- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- مجید قرار
- 1227
په نړۍ کې واړه هېوادونه تل د لویو هېوادونو په ایتلاف، ټلوالو او پاکټونو کې شاملېږي. دا په نړیوال سیسټم کې د بقاء او پرمختګ یواځېنۍ لاره ده. لامل یې دا دی چې د لویو قدرتونو له ټکنالوجیو، پوهنتونونو، تمویل، سترو پروژو، او پانګونو پرته کوچني هېوادونه ځان نشي جوړولای او ډېر کله ځان له سیمه ییزو او لویو قدرتونو څخه نشي ساتلای. ستر قدرتونه پر هر هېواد د خپلې ټکنالوژۍ، خپلو نورو امکاناتو لورېینه نه کوي او نه پر دغسې هېوادونو د جنګ پر مهال رحم کوي. د بې طرفۍ سیاست چې کومو هېوادونو پرمخ کړ، ټولو په اقتصادي، ټکنالوجيکي او نورو لحاظونو تاوان وکړ. افغانستان د همدې سیاست له امله دری سوه کاله منزوي شو چې نن هم په دری سوه کاله مخکې زمانه کې اوسېږو. له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته غربي اروپا د امریکا په ټلواله کې پاتې شوه. جرمني د امریکایي پوځیانو په حضور او شتون کې ځان په یوه نړیوال ځواک بدل کړ. فرانسې د امریکا په مرسته دغه کار وکړ. جاپان د خپل حریف او دښمن هېواد په مرسته خپل تعلیمي سیسټم ورغاوو او نن دا ټول د نړۍ سرلوړي هېوادونه دي. پاکستان خپل پوځ له خپل بادار انګرېز او اټوم له همدې زورورو هېوادونو ترلاسه کړ. نن په نړۍ کې هرڅوک چې هرڅه دی، د همدې ایتلافونو، ټلوالو او تړونونو برکت دی.
د افغانستان حالت بیا داسې دی چې نه د دین شو، نه د سادین شو. له انګرېز سره د جګړې سزا یې دا شوه چې نه یواځې د ګڼو نامسلمانو هېوادونو حریف شو، بلکې اسلامي نړۍ هم د انګرېزانو په اشاره افغانستان ته شا کړه. پاکستان یې دښمني وکړه، سعودي یې دښمني وکړه، او عربي نړۍ تر پایه په اړیکو کې بې علاقتوب ورسره وښود. حتی د طالبانو امارت چې عربي نسخه یې تطبیقوله هم د اسلامي نړۍ حمایت یې ترلاسه نکړای شو خو تر امارت را وروسته راغلی د امریکا تر حمایې لاندې حکومت د ټولو مسلمانانو لپاره هم د سترګو تور شو. سعودي سږ کال د افغانستان ولسمشر ته بې سارې پروتوکول ورکړ. اماراتو همداسې. ټولو مو الوتکي میدانونو ته ور پرېښودې، او سفارتي اړیکې یې راسره پرانیستې. همدغه پاکستان چې هغه مهال یې د مستعمرې په سترګه را کتل اوس د خپل قوي حریف په سترګه را ته ګوري.
د دې ټولو ترڅنګ یو حقیقت دا هم دی چې لوی قدرتونه تل د وړو هېوادونو پر سر په رقابت کې وي. کله چې یو کوچنی هېواد د یوه بل هېواد ملاتړ ته داخلېږي، حریف لوی قدرتونه یې هلته د آزادي غوښتنې په نامه، د اشغال ضد تر بهانې لاندې او په مختلفو وسیلو نیابتي جنګونه پیلوي او تر هغو دوام ورکوي چې دا هېوادونه یا خپلې کومې ته وغورځوي یا یې لږ تر لږه دومره کمزوري کړي چې پر دوی تکیه پاتې شي.
د افغانستان په اوسني حالت کې د اشغال هغه ډنډوره چې پاکستان روانه کړې، د همدې دود برخه ده. پاکستان غواړي افغانستان تر خپل نفوذ لاندې کمزوری، محتاج، او آن پنځمه صوبه وساتي او عملا یې دا توان ثابت کړی هم دی.
د پاکستان د کویټې شورا او حقاني دغه کار په جګړه کوي خو یوه ډله نور پروژه وي غلامان یې بیا دغه کار په تظاهراتو، په اصطلاح مدني حرکتونو، او سیاسي فعالیت کوي او له هر ډول معقولیت او لرلید درلودلو پرته له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پښې سپکول غواړي او دا له یاده وباسي چې د دې وطن په رګ رګ کې نن د نړیوالې ټولنې د مرستې وینه چلېږي. د ټول هېواد عواید د دې هېواد شل سلنه عادي بودیجه نشي پوره کولای او که نړیواله ټولنه نه وي، افغانستان به بیا د سیمه ییزو کوچنیو هېوادونو د چور، خرمستیو او وحشتونو ډګر وي. دلته به جیش محمد الوتکي را تښتوي، القاعده به له دې ځایه پر نورو بریدونه کوي، ریاض بسرا به په خپل هېواد کې خلک وژني، دلته به ځان ورته چاغوي، افغانان به په یوه ټلیفون پسې کویټې ته ځغلي او په نړۍ کې به مو دری هېوادونه د رذالت لپاره په رسمیت پېژني."