- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد رفیع ګودر
- 1305
د ارش ننګیال د وروستي ولسمشر ناول د لوستو وروسته مې چې کله په دې عکس سترګې ښخې شوې نو په سترګو کې مې اوښکې ورته راغلې.
هیڅ پنجابي او د پنجاب غلام ته یې اجازه ورنکړه چې خپله خاوره د هغو نور په شان په لس میلیون خرڅه کړي.
خپل ورور یې د خپلې خاورې لپاره په زوره د وینو د تږو په لاس کې ورکړو ،او هغو ورته په د زړه توپنچه کېښوه او د ډاکټر صیب په مخکې یې د زړه څخه ورته مرمۍ وباسلې
او ورته وویل چې لاسیلک وکړه ډاکټر صیب د ډېر سوخته موسکی شو چې خاص زما ورور وو چې زما لاسلیک یې زده و زه خو یې بیخي نه درته کوم.
تر هغې وروسته یې ډاکټر صیب ته سوکان او لغتې ورکړې د چوکۍ څخه یې لاندې وغورځوه خو ډاکټر صیب د ښه فکر وروسته ورته وویل چې لاسونه را خلاصه کړی چې درته لاسلیک یې کړم.
په خپل منځ کې پنجابي او د پنجاب غلامان ډېر خوشال شول خو خبر نه وو چې څوک چې خپل ورور د خاورې لپاره قربان کولای شي هغه ځان هم قرباني کولای شي.
قلم یې ورکړو چې لاسلیک وکړه ډاکټر صیب له چوکۍ پورته شوو مخامخ کس یې په سر وهلو سره په ځمکه وغورځوه او د خولې یې وینې توې شوې بل کس په سترګو کې یې قلم ورخخ کړو او ورته وویل چې ته څوک یې چې پر ما ډیورنډ لاسلیک کوې زما شغار درته نه دی معلوم چې وطن یا کفن .
تر هغې وروسته لومړنی کس را اوچت شو او د ډاکټر صیب په سینه یې د مرمیو باران جوړ کړو.
ډاکټر صیب په تن کې لږ ساه وه چې بل نفر پرې راغلو او شجور یې پر تشه کړه .
تر هغې وروسته یې په موټر پسې وتړلو او دا اریانا څلور لارې پورې یې د غوښو او کلک بدن څخه ځمکې خوند اخیستو او دلته یې را ځوړند کړو.
یو طالب پوښتنه وکړه: دغه څوک دی؟
د علي په نوم کس ورته وویل:
وروستی ولسمشر.
خوشحال خټک وایي:
په دا هسې وخت چې وخت د نام و ننګ دی
د بې ننګ پښــــــــتانه کــــــــه څه رفــــــتار