مسکوکې دسولې کنفرانس ته عزيزالله دين محمد د وينا


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حاجي عزيزالله دين محمد
  • 1065

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس ته د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي مشر حاجي عزيزالله دين محمد د وينا متن:


۹ نومبر، ۲۰۱۸- مسکو

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم، اما بعد:
د روسیې د فدراتیف دولت د بهرنيو چارو وزير سرګې لاروف او دسیمې د هېوادونو ډیرو محترمو هئیتونو مشرانو، غړو، د طالبانو محترمو استازو او د کنفرانس ګډونوالو!

خوشاله يم چې نن د افغانستان د سولې او امنيت په اړه يوې ډېرې مهمې ناسته کې ګډون کوو.

د افغانستان د سولې عالي شورا چې د یوه مستقل ارګان په حیث چې زه او زما سره ملګری محترم هیئت یې نماینده ګي کوو د ټول افغانستان څخه د د یو زر او شپږ سوه تنو علماوو، قومي مشرانو ،مدني ټولنو ،ښځو، ځوانانو او د ټولنې د مختلفو اقشارو په غوښتنه جوړ شوی، د سولې لپاره باصلاحيته نماينده ارګان دی. د ملت د اکثريت برخې نماینده ګي پکې وجود لري او نن د افغانستان د خلکو په نمايندګۍ دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلي يو. د روسیې د فدراتیف جمهوریت څخه مننه کوو، چې دا موقع یې برابره کړه چې د سیمې د هېوادونو استازي د افغانانو په شمول دلته سره جرګه شي،او په افغانستان کې د وینې د توییدو د مخنیوي لپاره په لارو چارو غور وکړي.

له ټولو محترمو هئیتونو څخه مننه کوم چې خپل قیمتي وخت یې دې مهمي موضوع ته ورکړ،او اشتراک یې وکړ.
د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې عالي شورا د ټولو هغو هلو ځلو چې په سیمه یزه کچه او یا نړیواله کچه کیږي، قدرداني کوي او د مننې تر څنګ د دغسې ناستو د مثبتو او محسوسو نتايجو تر څنګ د شفافيت غوښتنه هم کوو.

په افغانستان کې روانې جګړې د افغانانو ژوند نهايت تريخ کړی او د افغانستان روانې بې ثباتۍ په سيمه او نړۍ هم اغېز کړی. د افغانستان فرد فردد له دغې جګړې ستړی دی. جګړه په افغانستان کې له حده واوښته او د دې هېواد په لکونو خلک يې ووژل. اوس هم هره ورځ زمونږ وطنوال شهيدانېږي. د کونډو شمېر له نيم مليون واوښت. ماشومان مو ښوونځيو ته نشي تللی. په ښارونو کې مو ملکي خلک وژل کېږي او حتا په روغتونونو مو بريدونه کېږي. زمونږ درې نسله په جګړه کې را لوی شو. هغه جګړه چې پرون هم په مونږ تپل شوې وه او نن هم تپل شوې جګړه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د باصلاحيته او د خلکو د نماينده ارګان په حيث تل د جګړې د پای ته رسولو لپاره هيڅ راز هڅې نه دي سپمولي او په دې اړه يې په وار وار په حکومت او طالبانو غږ کړی چې د جګړې د بندولو لپاره دې د سياسي حل په تلاش کې شي او ټول هغه مسايل چې اختلافي دي او د جګړې باعث ګرځېدلي، د خبرو په مېز دې بحث پرې وشي. مونږ د پخوا په څېر يو وار بې د دې کنفرانس له لارې له طالبانو او حکومت څخه د بې قيد وشرطه مذاکراتو پېلولو هيله کوو او غوښتنه کوو چې دا کنفرانس دې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د مستقيمو مذاکراتو لپاره غږ پورته کړي. هره ستونزه په خبرو حل کېږي او هره جګړه بالاخره په سوله پای مومي. د بهرنيو ځواکونو حضور، طالبان د سياسي پروسې برخه جوړېدل، اوربند اعلانول، د بنديانو ازادول او په اساسي قانون کې له معلومو قانوني لارو تعديل راوستل هغه مسايل دي چې له دې مخکې د افغانستان حکومت ورته رضايت ښودلی. نو په همدې اساس د سولې عالي شورا د دې کنفرانس له محترمو هئيتونو او د طالبانو له محترمو استازوڅخه يو وار بيا هيله کوي چې د جګړې د پېچلتيا او لا ډېرو انساني تلفاتو د مخنيوي په خاطر دې د مستقيمو مذاکراتو او بين الافغاني پروسې لپاره خپل غږ پورته او رضايت وښئي.

