نسبي اتلواله، که ملي خيانت؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسدالله نورزی
  • 1278

 مشهوره مقوله ده چې جګړه ګټونکی نه لري. په هغه سيمه چې جګړه تېره شي، وراني، فساد او چپاولګري سم ورسره مله وي.

کله چې په نړۍ کې دوې نړيوالې جګړې پېښې شوې، جګړه نېغ په نېغه د علمي تيوريو او بحثونو موضوع وګرځېده. په دې مورد يو شمېر طبقه‌بندي را منځ ته شوې چې جګړو ته د اړونده موقف او هدف په نظر کې نيولو سره نومونه ورکړل شول او تعريف شوې.

هغه جګړې چې له کلتور يا فرهنګ سره يې تماس درلود، کلتوري جګړې يادې شوې، د معاصرې ټيکنالوجي په پراختيا سره د نويو او مضرو وسلو په را منځ ته کېدو ورته د اټومي جګړو نوم ورکړل شو، په جګړو کې د ښکېلو لوريو يا د قلمرو له لحاظه په بهرنيو او داخلي جګړو په نومونو وپېژندل شوې چې هره يوه يې ځانګړي تعريفونه او ځانګړتياوې لري.
غواړم له نننيو او پرونيو منارو او غير قانوني کړنو سره په ارتباط په داخلي جګړه يو څه رڼا واچوم.

داخلي جګړه هغه جګړه ده چې د يو هېواد دننه د دوو يا څو متخاصمو ډلو، احزابو، قومونو يا ولسونو تر منځ د قدرت د تر لاسه کولو يا منابعو په سر پېښه شي چې ښه بېلګه يې له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ يمو کلونو تر منځ د افغانستان جنګ و.

دا نورې جګړې په ځانګړې توګه بهرنۍ په نسبي توګه جګړه کوونکي تعريفوي، يو لوری خپلو جنګياليو ته د اتلانو خطاب کوي، خو هغه بيا د مقابل لوري لپاره تېري کوونکي او ظالمان وي، لکه چنګېز خان چې د افغانستان خلک يې د يو ظالم او تېري کوونکي په توګه پېژني، خو د منګوليا خلکو لپاره اوس هم يو اتل دی.

خو کورنۍ جګړې بيا په ټوله کې هيڅ کوم داسې افتخاري القاب نه لري چې د جګړه کوونکيو لپاره يې وکارول شي، ځکه دا په حقوقي او تاريخي لحاظ يوه غيرمشروع جګړه ده چې ملت ته له ورانيو، ناورينونو او مرګونو پرته بل کوم څه نه لري او د دې جګړې کوونکي نه يوازې چې اتلان خو نه‌شي کېدای، بلکې مجرمان هم دي.

خو هغه ولسونه چې د درک قابليت يې کمزوری وي، حکومتوالي يې اوس هم د همدغو جګړه‌مارانو يا د هغوی د محصول په لاس کې وي؛ نو دوی نه يوازې چې اتلان دي، بلکې د ملي افتخاراتو يوه برخه هم بلل کېږي او ملت به دا ټولې سپين‌سترګۍ په بې‌وسي زغمي.

سرخط ورځپاڼه