- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- پوهاند محمد اسمعيل يون
- 1241
ای د علي مورې، ای د داوړ مورې، ای د منظور مورې ، ای د صدیق مورې ، ای د عمر مورې ، ای د عثمان مورې، ای د ارمان مورې ،ای زما مورې ،ای د هر افغان مورې او ای د هر انسان مورې!
ولې وارخطا یې ؟ ولې خپل زوی ته غریو نیولې یې؟ خپل زوی ته دې ددعا لاسونه پورته کوې چې څه پرې ونه شي؟ د ارمان د مور ژړا او فریاد دې یاد ته راځي؟ د وړانګې لوڼۍ کوکارې او ساندې دې سترګو ته ودرېږي؟ فکر کوې چې ستا زوی به هم لکه ګلاب ورژوي؟ ستا لمن به هم له ګلو تشه شي؟
ای د سترې اروا خاوندې!
تاته به دې اوس هم زوی کوچنی ښکاري؟ تاته به اوس هم هغه ماشوم ښکاري؟ ته به اوس هم هیله لرې چې هغه ستا مخکې تاتۍ تاتۍ وکړي، منډې ووهي، ستړی شي او بیا راشي ستا په غېږ کې ویده شي؟ ته یې په وېښتانو کې ګوتې ووهې او هغه بې غمه ارام وکړي.نه! علي اوس ماشوم نه دی هغه اوس لوی انسان دی ،هغه د یو لوی قوم سرتېری دی، هغه اوس د خدای د حقانیت توره تر ملا تړلې ده ،هغه نور بې غمه خوبونه نه شي کولای، هغه د خپله ویده قوم د ویښتابه لپاره په اوږده سفر وتلی ،دې سفر کې لوږه شته ،زندان شته ،سختې شته او ان شهادت شته ،د علي لاره د خدای او د هغه د رسول لاره ده.
نو ای زما زړورې مورې ! ای د علي مورې، ای د منظور او د داوړ مورې، ای د ننګیال او د عثمان مورې، ای د لوڼۍ او د ثنا مورې او ای د هر افغان او هر انسان مورې! پام چې نهیلې نه شې، پام چې یو څاڅکی اوښکه تویې نه کړې، ستا یوازې دعا په کار ده، خپل زوی سره دې د دعاوو لښکر ملګری کړه ، ستا په دعاوو کې دومره قوت دی چې ان شاالله علي به خپله توره راکاږي او د ښامار غاښونه به راباسي ، نو مورې دعاوې کوه دعاوې..