دجرمني دبرلين ښاركې دروان ميلادي كال پر ۱۹مه نېټه دافغانستان د ۲۰۰۹ زيږديزكال دانتخاباتواوامنيت په اړه دheinrich Bollstifung institute لخوايوه ستره نړيواله غونډه جوړه شوې وه.
نوموړې غونډي ته دميدان وردګوولايت پخوانى والي اوپخوانى افغان ډيپلومات ښاغلى الحاج عبدالجبارنعيمي هم بلل شوى ؤ. ښاغلي نعيمي له دغه سفرڅخه له راستنېدو وروسته په يوه ناسته کې لاندې معلومات په هېواد کې دراتلونکو ټولټاکنو په هکله راسره شريک کړل.
هغه وويل،چې په نړيواله ټولنه يې غږكړى،چې دانتخاباتوكمېسيونوبايدد افغانستان دحكومت اونړيوالې ټولنې تر جدي څارنې لاندې ولري ترڅو دغه کمېسون په خپلواكه او شفافه توګه دنوم ليکنې ، کمپاين او ټولو هغو ورځو کې چې داچول شوې رايې شمېرل کېږي او بيا اعلانېږي تر سره كړي.
هغه زياته کړه چې په دې خاطر اړينه ده چې ددټولټاکنو دكمېسيون دغړيو امنيت اوخونديتوب بايد تامين كړي،ترڅو ازاد،عادلانه اوشفافې ټاکنې ترسره شي.
ښاغلي نعيمي ديوې پوښـتنې په ځواب كې چې دغه ټاکنې به څومره داعتماد وړي وي، وويل: دامنيت خرابوالى به پر انتخاباتو اثر وكړي، خو په انتخاباتو كې دګډون لپاره بايد سياسي ګوندونه، ډيموكراټيك بنسټونه، مدني ټولنې، دميرمنوټولنې، ديني عالمان، قومني مشران او عام ولس وهڅول شي او په دې پروسه كې دې ولايتي شوراګانې دولسي جرګې غړي او سيمه ايزې شوراوې هم راګډې كړاى شي.
هغه دغه راز وويل چې دانتخاباتو لپاره دنوم ليكنې پروسې ته دې يو شفاف ميكانيزم رامنځته شي، چې په ټولو ولايتونو كې يو شان نوم ليكنه وكړي. او ټول هغه خلک چې درايې ورکولو معيار پوره کولى شي دراتلونکو ټولټاکنو لپاره کارت ولري. ښاغلي نعيمي وويل چې د۲۰۰۴ ز كال انتخابات ډير ښه اساس وو او په انتخاباتوكې دپاكستان او ايران كې مهاجرينو ته په انتخاباتوكې برخه وركړل شوې وه، نو د۲۰۰۹ ز كال په ټاكنو كې دي هم ونډه وركړل شي.او په دې موخه دې دنوم لېکنې لړۍ ګاونډېو هېوادونو لکه پاکستان او اېران کې هم ترمهاجرو افغانانو پورې وغزېږي، ترڅو هغه مهاجر افغانان چې نوي درايې ورکولو معيار ته رسېدلي دي هغوي هم درايې ورکولو لپاره خپل نومونه وليکي.
ښاغلي نعيمي وويل ددې لپاره چې دانتخاباتو لړې لانوره شفافه شي پکارد ي چې دکانديدانو ترمنځ تفاهم موجود وي او بايد چې دټولو کانديدانو ترمنځ لوي تفاهم او اعتماد رامنځته شي. او يو پربل بېځايه نېوکې دولس په منځ کې دټولو کانديدانو په وړاندي نه باور رامنځ ته کوي.
ښاغلي نعيمي وويل چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دى او راتلونکى ضعامت بايد داتوان ولري چې دملي ګټو په پام کې نېولوسره دحکومت مخالين سره پخلا اونوره په هېواد کې دجنګ اوجګړې کمپله ټوله شي. هر افغان حق لري چې په خپله خوښه دخپل راتلونکې ولسمشر دټاکنو لپاره خپل هغه حق چې قانون ورکړى دي وکاروي. او ددې لپاره چې ددغې خبرې په ارزښت ټول هېواد وال وپوهېږي بايدپه ولايتونو كې دې دعامه پوهاوي لپاره غونډې او سيمنارونه جوړشي او ولس ته دې دانتخاباتو دګټو په اړه پراخ مالومات وركړل شي. او خلکوته قناعت ورکړل شي چې په دغو ټاکنو کې ګډون کول څومره ارزښت لري. او ددې لپاره چې زيات شمير خلک په دغو ټاکنو کې برخه واخلي دحکومت دنده ده چې ولس سره دتفاهم لاره خپله کړي. ځکه چې دادولس دسرنوشت دټاکلو مسله ده اوولس بايد په دې کې په پراخه توګه لاس ولري او په دې کې بايد دولس غوښتنې په پام کې ونيول شي او دهيلې بايد هيلې پاتې نه شي.
ښاغلي نعيمي وويل چې په راتلونکوټاکنو کې يوازې دامنيت مسله نده چې حکومت او نړيواله ټولنه بايد ورته پام وکړي بلکې ددې ترڅنګ دعامو خلکو مايوسي او هغه واټن هم دې چې ددولت اورعيت ترمنځ رامنځ ته شوي دي. او زياته يې کړه چې ددې لپاره بايد ولسواکي تقويه شي.
ښاغلي نعيمي ويلي چې افغان حكومت،ناټو او ولس بايدپه ګډه دټولو ولايتونو وګړيو ته ديو شان راې وركولو زمينه مساعده کړي. او دانتخاباتو دكمېسيون دچارو دشفافيت لپاره دې نړيوالې ټولنې استازي دغه چارې ترڅارنې لاندې ونيسي . ښاغلي نعيمي ويلي، چې ۲۰۰۴ ز كال په توپير به د ۲۰۰۹ ز كال په انتخاباتو كې ډېر خلك برخه وانـخلي خو دنـړيـوالـې ټـولنـې فعال ګډون او هلې ځلې كولى شي چې دانتخاباتو لړۍ كاميابه کړي.