ولې په نویمه دقیقه کې ولسمشر له مناظرې څخه پر شا شو؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله پېژاند
  • 1320

مناظرې د ټاکنیزو منډو ترډو هغه یوه برخه ګڼلای شو، چې عامو خلکو ته په زړه پوري وي او تر ډېره مقابل لوري هڅه کوي چې خپل ځان وړونکی او بریالی وښيي. خو کله چې دغه بهیر سم مدیریت نشي او مهندسي شي، نو عقلانیت موږ ته دا اجازه راکوي چې له دې چارې تېر شو.
د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د تېرې شپې مناظره هم یو له هغو پروګرامونو څخه وه چې د ملي مصلحتونو پر بنسټ باید د دولت جوړونکي ټیم مشر، ښاغلی اشرف غني ورڅخه پر شا شوی وای. ځکه کره شواهد موجود دي چې د مناظرې مدیریت کونکو (آریانانیوز) پر ټولو هغو اصولو او هوکړو او ژمنو په وروستیو دقیقو کې پښه کښېښوده چې ددغه پروګرام تر جوړېدو اوونۍ مخکې یې منلي ول. له امنیتي مسایلو څخه به د ملي مصلحتونو پر بنسټ اوس تېر شو، خو په لنډه توګه به پر هغه دلایلو مکس وکړو چې د لیکلو صلاحیت یې لرم:
۱ – هوکړه شوې وه چې د مناظرې تالار ته به د مناظر په شپه د دواړو ټیمونو طرفدارانو ته په مساوي توګه اجازه ورکول کېږي. خو په وروستیو شېبو کې اطلاعات ترلاسه شول چې هلته د ثبات او همپالنې د ټیم تر سل زیات کسان، چې اکثره یې مشکوک او ناپېژندل شوي خلک ول، په تالار کې ځای پر ځای شوي ول. راپورونه وايي چې دغو کسانو ته دستور ورکړل شوی و چې ډاکټر عبدالله ته چکچکې وکړي، خو د ولسمشر د خبرو پر مهال مزاحمت وکړي او فضا داسي جوړه کړي چې د هغه خبرې اخلال، او شور و شر سره آن غوڅې کړي. ددې ترڅنګ هغوی ته د اصلي موضوع خلاف داسي سوالونه ورکړل شوي ول چې د ولسمشر پر شخصي حریم د برید هڅه پکښي شوې وي. مثلا، هغوی ته ویل شوي ول چې له ولسمشر څخه وپوښتي چې د سټیج پر سر لمونځ وکړي، الحمدالله ولولي، او داسي نور. او آن عبدالله هم پلان له ولسمشر د ورته نا اړوندو پوښتنو پلان درلود.
۲ – منل شوې وه چې د مناظرې ویاندویي له فیاض پرته بل څوک وکړي، ځکه د نوموړي سابقې ته په کتلو سره هغه اکثره په میزونو کې او بحثونو کې بې پرې نه دی پاته شوی او د ژورنالیزم له اصولو خلاف ځان نطاق نه، بلکې مستنطق ورته ښکاري.
۳ – له نورو کاندیدانو او رقیبانو سره د تبعیض مخنیوی. موږ ټول پوهیږو چې کله چې د یادې مناظرې اعلان خپور شو، په ټاکنو کې د ولسمشر غني اکثرو سیالانو د اعتراض په توګه خپل ږغ پورته کړ او پر ولسمشر یې ږغ وکړ چې ولې د ټولو کاندیدانو په منځ کې یوازي له عبدالله سره مناظرې ته حاضرېږي. ددغو کاندیدانو په منځ کې تر ټولو سخت اعتراض رحمت الله نبیل وکړ او ولسمشر یې په تبعیض تورن کړ. دولت جوړونکي ټیم د مساواتو او ډیموکراسۍ اصل ته په کتلو سره ددغو معتریضانو اندېښنه پر ځای وګڼله.
۴ – تر ټولو مهمه دا چې د برحال ولسمشر په توګه اشرف غني مسوولیت لري چې د قضیې ټول اړخونه وڅېړي او داسي ګام پورته نه کړي چې ملي وحدت ته صدمه رسوي او د عامو خلکو او افغانانو ترمنځ د نفاق او بېلتون سبب وګرځي. ځکه په دغه مناظره کې د کنډونوالو پلان شوي انتخاب او نا انډولۍ ته په کتلو سره ددې امکان ډېر زیات لیدل کېدی چې ګډونوال د مناظرې په ترڅ کې په خپلو مننځونو کې سره ونښلي او آن پر سټیج ورمات شي.
ددې ترڅنګ یو شمیر نور دلایل هم ددغې مناظرې د لغوه کېدو لپاره شته، چې په یو بل مناسب فرصت کې به له تاسو سره شریک کړل شي.