خليلزاد په ډېر مکارانه ډول هڅه کوي چې د سولې خبرو احتمالي ناکامي پر حکومت ور واړوي.


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حکمت حسن
  • 1207

 خليلزاد په ډېر مکارانه ډول هڅه کوي چې د سولې خبرو احتمالي ناکامي پر حکومت ور واړوي.

له شمشاد سره په مرکه کې خليلزاد د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا طالبان ټروريسټان دي او کنه؟ بالکل ځواب نه وايي.
که خليلزاد طالبانو ته ټروريسټان نه وايي، دا ۱۸ کاله امريکايي سرتېريو او ناټو په افغانستان کې د چا پر خلاف جګړه کوله؟
بل ځای بيا ايموشنل بلکميلنګ کوي او وايي چې افغانان بايد جګړه ودروي او زه فکر کوم نور د يو بل له وژنو ستړي شوي یوو.
په دې سره خليلزاد له طالبانو سره جګړه د افغانانو خپلمنځي جګړه ښيي چې البته داسې نه ده.
افغانان د خپلې ازلي او ابدي دښمن د سټراټېژيک ډيپټ په خلاف د خپلې خاورې او خلکو دفاع کوي. خليلزاد بل ځای وايي چې امريکا ته د افغان سولې په کشاله کې تر هر څه خپلې ګټې مهمې دي او دا رښتيا وايي او د زړه خبره کوي.
په ۲۰۰۱ م کال کې د امريکا ګټې افغانستان ته د خپل پوځ راوستل و او هاغه وخت يې له طالبانو سره د اسامه پر سر نانندرۍ پيل کړې او له بلې خوا يې طالب پوه کړ چې مېلمه به نه راسپاري هماغه و چې خپلې حملې ته يې زمينه برابره کړه.
امريکا چې اوس په کومې عجلې سره د سولې خبرې پر مخ بيايي دا د يوې بلې تر دې سترې فاجعې لومړۍ مرحلې دي. امريکايان غواړي د طالبانو لوړپوړي مشران په حکومت کې غوښنه برخه تر لاسه کړي او ځوان جګړه‌مار يې په بل افراطي برانډ کې استخدام کړي. هاغه وخت به امريکايان وايي چې نړۍ ته اوس هم افغانستان ستر خطر دی او موږ د نړۍ او امريکا د امنيت په خاطر په افغانستان کې پاتېږو.
بل مهمه خبره دا ده چې که همدا نن هم طالب ومني چې له افغان حکومت سره مذاکرات پيلوي؛ نو ايا دا امکان لري چې دغه مذاکرات يې په څو مياشتو کې نتېجه ورکړي؟ که موږ واقعاً سوله غواړو او رښتينې سوله، بايد د سولې په خاطر اوږده مذاکرات وکړو چې مسايل په ژوره توګه وڅېړل شي او په پايله کې يې تل‌پاتې او باعزته سوله راشي.
داسې سوله چې له هغې وروسته بله جګړه نه وي او د داسې سولې لپاره وخت او خبرو ته اړتيا ده. که امريکايان غواړي لړل او تپل وکړي دا بايد ورسره و نه منل شي.
د خليلزاد بل کوښښ دا دی چې حکومت د سولې په خبرو کې د يو ګډون کوونکي سطحې ته را کښته کړي او د سولې ابتکار ترې واخلي. د دغه کوښښونو په دوام کې هغه تل له مافيايي کړيو، جنګسالارانو او تر ډېره هغه له منزوي شويو خلکو سره ګوري او هغوی ته د اهميت په ورکولو سره د حکومت د حيثيت ټيټولو کوښښ کوي.
دا هماغه د بن کيسه ده چې يو څو کسان به بيا د ملت پر برخلیک خبرې کوي او پايله يې هيڅکله باثباته او باعزته سوله نه‌ شي کېدای.
د سولې خبرې د حکومت انشيټيف دی او د حکومت په ګدۍ چې هر څوک ناست وي رهبري يې بايد د هغه په لاس کې وي.
که خليلزاد د امريکا استازی دی او تر هر څه له مخه ورته د امريکا ګټې مهمې دي؛ نو بيا خو د ده ټول ملاقاتونه، ناستې ولاړې، مصاحبې د امريکې د ګټو په خاطر دي، په داسې حال کې هغه ولې د يوه درېيمګړي "مکارانه" تمثيل کوي؟
دا چې د خليلزاد او طالبانو تر منځ کومې هوکړې شوې او هغه افغان حکومت ته د منلو وړ نه دي؛ نو دا پخپله د دې دليل دی چې خليلزاد له طالب سره سوله نه، بلکې هغوی ته د قدرت ورکولو د پلان پر پلي کېدو لګیا دی.
امريکا به طالبانو ته د قدرت په ورکړه کې خپلې ګټې ويني، خو ډېری افغانان د طالب حاکميت نه غواړي. افغانان له جګړې ستړي شوي، غواړي د طالب مظالم ور معاف کړي، په خپله ټولنه کې یې مدغم کړي، مګر هيڅکله نه غواړي د هغوی تر حاکميت لاندې ژوند وکړي.
د سولې راتګ د دوه دريو مياشتو خبره نه ده. خليلزاد د ټاکنو او سولې خبرو د موازي تګ ته اشاره کوي. د سولې خبرې اوږده مذاکرات غواړي او ټاکنو ته خو څو مياشتې پاتې دي.
اوس که د ټاکنو وخت رارسېږي بايد ټاکنې وشي او د سولې د خبرو په خاطر چې موږ يې پر پايلو هم نه پوهېږو د ټاکنو نه کول او يا وروسته کول په خپل لاس د مات ګوډ نظام له منځه وړل دي.
افغانان بايد له خپل نږدې تېر تاريخه درس واخلي، د تکرار مخنيوی يې وکړي، د خپل نظام تر شا ودرېږي او که داسې و نه کړي، په راتلونکي کې چې هر څه پېښېږي مسوولان به يې يوازې پخپله افغانان وي.