موږ، د افغانستان راتلونکی او ټاکنې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جمشيد غزنيوال
  • 948

 مصری عرب ليکوال، مفکر او فيلسوف عباس محمود العقاد «۱۸۸۹ ـ ۱۹۶۴» وايي چې اسلامي شريعت د انساني ډيموکراسي خورا غوښن بنسټ دی. دی ډيموکراسي ته د انسان د حق په سترګه ګوري چې په خپله اراده يې تر لاسه کوي. انسان په دغه اراده خپل حکومت جوړوي او د حکومت په اساس د هغو ارزښتونو، خدمتونو او اړتياوو د تطبيق کار کوي چې د ټولنې په فرهنګ کې دي.

د العقاد د نظريې په اساس، د اسلامي شريعت ډيموکراسي پر څلورو بنسټونو ولاړه ده او په دغو څلور وسيلو يې د نورو ډيموکراټيکو تعبيرونو له کټګوريو را بېلولای او پېژندلای شو.

لومړی دا چې مسووليت فردي دی او دغه يادونه په قران‌کريم کې بيا بيا شوې ده، له انسان سره د هغې ګناه محاسبه نه کېږي چې دی يې فرداً مرتکب شوی نه وي؛ «وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ»[٨]

دويم دا چې بنيادمان سره مساوي دي او د دغې تساوی دليل هم له قران‌کريمه مستنبط کېږي، ايت شريف دی چې «يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ»[٩]

درېيم دا چې شورا په اسلامي شريعت واجب امر دی، الله تعالی فرمايلي؛ «(وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ»[١٠] بل ځای راځي چې « وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ»[١١] د شورا په پايله کې د فرد او ټولنې تر منځ يو پيوند جوړېږي او نورو ته دا زمينه نه برابرېږي چې د خپل حق د نقض دعوه وکړي او په پايله کې اجتماعي هرج و مرج را منځ ته او د ټولنې نظم او ډسپلين خراب شي.

څلورم دا چې په سېرت نبوي کې ډېر داسې مثالونه شته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابه کرامو سره په مشوره د يوه کار کولو تصميم نيولی دی. شورا يوازې د کاغذي امر بندي حکم نه، بلکې د پيغمبر په عهد کې عملي شوی فعل دی.
د بيعت اصل خو د خلفای راشدينو د دورې اساس و چې اوسنی بديل يې له انتخاباتو پرته بل شی نه‌شي کېدای. د العقاد په باور، دغه څلور اصول د شريعت هغه برخې دي چې ننۍ ډيموکراسي تضمينولای شي، که دغه اصول نه وي، د ده په نظر هغه ډيموکراسي بې‌مصداقه کېږي.
موږ د ډيموکراسي په هکله د شريعت د فتوا خبره اړتيا نه ګڼو، ځکه په قطعي نص يې د تحريم حکم نه‌شته، بل دا چې زموږ ننی واقعيت له موږ د استبداد پياوړتيا نه غواړي. له جنګه او فساده ځور هر څوک احساسولای شي، لکن حل څه دی؟ څه وکړو؟ چېرته ولاړ شو؟

واقعيت دا دی چې موږ د حکومت له اصلاح او د حکومت له جوړولو پرته نور انتخابونه نه لرو. موږ له لمره اور ته نه‌شو تښېتدای، موږ د هغه غوبانه تجربه تکرارول نه غواړو چې د ګورم له ټوکانو نه بسيا کېده؛ نو يې ګورم ايله کړ. دغه غوبه د ګورم په پرېښودلو د ټوکانو په ډېرۍ وا نه وښت، بلکې پردي ډېران ته اړ شو.
په افغانستان کې ظاهراً د نظرياتو تبادله دومره ډېره ده چې حل‌لاره نه پکې ښکاري، هر څوک يوه ذهني خاکه لري چې ګواکې د افغانستان د روان ناروين حل پورې غوټه دی، خو تر يو څه جدلي بحث وروسته بيا يوه خوړونکې چوپتيا حاکمه شي او دغه چوپتيا بيا يوه داسې جټکه راکړي، لکه د دشت‌برچي د ټاکنو د نومليکنې پر مرکز چې ځانمرګې حمله وشوه.

يوه ټولنيزه تجربه دا ده موږ د ارامې نړۍ تجربې پر ځان عملي کړو، د ارامې نړۍ يوه تجربه هم پر اقتدار د امانت ټاپه لګول دي. يانې رعيتونه يوې ډلې ته بې‌چون و چرا د اېل کېدو لپاره نه دي پيدا شوي او نه انساني حريت يرغمل کېدای شي، ځکه خو د هرې جغرافيې انسان د فردي او اجتماعي اړتياوو په اساس ځان مکلف ويني چې ځان ته د هوسايي زمينه برابره کړي او قدرت د مالوم مهال په مخه يو چا ته موقت او مشروط وسپاري.
منظور دا دی چې موږ افغانان د ټاکنو له کولو پرته بله لاره نه لرو، ټاکنې زموږ انتخاب او مجبوريت دواړه ګرځېدلې دي. دا بيا د بحث دويمه برخه ده چې پر ټاکنو عام باور ته څومره صدمه رسېدلې ده او چا رسولې ده.

