اړخيز شخصيت دى، خو د خوشال څو اړخيز شخصيت لا په هر اړخيز ډول څېړل شوى او شنل شوى نه دى. تراوسه پورې د بېلابېلو كورنيو او بهرنيو خوشال پېژندونكيو له خوا د خوشال په باب تر پنځوسو عنوانو زيات مستقل او تر يو نيم زر عنوانو زياتې متفرقه ليكنې چاپ شوي دي، خو بيا هم د خوشال شخصيت نورې څېړنې او شننې ته اړتيا لري. خوشال يو شاعر و، ليكوال و، تاريخپوه او ټبر پوه و، طبيب او رنځپوه و، جګړن او تورزن و، فلسفي و، ښكاري و، ارواپوه و، سياستوال او سياستپوه و او د كامل مومند په اصطلاح "لنډه دا چې څه نه و چې دى نه و" يانې هر څه و، خو تراوسه پورې لا د خوشال د شخصيت ډېر اړخونه ناڅېړلي او ناشنلي پاتې دي. د خوشال د شخصيت له دې ناڅېړلو اړخونو څخه يو هم د خوشال د شخصيت (تصوفي) اړخ دى. كه څه هم يو شمېر پخو ليكوالو لكه دوست محمد خان كامل مومند، سيد رسول رسا، امير حمزه شينواري، سرمحقق زلمي هېوادمل او محمد اّصف صميم د خوشال د شخصيت دې اړخ ته هم نغوتې او اشاري كړي، خو لكه څنګه چې د خوشال د شخصيت د رزم او بزم خوا څېړل شوې، دا خوا هغومره نه ده څېړل شوې. حمزه بابا د خوشال بابا د يوه تصوفي شعر پر يوه بيت: په هر څه كې ننداره د هغه مخ كړم چــــې له ډېرې پيــدايۍ ناپديد شو يوه ځانګړې رساله ليكلې ده او دا شعر يې د وحدآ الوجود او وحدآ الشهود د فلسفې په رڼا كې څېړلى دى. خوشال بابا او حمزه بابا په تصوف كې د يوې ځانګړې طريقې خاوندان وو، نو ځكه خو حمزه بابا ته د خوشال دې شعر د مانا له پلوه ډېر ارزښت درلود، نو ځكه يې دا بيت په هر اړخيز ډول څېړلى دى. تصوف او عرفان په حقيقت كې د خوشال د شاعرۍ يوه ځانګړې او اساسي برخه ده، چې د هغې د بېلابېلو خواوو له څېړنې او شننې څخه موږ ته يو متقي، زاهد، پرهـزګار او صوفي خوشال لاسته راځي. د خوشال زياتره تصوفي او عرفاني افكار د هغه رباعياتو او څلوريزو كې خوندي شوي او بيا دې عرفاني رڼا غزلو، قصيدو او د خوشال نورو شعرونو ته هم لاره كړې ده. د خوشال په نږدې (زرو غزلو) كې داسې غزلې هم شته، چې ټولې تصوفي او عرفاني رنګ لري او داسې غزلې هم شته، چې يو يا څو بيتونه يې تصوفي رنګ او خوند لري او نور بيتونه يې د ژوندانه نورو خواو ته وقف شوي دي. همدا عمليه پر ځينو قصيدو او د شعر پر نورو فورمونو هم تطبيقېږي. د غزل يوه ځانګړنه همدا ده، چې د يو ټوليز او كلي ارتباط د ساتنې او پالنې ترڅنګ يې هر بيت يوه خپلواكه مانا هم لري. د خوشال بابا اكثره غزلې له همدې امتياز څخه پوره برخمنې دي. كه څوك غواړي د خوشال بابا د تصوفي او عرفاني افكارو څېړنه وكړي، نو يوه كتاب نه بلكې د كتابونو ليكنې ته اړتيا ده او كه څوك غواړي د خوشال له كلياتو څخه د هغه د تصوفي افكارو پر بنسټ د هغه شعرونه رابېل كړي، نو بيا به هم پام وړ شعرونه شي او كه بيا يوازې د خوشال دې تصوفي افكارو ته ښه ځير شي، نو داسې فكر به وكړي، چې خوشال ګنې له تصوف پرته هډو بل كار نه دى كړى. دغسې كه موږ د خوشال د شخصيت هر اړخ مطالعه كوو، نو له يوه بېل او ځانګړي خوشال سره به مخامخ شو. دلته به د خوشال د تصوفي افكارو د ځلا په خاطر د خوشال هغه غزل راوړو، چې دده كليات پرې پيلېږي او پوره تصوفي او عرفاني مانا او رنګ لري: صورتګر چې ښه صورت په دېوال ساز كا كل عالم يې په صفت زبان دراز كا د هغه نقاش په صنع نظر نه كا چې له څه څاڅكي نه دا نقش و طراز كا سترګې، وروځې، پوزه نور كېږدي په مخ كې غاښ و شونډې، ژبه، خوله سره پر داز كا يو سر بل سر په سر جوړ كا دوه غږونه چې په دواړو اورېدنه د اواز كا بند په بند د لاسو ګوتې وبله كېږدي سر تر پايه درست صورت سره يو راز كا كه څوك زر كتابه وكښي له دې بابه كه په كښل شي زر به نور پسې اغاز كا هر ويښته چې په صورت باندې ليده شي كه پرې ځير شې د شناخت ور به درته واز كا خاص بنده د خداى هغه ګڼه خوشاله! چې د ځان په معرفت يې سرفراز كا. خوشال بابا ددې غزل په لومړي بيت كې د لوى خالق د قدرت علايمو ته اشاره كوي او وايي يو عادي انځورګر يا رسام، چې يوه تابلو يا انځور رسم كړي او هغه بيا چېرته په كوم دېوال يا نندارتون كې كېږدي او خلك يې نندارې ته راشي، نو ټول يې توصيف او ستاينه كوي. د رسام يو ښكلى انځور په ډېرو لفظي ستاينو او مالي قيمت ارزوي، نو كله چې د يو عادي انځور خالق يا انځورګر په دومره ستاينو او قيمت ارزي، هغه لوى ذات چې ددې انځور د انځورګر خالق او انځورګر دى، هغه به په څومره ستاينو او نمانځنو وارزي؟ خوشال بابا وايي خلك د هغه صانع، صفت او تخليق ته متوجه نه دي، چې له يوه څاڅكي څخه يې په څه نقش او طراز باندې انسان يا همدا انځورګر، چې يو عادي انځور يې جوړ كړى، تخليق كړى دى. انځورګر له بېلابېلو رنګونو او نورو توكونو څخه په ډېر زحمت او دقت ګټه پورته كوي او تر يوه كړاو وروسته يو انځور جوړويو خو لوى څښتن تعالى په خپل حكمت له يوه څاڅكي څخه داسې يو انځور يا انځورګر جوړوي، چې هغه بيا د نورو انځورونو د جوړونې وړتيا لري. په داسې حال كې چې د عادي انځورګر انځور د بل انځور د جوړونې قابليت نه لري او يو جامد موجود ګڼل كېږي، خو د لوى ذات د انځور جوړونې قابليت بيا دا دى، چې په همدې يوه څاڅكي، خپل انځور ته سترګې، وروځې، پوزه، غاښ، شونډې، ژبه، خوله او نور سره پرداز كړي، چې په دې سره خپل انځور د خبرو، ليدو او ګړېدا وړ كړي، غوږونه ورته كېږدي، چې د اورېدو وړتيا پيدا كړي، لاسونه او پښې ورته وركړي، چې د تحرك او كار قابليت پيدا كړي. لنډه دا چې په دې يوه څاڅكي د خپل انځور ټوله ښكلا او ضرورتونه پوره كړي. خوشال بابا وايي كه د لوى خالق ددې انځور يا مخلوق د ښكلا او جوړښت په باب هر څومره بحث او خبرې اترې وشي، كتاب او كتابونه وليكل شي او ان په زرګونو كتابونه، نو بيا به هم په دې انځور كې د لوى ذات د قدرت د ټولو عجاېبو تفصيل ورنه كړاى شي. خوشال بابا د خداىج ددې انځور يوازې يوه وېښته ته اشاره كوي او وايي كه يوازې پر همدې يوه وېښته تحقيق او پلټنه وشي، نو د خپل رب پېژندنې ور به درته بېرته كړي. د انسان په وجود كې د وېښتو د شتوالي پر ضرورت او اهميت عادي وګړي نه پوهېږي، خو كله چې له طبيبانو پوښتنه وشي، نو بيا به سړى پر خپل بدن د وېښتانو پر ګټې او ارزښت پوه شي. رنځپوهان يا طبيبان وايي، چې د انسان پر وجود چې هر څومره وېښتان دي، هر وېښته يو ځانګړى سورى لري، چې د انسان د بدن دنننى او بْرنى دفاعي سستم تنظيموي، يانې د انسان د وجود اړينه هوا بدن ته داخلوي او كله چې پر انسان د ګرمۍ او نورو عواملو له امله فشا راځي او خوله توليدوي، دا خوله د همدې وېښتانو له لارې له بدن څخه خارجېږي. په دې ډول وېښتان د بدن د تبخير په چارو كې مهم رول ادا كوي. دغه راز د انسان د بويونې په سستم كې وېښتان د هوا په پاكولو كې ډېره مرسته كوي. خوشال د يوه صوفي او طبيب په توګه د خداى د پېژندنې لپاره دا يو وېښته د ساري په توګه يادوي او كه همدا يوه وېښته ته هم متوجه شو، نو د خداى د حكمت او قدرت په رازونو به پوه شو. خوشال بابا نېكمرغه خلك همغه ګڼي، چې خداىج ورته ددې وس او توان وركړى، چې د لوى ذات په باب فكر وكړي، خو خوشال د خداى د پېژندنې راز په دې كې ګڼي، چې انسان د خپل ځان په باب فكر وكړي، زه څوك يم، څنګه جوړ شوى يم او چا جوړ كړى يم.؟ خوشال بابا وايي لكه څنګه چې يو (انځور) خپل (انځورګر) لري او پرته له هغه انځور هډو جوړېدى نه شي، دغسې انسان (مخلوق) هم يو (خالق) لري، چې د هغه له قدرت او حكمت پرته دى اصلاً راټوكېدى نه شي، نو په دې خاطر چې موږ خپل خالق وپېژنو، د خپل ځان په باب بايد فكر وكړو او په ځان كې د لوى رب د قدرت او حكمت نښې نښانې كشف كړو. هغه نښې نښانې چې هره يوه يې د يو خاص هدف لپاره ګومارل شوي او مشخصه دنده ترسره كوي، نو كله چې موږ د لوى رب د قدرت په دې رازونو پوه شو، نو بيا چې د يو عادي انځور لپاره د يو عادي انځورګر ستاينه كوو، نو بيا خو لازمه ده، چې شپه او ورځ د هغه حقيقي او اصلي انځورګر (لوى رب) ستاينه وكړو، چې د (انسان) په شان انځور يا صنع يې رامنځته كړى دى او همدغه كسان بيا د خداىج نېكمرغه كسان دي، چې پر همدې تفكر، نمانځنه او ستاينه بوخت وي.