د تخار په قضیه کې پلار له خپل کمکي زوی سره جنایت وکړ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جان اغا بهار
  • 1139

 د کریمنالوژي په نامه په حقوقو کې «په قضاء او څارنوالۍ څانګه» کې یو ډېر مهم او اساسي مضمون تدریسېږي، دا چې د دې کتاب په محتویاتو او ماهیت کې څه دي، پر هغه یې څه نه لیکم، یوازې په یوه برخه کې یې «عقلي او دماغي اختلالات» چې خورا ګټوره د بحث مساله ده، شته. مختلفې برخې پکې څېړل شوې دي.

د دې عنوان یو بحث «مادرذاتي اختلالات» دي. د مادر ذاتي اختلالاتو په برخه کې مو یوه ورځ پر دې درس درلود چې ماشوم د مور په ګېډه کې وي او په دې کورنۍ کې شخړې او جر و بحثونه ډېر کېږي، د خاوند او کورنیو نورو غړیو له خوا د ماشوم تولد کوونکې مېرمنې ته ستغې سپورې ویل کېږي یا پرې ګوزار کېږي، حتا چې په هوا کې طیاره تېرېږي، یا د موټر چټک غږ او هارن هم په بطن کې پر ماشوم ډېر بد اغېز پرېباسي او چې کله تولد شي، ممکن روان او حالات یې تر ډېره برابر نه وي یا بیړا «غبي» غوندې وي، عقلي او دماغي نیمګړتیاوې او کله جسمي نيمګړتیاوې هم لري، دا ډول ماشوم چې کله لوی شي، پرته له شکه د جرمي اعمالو په تر سره کولو لاس پورې کوي او ټولنه ترې ځورېږي. دا رنګه پوهېږئ چې د کوچینوالي پر وخت د کورنۍ د غړيو، په خاص ډول د مور او پلار تعامل، ورځنۍ کړنې، سلیقه، ښې او خرابې اړیکې پر ماشومانو څومره منفي اغېز لرلای شي.
موږ و تاسې ته ښه تجربه شوي هم دي او تجربه کېږي هم یا دا چې تجربه او مشاهده وکړئ، پوه به شئ. هغه کورنۍ چې غړي یې لوستي وي، منظم کورنی نظام لري، احترام او یو بل ته درناوی لري، شفقت او متانت پکې وي، شخړې او کورنی تاوتریخوالي پکې ډېر کم یا نه را منځ ته کېږي. نسبت هغو ماشومانو ته چې په کورنۍ کې یې شخړې او جنجالونه، ناسمې اړیکې، د پلار و مور یا د کورنۍ د نورو غړيو تر منځ، عدم درناوی او قدرداني، نه شفقت او ترحم... وي، واضح تفکیک یې په ټولنه او محیط کې کېدای شي. 
سالمه کورنۍ او سالم پرورش خورا مهم دی.
دا خبره مې تر دې وکړه چې وړمه ورځ په تخار کې یو پلار په عام محضر کې د ده په وینا، له ده سره د شوې بې‌عدالتي او ظلم په مورد یې ځان زندۍ کړ او کمکي زوی یې ورته ترپکې او چيغې وهلې، ورته ځورېده چې د سر سیوری له لاسه ورکوي، هلته یې مېرمن هم د سر وېښتان شلول. پوهېږو چې دردېدلی او ځورېدلی و، مجبور شوی و، ظلم او زیاتی ورسره شوی و، سړي ته زور ورکوي او مجبوره شي په خودکشي یا دا ډول عمل لاس پورې کړي.
د حکومت په مشروعیت کې اساسي شرط دا دی چې باید عدالت تامین کړي او په دې اړه په حقوقو کې یو مشهور پرنسیپ «اصل» هم شته چې حق باید حقدار ته وسپارل شي، د مظلوم لاسنيوی وشي او د ظالم لاسونه له ظلمه ور لنډ شي، دا په عين وخت کې له ظالم سره همدردي هم ده او د ټولنې او حکومت فرضیت هم ګرځي. د اساسي قانون په دويم فصل کې ټولې مادې «د اتباعو اساسي حقوق او وجایب» تر عنوان لاندې ورته ځانګړې شوې دي، هر څه پکې روښانه دي، د هر چا حق او مکلفیت پکې تصریح شوی دی او باید تر سره یې کړي، هيڅ لوری باید تخلف او تخطي و نه کړي.
خو دغه پلار له خپل ماشوم سره من حیث د یو پلار تر ټولو غټ جنایت وکړ، یوه ډېره خرابه روحیه یې ورکړه. د پلار یو مکلفيت او فرضیت دا هم دی چې خپل اولاد ته د ژوند کولو مهارتونه او لارې وښیي.
ښه او بد ورته وښیي، په یو چوکاټ کې یې داخل کړي، له کږېدو یې وژغوري او منظم انسان ترې جوړ کړي.
ټولنې ته یې د یو سالم انسان په څېر وړاندې کړي.

سرخط ورځپاڼه