لومړی دغه ربړه هوارول غواړي چې ټاکنې د يوې روا وسيلې په توګه ومنو، کله چې موږ دغه برخه په ذهني لحاظ نفې نه کړو، بيا د خپلو رايو ورکړې او دفاع ته هم را دانګلای شو چې څوک سودا را نه پرې و نه کړي.
نن سبا په افغانستان کې د ټاکنو له نامه سره د جان‌کېري نوم کابو جوخت اخيستل کېږي، خو که زموږ واقعيتونو ته وکتل شي د جان‌کېري درېيمګړتيا زموږ له خپلې نيمګړتيا پېښه شوه.

د طالبانو او نورو مرتجعينو استدلال دا دی چې د افغانستان نظام جبري تحميل شوی، خو دوی ته له دې ځايه چلينج ورکوم چې تاسې افغانان ټاکنو ته پرېږدئ، بيا وګورئ چې نظام يې پردي په جبر ورباندې تحميلوي او که د دوی په رايه راځي!؟
انتخابات د شريعت او معاصرې ډيموکراسي د تحکيم اصول دي، په دغه وسيله انسان په اجتماعي کچه د خپل برخليک واګې په لاس کې اخلي. که بالفرض يوه ډله د خدای د دين د تطبيق په ادعا کې د اقتدار د غصب چارې ته مټې را بډ وهي، دلته ولې د بنده د بنده‌ګي خبره نه مطرح کېږي؟ دغه د توحيد د تطبيق مدعي ګروپ پخپله کوم دليل لري چې دوی به د خدای احکام تطبيقوي او بل دا چې اهليت يې له کومه کړی؟ اوس خو د وحيې لړۍ هم بنده ده.

نن زموږ د بحث هدف د شريعت او ډيموکراسي په هکله اکاډميک بحث نه دی، نن موږ درې پوښتنې ځوابوو چې مخکې مو وړاندې کړې؛ «حل څه دی؟ څه وکړو؟ چېرته ولاړ شو؟» دا چې اجتماعي مسايل د يکې يوې پرېکړې په اساس نه فيصله کېږي، زه به هم خپل نسبي نظر درسره شريک کړم. 
پورته وويل شول چې زموږ يوازېنی مجبوريت او انتخاب د ټاکنو کول، په ټاکنو کې برخه اخيستل او خپل برخليک پخپله ټاکل دي. دا چې کومې قربانۍ را نه اخلي، که يې و نه کړو، له شکه پرته دوه چنده، بلکې څو چنده نورې هم را نه اخلي. هماغه د حميد ماشوخېل خبره چې وايي؛
څو مې شته د عشق خواري هومره ښادي ده
که مې ورکه دا خواري شوه، نور به خوار شم
موږ که ټاکنې رد کړې، ګواکې له بد حالته مو بدترين حالت ته حرکت وکړ، له بارانه ناوې ته کښېناستو او تر دې خواري بله بدتره خواري را څرمه شوه. ټاکنې د حل لور ته زموږ توقع يوازېنی څرک دی.

د څه کولو ځواب به دا وي چې له حکومت سره په ګډه د انتخاباتو د څرنګوالي، شکل او هيئت په هکله بحثونه وشي، د انتخاباتو د ښه ترسراوي طرحې وړاندې شي او په عملي کولو کې يې له قومي شوراګانو، رسنيو او مساجدو سره په همغږي په زړورتيا برخه واخيستل شي. 
موږ دوښمن تر دې ډېر نه‌شي خرابولای، که بالفرض وېره ډېره وي، د انتخاباتو نه کول به زموږ احتمالي وېره په عملي ډار بدله کړي او بيا به ووينو چې دلته د مجاهدينو د اړ و دوړ تر دورې د بد حال مشاهده کوو، که نه؟ چې بيا د دې وطن تور سرې سرتورې کېږي که نه؟ چې بيا به ټول وطن پاټک پاټک کېږي که نه او چې بيا به د ګاونډي د ايرو خيرات ته لاس غځوو که نه؟

د پوښتنې درېيمه برخه دا ده چې چېرته ولاړ شو؟ موږ له حکومته په مخ اړولو د طالب، داعش، لنډه‌غر او... رحم ته کښېنو. زموږ مسير بايد زموږ د برخليک او انتخاب پر لور وي، موږ بايد محرک و اوسو، که دا ځل هم پر ځای پاتې شوو، د ولاړو اوبو غوندې خوسا کېږو او ژوند به مو هم د مرګ په څېر فاجعه ګرځي. 
اوس بحث پر دې په کار دی چې څنګه کېدای شي چې د انتخاباتو پروسه ګړندۍ، رڼه، باپوښښه، قوي او زوروه شي؟ څنګه خلک انتخاب شي؟ کوم معيارونه په پام کې ونيول شي؟ د عامه پوهاوي په برخه کې ټولې رسنۍ کوم رسالت ته اوږه ورکړي؟ دا هغه بحثونه دي چې بايد په نن او سبا کې پرله‌پسې تعقيب شي.

سرخط ورځپاڼه