- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالجمیل ممتاز
- 1195
اکثره وخت د ادارې مدیر یا خاوند ډېر ناوخته په دې خبرېږي چې اداره یې دیوالیه شوې او یا د دیوالیه کېدو یا ناکامېدو لوري ته روانه ده، خو هغه داسې وخت وي چې سل په سله کې یې له ماتې څخه د ژغورلو فرصت له لاسه وتلی وي او اداره یې تر ډېره د ناکامۍ او یا د دیوالي کړۍ ته ور ننوتلې وي.
په دغسې حالت کې د مدیرانو لومړنۍ تېروتنه او د دیوالیه کېدو لاملونه پر خپل ځای، چې وروسته به پرې بحث وکړو، خو یوې خبرې ته چې باید دلته ځای ورکړم، هغه دا ده چې د دغه وضعیت له را منځ ته کېدو وروسته بیا ځینې مدیران نه یوازې د خپلې ادارې او کار و بار د بېرته په پښو درولو په لټه او هڅه کې کېږي، بلکې د خپلې بشري منابع د ساتلو او د هغوی د حقونو خونديتوب هم په پام کې نیسي، چې ځینې نور بیا د دې کار تومنه او ظرفیت په ځان کې نه ويني او یوازې د خپل مادي زیان د جبرانولو لپاره له خپل صلاحیت او مالکیته ناسمه ګټه اخلي.
که څه هم د ماتې یا زیان شته ګواښ ته په کتو، نوموړی په یو ډول پر حقه برېښي، خو د مدیریت او ادارې د باور ساتلو لپاره چې د بشري منابع حقونو ته درناوی لومړی او مهم اصل دی، هغه ته به پام نه وي شوی او دا کار د ادراې راتلونکی لا پسې زیانموي.
ځينې دا باور پالي چې ګواکې د کمې پانګې یا بوديجې له امله اداره دیوالیه کېږي. بېخي سمه خبره کوي، خو یوازې پر دغه دلیل اکتفا کول هم یو ډول بېغورۍ ته لاره هواروي، ځکه که چېرې د بازار اړتیا، د پانګې اندازه، د کار و بار حجم، ځای، د رقابت کچ او نور اړخونه سم وسنجول شي، ګمان نه کوم چې د یو ښه مدیریت په شتون کې دې اداره له دیوالیه کېدو سره مخ شي.
راځئ د دې ماتې دلایل په لنډ ډول جلا جلا را وسپړو!
د بازار په اړه ناسمه څېړنه
ځينې کسان داسې فکر کوي چې ګواکې پلانکي په هغه کار یا سوداګرۍ کې ګټه وکړه، د دوی بریا یا ګټه به هم په ورته کار کې حتمي وي چې همدا انګېرنه د کار و بار په پیل او یا د دوی د بوديجې د سملاسي کمېدو یا ختمېدو سبب ګرځي او له دیوالیه کېدو سره مخ کېږي.
ناسمه پانګونه او یا کمه پانګه
د هر کاروبار د پيلولو لپاره پانګه لومړی اصل دی او د هر کار لپاره باید د کار په کچ پانګه وي چې له دغه مراعات سره به ټاکلې پانګه د پلان شوي کار و بار لپاره پر خپل وخت او ځای ولګېږي؛ نو که اړونده پانګه د یو ناسم مدیریت له مخې ټوله په پیل کې ولګول شي، طبیعي ده چې په وروسته پړاوونو کې اداره ځکه له ماتې سره مخ کېږي چې نور به د خپلو راتلونکو فعالیتونو د پر مخ بیولو لپاره پیسې نه وي، په داسې حال کې چې د لګول شویو پیسو یوه برخه یې پور وي، بیا خو به له یوې خوا د ماتې بوج وي او بل پلو به د پور د ورکړې.
