- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- اقبال حسين افکار
- 1315
دا درې واړه هغه شاهکار کتابونه دي چې وتلي شاعر ,اديب,جرنلسټ ښاغلي راشد خټک د انګريزۍ نه پښتو ته او له پښتو نه په اردو ژبه ژباړلي دي ړومبې خبره خو داده چې د خپلې ژبې نورو ته ژباړه او نورو ژبو خپلې ژبې ته ژباړه ډير مهم په زړه پورې کار دے.د خپلې ژبې ژباړې سره قومي اجتماعي شعور دنيا ته ورسي او د نورو ژبو د ژباړې سره پښتون لوستونکي په روحاني حواله قوي او مضبوط شي هغه د نورو ژبو علمي,ادبي,تحقيقي اثارو رنګ هم اخلي خوند هم. دغه خوند ,رنګ ولس په فکري حواله هم آهنګ کوي.د نړۍ قومونو دولتي ادارې په څه نه څه شکل کښې دغه کار کوي خو ځنې د علم ودانش فکروفن خاوندان په شخصي حواله هم د ژباړې کار کوي زمونږ پښتنو په لر و بر شمال وجنوب کښې ډير داسې شخصيتونه شته چې د قدر وړ کتابونه يي په پښتو ژبه ژباړلي دي او د پښتو ادب لمن يي درنه کړې ده.ښاغلے راشد خټک ددغو نه يو دے چې لږ تر لږه څلور د فکشن په حواله کتابونه يي په پښتو او اردو ژبه ژباړلي دي.د پاولو کويلهو مشهور ناول الکمسټ د کيمياګر په نوم د انګريزۍنه په پښتو ژباړلے دے.دغه رنګ په نړۍ کښې دناول افسانې په حواله پيژندونکي روسي اديب ميکسم ګورکي شل افسانې په پښتو ژباړلي دي.د پښتو ژبې د فکشن په حواله متعبر اديب ارواښاد سعدالدين شپون مشهور ناول" دياران غار" په نوم په اردو ژبه ژباړلې دے.دغه رنګ د ځوانو جزبو د پښتو افسانه ليکونکي اديب عبدالوکيل شنواري لنډې قيصۍ په اردو ژبه ژباړلي دي چې تير کالم کښې پرې مونږ خبره کړې ده.د ميکسم ګورکي نوم په نړۍ کښې دومره کوټلې دے که يو بنده دنړۍ د هرې ژبې ليکوال وي او د ميکسم ګورکي ناول " مور " او د هغه افسانې چې په ورکې يو د" مور" په نوم هم ده لوستې نه وي نو نيم ګړې به وي. ښاغلي راشد خټک زيار باسلې دے د ميکسم ګورکي شل افسانې په پښتو ژبه ژباړلي دي او د "غچ" په نوم چاپ دي.ژباړه ګران او زړه ستړے کار وي د يو فن پارې روح سالم بلې ژبې ته راوړل وي خو زه ډير په ديانت سره وايم چې ښاغلے راشد خټک په دې ګران کار کښې بريالې شوې دے.د ښاغلي وکيل شنواري افسانې چې په اردو ژبه ښاغلي راشد خټک ژباړلي دي د " پچاس ملين " په نوم چاپ دي د قدر وړ ستاينې جوګه دي.
