د حامد کرزي د يوه مهم وزير توکميزې ناندرۍ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال نیازی
  • 1084

په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا د ۸صبح  ورځپاڼې د دلوې  درېمې نېټې په ګڼه کې یوه بې مسؤلیته لیکنه خپره کړې ده چې سرلیک یې دی ؛قوام دموکراسي در ایالات متحده امریکا؛ نوموړي په دغه لیکنه کې د ورځې توده مسله په څو ټکو کې داسې رانغاړلې چې له یوې خوایې د امریکایي چارواکو غوړه مالي کړې  او  دا یې په ګوته کړې چې ګنې د امریکا هېواد د؛سپینې دموکراسۍ !؟؛ لرونکی هېواد دی چې یو تور پوټکی یې  اولس مشر وټاکل شو او له بلې خوا یې  خپل ځان د توکمپالنې مدافع او د سکټارستانو (ملي ستم) ډېر ستر خواخوږی ګڼلی دی چې کاږي : ؛آیا ممکن خواهد بود در افغانستان یک شهروند تاجک،ازبک،هزاره و یا نورستاني به حیث رئیس جمهور کشور ما برګزیده شود؟؛ د ډېرې خواشینۍ خبره چې یو څوک دې د بهرنیو چارو وزیر وي  او بیا دې  پداسې بېباکۍ په داسې حساس وخت کې داسې یوه بې مسؤلیته لیکنه وکړي. دا ځکه وایم که یو څوک د هېواد بهرنیو چارو وزیر ټاکل کیږي هغه باید په بشپړه توګه د هېواد په ملي او نړېواله پالیسي وپوهیږي . پوښتنه پداکیږي چې دی څرنګه ؛پالیسي میکر؛ دی چې په لوی لاس توکمیزو ناندریو ته لمن وهي؟ که چېرې  وزیر صاحب د دموکراسۍ په رڼا کې  د دې پوښتنې ځواب هم ووایي چې ته خو د افغانستان د اولس  استازو  د وزیر په توګه ونه منلې نو د کومې دموکراسۍ له مخې دې ځان په چوکۍ سریخ کړی دی؟
له دېنه بله مهمه خبره دا ده چې سپنتا صاحب په دغی لیکنی د هغو قومونو سپکاوی کړی دی چې دوی یې د امریکا له تور پوټکو کډوالو سره پرتله کړي دي حال دا چې افغانان په افغانستان کې ټول مېشت قومونه خپل ورونه ګڼي او پخپل پنځه زره کلن تاریخ کې داسې بېلګې څوک نشي په ګوته کولی چې پښتون دې د امریکا د سپین پوټکو (کوم چلن چې له کډوالو تور پوټکو سره شوی دی) په څېر چلن کړی وي چې ګنې سپین پوستو به په یوه هوټل کې تور پوستو سره یو ځای ډوډۍ نه خوړه او دا کار یې د ځان سپکاوی ګاڼه .
ښاغلی رنګین دادفرسپنتا ته سپارښتنه کوم چې د امریکا د ۱۵ (امریکا ۱۴۹۲ کال کشف شوی)  پېړۍ تاریخ د ؛نایمن؛ Naiman او ؛قبچاق ؛ Kabchakله قبایلو سره پرتله نکړي ځکه چې ؛ازبک خان؛ د ۱۵ پېړۍ په شاوخوا کې د دغه توکم  بېلابېل وګړي سره یو موټی کړل او محمدشیباني له ماورالنهر نه را پرېووت  له بلخ نه راواخله تر کرمان پورې سیمې لاندې کړې .  آیا له تاسو محترم وزیر نه پوښتنه کولی شم چې افغانانو او ایرانیانو له نوموړي سره څه چلن وکړ؟ آیا سپنتا صاحب  تاسو چې ځان د ایران یو ستر خواخوږی ګڼۍ تاسو د تاریخ دغه پاڼه لوستې چې ستا ؛بافرهنګ؛ د وخت ایراني مشر صفوي شاه اسمعیل له ازبک مشر محمدخان شیباني سره څه چلن وکړ؟ زه به یې درته ووایم : هغه مهال چې د صفوي شاه اسمعیل ځواکونو په مروې کې لومړی د شیباني خان سر او بیا یې تنه یو د بل پسې راوړل . صفوي پاچا خپلو ځواکونو ته ووېل: هر څوک چې له ما سره مینه لري نو د شیباني خان  له تن څخه دې مړۍ مړۍ غوښه پرې کړي او ودې خوري . پوځ د سترګورپ سره  شیباني خان وخوړ. بیا یې د هغه د سر کاسه په سروزرو کې وپوښله او شراب به یې پکې څښل... د صفوي شاه اسمعل ځواکونه هرات ته راغلل ؛حیدرمداح؛ د هرات خطیب ته یې وویل په منبر پورته شه حضرت ابوبکرصدیق او حضرت عمر(ض) ته کنځل وکړه خو خطیب دا ونه منله.  