د اوږدمهاله پلان نهشتون
د اوږدمهاله پلان په پام کې نیول ډېر مهم دي چې دا کار نه یوازې د ښه مدیریت نښانه ده، بلکې د اړوند کار و بار د ودې او پراختیا لپاره د ژمنتیا او ارادې څرګندونه هم کوي. خو دا اصل هر څوک په پام کې نه نیسي او کله کله ځينې مدیران پر کوچنیو ناڅاپي ګټو واوړي او د راتلونکي احتمالي زیان یا ماتې په اړه بېغوره پاتې شي چې نه یوازې بیا د پلان او سنجونې وخت نه ورکول کېږي، بلکې په بازار کې به یې ځای هم له لاسه ورکړی وي.
د رقیبانو په اړه بېغوري
رقیبانو ته په کمه کتل او په بازار کې د خپلې ونډې د څرنګوالي نه مالومول د ماتې بل اصلي دلیل دی.
د انګېزې او په بازار کې د مقاومت نشتوالی
ځينې کسان په بازار کې د پاتې کېدو زغم نه لري او په لومړي زیان سره ځان له بحران سره مخ کوي. کېدای شي دا کار د وګړي د پیل د وړاندلیدنو له کبله وي، خو داسې هم کېدا شي چې اړوند شخص په کوم وخت کې چې له خپل کاره لاس اخلي، ګټې یا بریا ته ډېر نږدې شوی وي چې په دغسې حالت کې بیا هم د بازار او ځان یا خپل تولید په اړه د مشتریانو د انګېرنې تحلیل خورا مهم او لومړی دی.
ناکاره بشري منابع
«د ناکاره او کارنده بشري منابع غوره کول هم د مدیر پر وړتیا پورې اړه لري.»
بشري منابع هم د یوې ادارې د پرمختګ او هم یې د شا تګ لامل ګرځېدلی شي. پیاوړې او خلاقه بشري منابع کولای شي چې دا اداره له شاتګه وژغوري او ان د دیوالیه کېدو خولې ته یې ور نه کړي، خو شرط دا دی چې ورته د خلاقیت او ابتکار صلاحیت ورکړ شوی وي.
د تولیداتو او خدمتونو ټیټ کیفیت
په دې خو به ټول پوهېږي چې کله تولیدات او یا خدمات کمزوري او کیفیت یې کم شي، اداره دومره ژر د ماتې پر خوا روانه شي چې څو پورې د کار و بار خاوند ورته متوجه کېږي، د ده اداره به د ماتې کندې ته غورځېدلې وي.
د مشتریانو په جذبولو او یا په بازار موندنه کې کمزوري
دا په دې مانا نه ده چې که یو څوک د پېرونکيو او یا د بازار په موندنه کې کمزوری وي، اداره به یې ماتې خوري، نه! دا یې هیڅ دلیل نهشي کېدای، ځکه د بازار موندنې لپاره که ماهر مدیر نه لري، بل ورته ګمارلای شي، خو که د ادارې خاوند د دې برخې په اړه بېتفاوته وي او یا پخپله نهشي کولای بازار تحلیل کړي، یانې پېرونکی، رقیب او د خرڅلاو چلند و نهشي پېژندلای، بیا د ادارې دیوالیه کېدل حتمي دي.
دوامداره پرمختګ ته نه پاملرنه
هیڅوک باید پر خپل بریالي او پیاوړي کار و بار تر هغو ډاډمن نهشي چې د دوام او یا خوندي ساتلو لپاره یې دوامداره پلان و نه لري.
دا ځکه چې که دا اصل په پام کې و نه نیول شي، رقیبان خو په کراره نه وي ناست، هغوی به خامخا په بازار کې دا ځای ډکوي او همدا ده چې بیا په بازار کې د ځان نیول خورا ستونزمن دي.
په مالي سیسټم او راپورونو کې د دقت نشتوالی
لومړی خو باید خپل مالي سیسټم ژر ژر وڅارل شي چې په دې سره نه یوازې د لوی زیان مخه نیول کېږي، بلکې تاسې یې له مخې د خپل کار و بار لوری هم ټاکلای او په اړه یې پر وخت پرېکړه کولای شئ.
په پای کې د یادونې مهم ټکی دا دی چې که سم او کارنده مدیریت نه وي، له پاسنیو موارد سره د مخ کېدو پر اټکل به هم څوک پوه نهشي او اداره به دیوالیه شوې وي.
سرخط ورځپاڼه