بله ژباړه د پاولو کولهو مشهور ناول " الکمسټ " په پښتو ژبه ژباړلے او د "کيمياګر " په نوم چاپ دے ډيره ښه ژباړه او ښه موضوع ده د پښتنو د مثالي او توانا "فرد "جوړولو کښې ډير مواد لري زه خو وايم چې کيمياګر او د شپون صيب ناول د غار ياران د افغانستان او پاکستان په ټولو پوهنتونونو کښې د نصاب برخه جوړول پکار دي."کيمياګر د يو هلک قيصه ده چې په 16 کلنې کښې سبق پريږي پلار ته وايي زه سيل ګر جوړيدل غواړم.زه غواړم چې د ملا جوړيدو په ځاې د خداې دنيا وينم او دهغه مخلوق وپيژنم پلار ورله ګډې واخلي او هغه شپون شي ورسره يو کتاب هم وي چې کله کله يي لولي او يو وخت ورته د يو حکيم لور ووايي " ماته پته ده چې شپانه هم کتابونه لوستې شي " هلک ورته وايي " زه د کتابونو نه زياته زده کړه د خپلو مېږو (ګډو) کوم ميږې مونږ چيونټي ته وايو دلته ژباړن ميږې راوړې دے چې دا ورته د پښتنو په کومه لهجه کښې وايي? " بهر حال هلک خوب کښې يو خزانه ويني ددغې خوب تغبيرولو دپاره يو پال ګرې له ورشې هغه ورته ددې لوظ سره د خزانې درک ورکړي چې په موندو به لسمه برخه ماله راکوې.بيا د اسپانيه په طريفه ښار کښې د يو زوړ باچا سره مخ شي هغه ورته څو نصيحتونه سره د ګډو لسمه برخه هغه ته د ورکولو په شرط هلک ته د خزانې درک وښايي چې احرام مصر کښې ده. د هلک زړه دحکيم لور وړې وي.زوړ باچا هلک ته وايي زمونږ مينې مونږ د برخليک نه اړوي.دويم " مونږ له خپل خوبونه په خپله د تعبيرولو هنر زده کول پکار دي " دريم په پال پوهيدل پکار دي يعني د حالاتو په رموذ پوهيدل پکار دي. بهرحال هلک ګډې خرصې کړي افريقې ته لاړ شي پردې وطن وي ژبه هم نه ورځي يو ګڼ کپ ترې ټول رقم چپه کړي شپه تيره شي سبا سحر د يو حلوايي سره دکان په لګولو کښې مرسته وکړي هغه پرې ناشته وکړي.هم دغه بازار کښې د شيشې د لوخو د دوکان المارۍ صفا کړي هغه پرې ډوډۍ وخوري دده ددې عمل په وجه د هغه په دغه ورځ کار ښه وشي نو دې له ځانه سره ملازم کړي دده په مشورو او محنت د دوکاندار کاروبار وده ومومي دې هم ښه وي يو کال کښې بلا رقم جمع کړې دومره ګډې پرې اغستې شي څومره چې ده سره وې. دوکاندار هم دغه مشوره ورکړي خو دده ته د زوړ باچا نصحيتونه راياد شي د خپل وطن په ځاې د هغه قافلې خواته ورشي کومه چې مصر ته په صحرا ځي دغلته نور بلا خلقو ماشومانو څاروو سره يو پيرنګې هم وي چې بلا کتابونه ورسره وي په هغې کښې غرق وي دراصل هغه کيمياګر جوړيدل غواړي او د لوې کيمياګر په لټون پسې مصر ته روان وي.د صحرا سفر که څو ګران وي خو دې دصحرا په مزاج پوه شي د ستورو ژبه زده کړي د سپوږمۍ د رڼا رنګ او د صحرا دشپې خوند واخلي يو وار دوه د پيرنګي کتابونه واړوي راواړي چې پوه نشي نو هغه وپوښتي خو د هغه پرې پخپله هم سر نه خلاصيږي نو بس بيا دې مشاهدې ته کار ووايي د قافلې د مشر سره تماس ونيسي او دهغه د تجربو فايده پورته کوي د صحرايي قبيلو دجنګ په وجه دوي د کجهورو يوباغ کښې چې په زرګونو ونې ورکې وي او د اوبو 300 کوهيان ورکې وي .دغلته د يو جينۍ فاطمه سره ليدل وشي دواړه په يو بل ميين شي.فاطمه ته دې خپله مدعا بيان کړي هغه ورته تسلي ورکړي چې مونږ صحرايي ښځې يو زمونږ سړي په کلنو په جنګونو کښې بوخت وي .مونږ د هغوي په انتظار ناستې يو ته برخليک ترلاسه کړه زه به ستا په انتظار ناسته يم.هم ددې هلک په وسيله پيرنګې کيمياګر ومومي خو کيمياګر ورته ووايي ته به څو موده نور رياضت کوې.