مونږ افغانان د ترهه ګرۍ د يوه قرباني ملت په توګه، د سيمې او نړۍ د امن لپاره هره ورځ د خپلو وينو نذرانه وړاندې کوو. تاسې ټولو ته دا ثابته شوې چې افغانانو تر ننه د نړۍ په هيڅ ډول ترهه ګريزه پېښه کې لاس نه دی درلودلی او هيڅکله يې هم د سيمې او نړۍ امن نه دی تخريب کړی. په همدې اساس خپلو ګاونډيانو، د سيمې هېوادونو او نړېوالو ته ډاډ ورکوو چې که په افغانستان کې سوله راشي، د نړېوال امن او ثبات لپاره به لا ډېر پراخ رول ادا کړو. مونږ په اسيا کې د مثبت رقابت، د ملتونو د هوساينې، سوداګرۍ او ښو اړيکو غوښتونکي يو.

د افغانستان جګړه نه يوازې افغانستان بلکې د سيمې ټولو هېوادونو ته ګواښ دی. که خدای مکړه دا جګړه لا نوره هم اوږده شي، نو وېره ده چې له فرصت څخه په استفادې نړېوالې ترهه ګرې ډلې يو ځل بيا افغانستان ته راشي او د سيمې او نړېوال امنيت ته جدي ګواښونه متوجه کړي. د همدغو ګواښونو او خطرونو د مخنيوي لپاره نن دلته را ټول شوي يو او بايد دا کنفرانس د افغانستان خلکو ته د سولې يو محسوس او مثبت پيغام له ځانه سره ولېږدوي. مونږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې د سيمه ايزو او نړېوالو منفي رقابتونو له امله د افغانستان جګړې ته لمن ووهي. مونږ نغواړو چې نور جنګ دوام وکړي او افغانستان، زمونږ ګاونډيان او د سيمې هېوادونه د اور په لمبو کې ونغاړل شي. که خدای مکړه وضعيت تر دغې کچې خراب شو، نو مهارول او د هغه اور مړه کول به زمونږ تاسې له وسه وځي. 
په افغانستان کې زمونږ د خلکو تلفات په اوسط ډول له ۱۰۰ تنو اوړي، چې اکثريت يې ملکي وګړي دي. فقر، بېکاري، زده کړو او روغتيا ته نه لاسرسی زمونږ خلک مجبوروي چې نورو هېوادونو ته مهاجرتونه وکړي او د نورو هېوادونو د اوږو بار جوړېږي. د نړۍ افراطي ډلې له موجوده وضعيت څخه په ګټه اخيستو هڅه کوي چې افغانستان کې ځالې وکړي او دغه اور پراخ کړي.

بناَء د افغانستان خلک ستاسې د مخلصانه همکاريو او د سولې د نويد په تمه دي. نو بايد د افغانانو تر منځ د خپل منځ اختلافاتو ختمولو لپاره په پراخ ډول مخلصانه، عملي او شفافې هڅې وشي. د سيمه ايزو رقابتونو ور اخوا دې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمو مذاکراتو ته زمينه برابره کړای شي. ټول اختلافي مسايل بايد د جنګ او وينې تويدنې له لارې نه بلکې له سياسي او مذاکراتي لارو حل شي. د افغانستان امن، په ټوله مانا د سيمې امن او سوکالي ده. راځئ چې په ګډه سره دغه ارمان ته و رسېږو او اسيا يو ځل بيا د جګړې د ميدان په ځای د سولې، انسانيت، پرمختګ او سوکالۍ سيمه وګرځوو.

په پای کې يو ځل بيا د روسيې فدارتيف دولت څخه د زړه له تله مننه کوو چې دا کنفرانس يې جوړ کړی او ستاسې ټولو درنو هئيتونو له ګډون څخه هم نړۍ مننه.

د سولې په هيله