نیوزلنډ وګټله. افغانستان په داسې بېټېنګ لاین باندې تر دې ډېره عالي لوبه کولې شوه.
پارټنر شيپ ونشو، اورونه یې پوره ونه لوبول، حالت ته په کتو یې لوبه ونکړه او له لویه سره تر یو ډول رواني فشار لاندې وو. کپتاني ښه ونشوه، راشد نه و، نبي، رحمت، ګلبدین او نجیب ښه لوبه ونکړه، مدیریت ښه نه دی او ..... دا تقریبآ پر هرې لوبې زموږ تبصره وي، خو که دقیق ووایو افغان لوبغاړي په نړیوال جام کې د غټو ټيمونو سره داسې لوبیږي ته وا سکاتلنډ او نیپال سره مخامخ دي چې دلته هغه پلانونه نتیجه نه ورکوي.
که د لوبې په تخنیکي اړخ غږېږو دا خبره باید خامخا وشي که افغانستان غواړي چې له آسترالیا، انګلنډ، افریقا او نورو غټو ټيمونو سره سمې ډغرې ووهي، له دغو ټيمونو سره دې د هغوی په میدانونو کې لوبې او سیریزونه برابر کړي. څنګه یې وکړي؟
کرکټ بورډ پوهیږي چې څنګه؟؟
که داسې ونشي، افغانستان به یي او هماغه کمزوري ټيمونه او په نړیوالو غټو ټورنمنټونو کې به همداسې منفي نتیجې.
البته شخصآ زه د ګټلو ډېره تمه نلرم. د نړیوال جام تر ټولو کمزوری ټيم افغانستان دی، علتونه یې هم روښانه دي.
موږ چې یې په ماتو خپه کیږو علت دا دی چې دوې راته معمولآ له کمزورو ټيمونو څخه لوبې ډېرې ګټلې او زموږ هیله دا ده چې له پياوړو ټيمونو یې هم وګټي، چې نه یې شي ګټلی او یا نور ټيمونه یې نه پرېږدي چې ویې ګټي. د کرکټ تقریبآ هر نړیوال مبصر وايي چې افغانستان (کن آپسیټ ټيمز) مطلب دا چې د دوې زړه یې نه مني چې افغانستان دې باید او خامخا لوبې ګټي او یا داسې تمه ترې دې وشي. د آپسیټ اصطلاح معمولآ کمزورو ټيمونو ته کارول کیږي. کرکټ، د نړیوال جام د یوې، دوو او دریو لوبو د ګټلو او بایللو خبر نه ده، دا د اوږد مهاله خبره ده چې باید قوي پلان موجود وي او هدف معلوم وي؟ افغان کرکټ اوس چېرته دی؟ پنځه کاله وروسته باید او شاید چېرته وي؟ پنځه کاله مخکې چۍرته و؟ څوک راته ویلی شي چې له تېر نړیوال جام را وروسته د بورډ کوم مشر او ادارې لږ تر لږه دې د افغان ټيم او کرکټ د پرمختګ لپاره یو دقیق لس کلن یا پنځه کلن پلان جوړ او عملي کړی وي؟؟ که یې جوړ کړی، نتیجه یې چېرته ده؟ که نتیجه نلري، ولې یې نلري؟ او ....؟