دغلته يو شپه صحرا ته وځي هلته په غونډۍ بازان ويني چې په ښکار د حملې په هڅه کښې وي. ددغې دې پال وباسي د قبيلې سردار ته ووايي سبا په تاسو بريد کيدونکې دے. هغوي که هرڅودده خبرې له اهميت نه ورکوي خو خپل دفاعي انتظام وکړي په سبا بريدکونکي وژلې شي او ده ته د سرو زور ښختې په انعام کښې ورکړي. دغه رنګ د کيمياګر سره هم دده دوستانه تغلق جوړشي هغه ورسره لوظ وکړي چې زه به تاسره ستا د برخليک ته تر رسيدو پورې د يو ځايه مرسته کوم.او بيا د احرام مصر په لور روان شي يو ځاې کښې آسونه بلکل په مزه شي کيمياګر د آس کوز شي او په يو غارلاس ورومونډې يو اژدها مار راوباسي په لښته ګول ديره کښې مار ور پريږدي.بيا يي آزاد کړي چې په مخه لاړ شي نو د صحرايي خلق يي راټينګ کړي کيمياګر دهلک د لاسه تيله وترړي په هغې کښې د سرو ښختې د قبيلې سردار له ورکړي او ورته ووايي چې دا هلک د کمالونو ډک دے دې خطرناکه سيلۍ راوستې شي د قبيلې سردار وخاندې. مونږ دصحرا خلق يو د سيلۍ طوفانو سره بلد يو. خو ځه چې ته وايې ده ته درې ورځې مهلت دے .که سيلۍ يي رانه وسته نو دواړه به ووژنو هلک کيمياګر ته ډير په قهر وي. يو دې زما دسرو ښختې هغوي ته ورکړې بل زه سيلۍ چرته راوستې شم.کيمياګر وويل " دغه د سرو ښختې به ستا دمرګه روستوبه ستا څه پکار راغلے وې " دويم درې ورځې ژوند په لاس درغلې تاسره د صحرا د اوږد سفر تجربه ده ته به ضرور سيلۍ راولې.هلک پريشانه يو غونډۍ ته وخت د حالاتو جايزه يي اغسته په دريمه ورځ نرۍ نرۍ سيلۍراغله رو رو زياتيده د شګو يو طوفان وو.کله چې سيلۍ په قلار شوه نو د قبيلې سردار دوي ايله کړل او تر ځايه محافظ يي ورسره ورکړل د احرام مصر نه د څو کلوميټره دې خوا يو ګرجې ته ورغلل.کيمياګر دغلته دسيکې نه سره زرجوړ کړل دوه برخې يي راهب ته ورکړل دوه برخې هلک ته او يو برخه يي ځان ته پرې ښود.هلک د خداې شکر ادا کوي چې احرام مصر ته يي راورسولم د احرام مصر په ليدو زړه کښې يي راغلل چې راهب بې ځايه ويل " چې احرام مصر ته د خپل کور د چنې په شا هم جوړولې شے.احرام مصر تش د ګټو لاندې باندې ايښودو نوم نه دے.او په کنسته يي شروع وکړي چې شپې پرې غله راشي دې وهي وټکوي د تيلې نه يي هغه سره زر واخلي کوم چې کيمياګر ورکړي وو.کله چې هلک دوي ته د خزانې هل ووې نو يو غل وويل چې ما د اسپانيه په زوړ چرچ کښې دچنار د ونې سره خزانه په خوب کښې ليدلې ده زه ليونے يم چې اسپانيه ته په خوب پسې ځم ددې خبرې سره د اسپانيې هغه زوړ چرچ ته راشي چرته چې ده د خپلو ګډو سره شپه تيره کړې وه.او د خزانې خوب يي ليدلے وو.هغه چې د اسپانيه د زوړ چرچ د چنار تر څنګ زمکه وکنسته نو صندوق راووت هلک وويل "چې څوک د خپل برخ ليک لټون کوي ژوند په هغه مهربانه وي " دا چڼګړيان هوښيار ځکه وي چې دوي ډير سفرونه کوي "
د افريقه د لوري يخ شمال شروع شو.خو سيلۍ د ځانه سره نه د صحرا بوې او نه د مسلمانانو د يرغل خطره راوړه.ددې ځاې سيلۍ دداسې عطرو خوږ بوې راوړوې وه.چې هلک ورسره ښه بلد وو.او بل يي د يو مچکې احساس راوړې ؤ.مچکه له لرې رو رو راتله.او د هلک په شونډو ولګيده.هلک موسکې شو.دا لومړې ځل ؤ چې فاطمې د سيلۍ په مرسته مچکه راليږلې وه.هغه چغه کړه. " فاطمې زه در روان يم " په دې ناول کښې بلا څه دي خو ستاسو مينه,نظر او لوسته غواړي.زه د دې ناول په ژباړه ښاغلي راشد خټک ته مبارکي وايم.کور وداني خوشحاله ژوند يي غواړم هيله مند چې د راشد خټک په څير اعلي تعليم يافته ځوانان به د ژباړې کارته اوږه ورکړي.
په درناوي
اقبال حسين افکار