زما د شاعر ملگري محسن مختار په مړينه خواشينی يم


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صديق کاوون توفاني
  • 1464

ځينې کسان هومره د سړي په زړه او ذهن کې ځای لري چې په نه شتون يې باور کول ناشونی ښکاري او مړينه خو يې بېخي د باور له دايرې نه بهر وي.

محسن مختار زما د ډېرو نژدې ملگرو او يارانو له ډلې څخه يو هغه و. کله چې د کلونو د غونډيو شاته وختونو ته گورم د خپلو سياسي او ادبي ملگرو په منځ کې
د هغه مهربانه او صميمي څېره وينم چې لکه غر په ټول درنښت او متانت د خپلو يارانو اوملگرو تر څنگه ولاړ دي .
مختار مې لومړی ځل په ۱۳۵۲ کال په مهترلام ښار کې وليد.موږ دواړه د يوه سياسي بهير ملگري او د يوې لارې لارويان وو.هغه په مهترلمک ښوونځي کې ښوونکی ، او زه د روښان ليسې زده کوونکی وم.
وروسته بيا د سياسي او عقيدتي ملگرتيا تر څنگ زموږ تر منځ د شعر او شاعرۍ اړيکې هم پياوړې شوې . هر کله به يې چې کوم نوی شعر ليکلی و،لومړی به يې ماته لوسته او په گډه به مو پرې بحث کاوه.
د اروا ښاد مختار يو زيات شمېر تصنيفونه په لغمان کې د محلي او ولسي سندر غاړو له خواد موسيقي په چوکاټ کې کمپوز شوي وو چې د خلکو له خوا يې تود هرکلی کېده.د ارواښاد مختار زياترو نظمونو او تصنيفونو انتقادي او اصلاحي بڼه درلوده او هغه په آگاهانه توگه په خپلو نظمونو کې يو شمېر ټولنيز مهم مسايل چې د خلکو د پراخو پرگنو په ورځني ژوندانه پورې يې سيده اړه درلوده،ځايول او په دې ډول يې د ولسونو په منځ کې د سياسي او ټولنيز شعور د ويښتيا او روزنې او پالنې چارې ته پاملرنه کوله.
مختار يو زړه سوانده او مهربانه ښوونکی و.خپلې دندې او د تدريس چارو ورته ځانگړی اهميت درلود. هغه به ويل چې نني کوچنيان او ماشومان د سبا ورځې مشران او رهبران دي. هغوئ دي چې په راتلونكي کې د هېواد د ودانۍ او پرمختيا چارې پرمخ بيايي .لازمه ده چې د هغوئ ښوونې او روزنې ته ځانگړې پاملرنه وشي .
مختار د افغانستان د زيارکښو ولسونو د آزادۍ او سوکالۍ د لارې يو نه ستړی کېدونکی مبارز و او د خپل وياړلي ژوندانه تر پايه د خپل هېواد او هېواد والو گټو ته ژمن پاتې شو. 
د محسن مختار زړه هومره لوی و چې د تمام جهان غمونه يې پکې ځای کړي وو. دننه په زړه کې به يې د غمونو توفان څپې وهلې خو ملگرو او دوستانو ته به يې څېره غوړېدلې او خوله له خندا ډکه وه. هېڅکله يې نه غوښتل چې خپل غمونه او اندېښنې د نورو پر خاطر بار کړي او د نورو د ناراحتۍ لامل وگرځي.
دادی اوس چې هغه د تلليو لاره په مخ کې ونيوه او له موږ ټولو مرور شو، موږ به يې خوږې خاطرې او يادونه تل په خپلو زړونو او ذهنونو کې ژوندي وساتو.موږ به د هغه په خوږو شعرونو او نظمونو د خپلو زخمي زړونو پرهارونه ټکوروو او د هغه تلپاتې نغمې به زمزمه کوو.
مختار به په خپلو شعرونو او د خپلو وطنوالو په سپېڅلو زړونو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
کورنۍ،دوستانو،ملگرو، هملارو او همغږو ته يې تسليت وايم .
 
روح يې ښاد،نوم او ياد يې تلپاتې. 
خدای دې ورته جنتونه نصيب کړي .
۲۵-۵-۲۰۱۸