لومړی یې د هغه ږیره  وشکوله  او بیا یې مړی ورته وسوځوه... خو افغانانو (هوتکي شاه محمود او شاه اشرف) نه یوازې له صفویانو نه دا کسات واخست بلکې ګورګین یې هم پخپلو وینو ولمبوه... موږ پوهیږو چې ښاغلی سپنتا د یو شمېر هغو ایراني لیکوالو لیکنې لوستي چې هغوی تاریخ لیکونکي نه بلکې تاریخ جوړونکي دي نو ځکه یې افغانانو ته غوسه راځي چې د ؛ پوهنتون؛ په ځای ؛دانشګاه؛ غوره ګڼي . نوموړي  په همغې ورځپاڼه کې یو بل ځای کښلي دي : ؛در کشور من باصدور فرمان و دستور العمل، اجازه نمی دهند به زبان مادري ام  اشیا وافراد را صداکنم... هندوان  وسک ها که باشندګان وصاحبان این سرزمین  اند ، به ګونه ی نظام مندمورد  ستم و تجریدو  تهدید قرارمی ګیرند... شایستګان اقلیت ها...؛
درنو لوستونکو دا د ښاغلي کرزي صاحب د بهرنیو چارو وزیر  دی چې  پخپلو څرګندونو غواړي د لږکیو  او ډېرکیو تر مینځ د اخ و ډب زمینه برابره کړي . آیا دا ډول لیکنې د تروریزم له ګواښ نه ډېرې خطر ناکې نه دي؟ که دي نو ولې ښاغلی کرزی د دې وس نلري چې خپل وزیر خپلو نیمګړتیاو ته متوجې کړي . دا چې یوه بهرني هېواد ښاغلی سپنتا په کرزي صاحب باندې تپلی دی چې دی باید هرومرو د بهرنیو چارو وزیر وي خو بایده ده چې د هیواد ملي ګټې خو له پامه ونه وغورځوي.
رنګین دادفر سپنتا په خپلې لیکنه کې د نورستانیانو یادونه هم کړې ده . موږ پدې پوهیږو چې پدې لیکنه کې  دې خپله سیاسي موخه لري  او کنه فکر نه کوم چې  نوموړی دې د نورستانیانو په اړه یوه پاڼه هم لوستې  وي او که یې د نورستان لرغونی تاریخ لوستی وای  نو دا ډول ناسمه  پرتله به ېې  هېڅکله نه وی کړی ځکه چې د بلورستان (نورستان)  شپږزره کلن تاریخ د افغانانو د تاریخ یوه ستره بېلګه ده .
موږ پدې پوهېږو چې ولې د بهرنیو چارو وزیر  پداسې  مهال  پرته له کوم تاریخي مناسبت نه د یوې پلمې له مخې دا ډول بې مسؤلیته  خبرې کوي ؟ د دې لامل  ښایي دا وي چې د حامد کرزي  د حکومت دوره پایته رسیدونکې دی او که چېرې په راتلونکو  ټول ټاکنو کې پخپله ښاغلی کرزی او یا بل څوک واک  ته ورسیږي رنګین دادفر نور د بهرنیو چارو وزیر نه ټاکل کیږي .  د ده په اند غوره به وي چې ؛اقلیتونه؛ تر شاه  ودروي چی له دې زنګوهلې  وسلې نه ډېرو ټوپک  سالارانو ناوړه ګټه اخستې ده چې موږ رشیددوستم د بېلګې په توګه یادولی شو .
د دې ناسمو څرګندونو بل لامل ښایي  دا وي  چې نوموړی  یو ځل بیا غواړي چې د بي بي سي له لارې بیا څو تېزې او غولونکې خبرې اولس ته ورسوي  چې ګنې زه د اولس ریښتنی خواخوږی یم... لکه چې معلومه ده یوه ورځ د B.B.C له لارې سپنتا  ته وویل شول چې له وزارت نه دمخه تاسو د کرزي په حکومت نیوکه کوله خو اوس دی خپل لوری بدل کړی دی ...
  هره خبره چې وي ویبه  خو دا ډول بې مسؤلیته لیکنی د هر هېواد پال افغان لپاره د منلو وړندي  لکه د کرزي صاحب د بهرنیو چارو وزیر رنګین داد  فرسپنتا چې کاږي : ؛بین تفاوت ره از کجاست تا به کجا! در سرزمین  من دیګر اندیشان به زنجیر کشیده مېشوند...؛