه باید  دمتن په دننه کې ځای پر ځاي شي (۸) د ما خذونو تر تیب او تنظیم (۹) بیا لوستنه،د مقالې لېکنې له ترتیب وروسته استاد د علمي مقالې دبرخو په ترتیب هم وغږيده او دغه برخې یې دا رنګه تشریح کړې (۱) سرلیک: استاد وویل چې سرلیک باید جامع او مانا لرونکی وي ...(۲) لنډیز: دمقالې پدې برخه کې لیکوال د خپلې موضوع مهمې نقطي په یو پرګراف کې رانغاړې (۳) سریزه : په سریزه کې هغه ستونزه مطرح کیږي ، چې لیکوال یې لوستونکې ته د دوی د اړتیا له مخې له منځه وړل غواړې .(۴) موخې: دا چې هر کار د یوموخې لپاره تر سره کيږي نو هغه څوک چې دڅه شي په باره کې مقاله لیکي باید خپلې موخې په څرګند ډول په څو شمېرو کې ولیکي(۵) کړنلاره : پدغه برخه کې لیکوال دمقالې دلیکلولو میتودونه څرګندوي ،چې څیړنه یې کتا بتونې ده او که ساحوي ( ۶) ار مطلب : پدې برخه کې  لیکوال خپله موضوع روښانه وي (۷) مناقشه : پدې برخه کې يو لیکوال دځان برتري دمناقشي په صورت کې ښکاره کوي دبیلګې په توګه يولیکوال په داسې یوه موضوع کار کوي چې مخکې له دې نه په همدغه موضوع نورو لیکوالانو کار کړی فرق یې  پدې کې وې چې اوسنې  لیکوال یې په هغه برخو کار کړې چې محکې له دې نه یې پدې برخو چا کار نه دی کړې نو لیکوال دهمدغه نوې مالوماتو په اضافه کولو سره ځان له هغه مخکو برتر ښئ.           

(۸) پایله : په پایله کې د څیړنې میتودونه شامل دي چې لیکوال دکتابتونې میتود نه کار اخیستی او که د مصاحبې یا مرکې میتود نه( ۹) وړاندیزونه : په دغه برخه کې هغه خوای لوستونکې  ته د وړاندیز په بڼه وړاندې کیږي چې څیړنې ته اړتیالري .                                                                     
( ۱۰) اخځلیکونه : استاد وویل چې ما خذ موږ په دوه طریقو لیکلای شو لومړی په متن کې دننه : په متن کې دننه دلیکوال نوم او داثر د خپریدو نېټه راوړل دویم دمتن څخه بهر د ما خذونو راوړل دغه ډول ماخذ په لمن لیک یا هم دمقالې په پآی کې راوړل کیږی.لیکچر پر همدې ځای پآی ته ورسید او ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې پکې ګڼ شمیر شاعرانو خپل شعري ذوق خړوب کړ غونډه غرمه مهال دولس بجې پای ته ورسیده.