- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ډاکټر حمدالله محب
- 1127
د امنیتي سکتور رهبرۍ ناستې لارښوونه وکړه، چې د ودانیو بهر لګول شوي امنیتي دیوالونه دې ټول د محوطو دننه انتقال شي.
په دې ناسته کې، چې د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې وشوه په ځانګړي ډول د کابل والي او امنیتي چارواکو ته لارښوونه وشوه، چې په دې اړه عملي پلان تیار او ژر تر ژره عملي شي.
د امنیتي سکتور رهبرۍ ناستې همدارنګه په کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې او تمځایونو د ستونزو په اړه هم بحث وکړ او په دې اړه کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې ژر تر ژره بدیلې طرحې ایجاد او عملي کړي. ملي امنیت سلاکار له ټولو ناستو چارواکو وغوښتل، چې د امنیت تر څنګ دې د ښار ظاهري بڼې ته هم پاملرنه وکړي او ددې ترڅنګ دې ښاریانو ته د آسانه تګ راتګ د زمینې په برابرولو کې هم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
په ناسته کې د هیواد د نورو ولایتونو په تېره بیا نا امنه سیمو په اړه هم بحثونه وشول. ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ، چې یادو سیمو ته دې په وخت رسیده ګي وشي او ترڅنګ دې هغه عملیات، چې په پایله کې یې سیمې آرامې شوي او دښمن ځپل شوی لا پراخ او موثر شي.
اړونده امنیتي چارواکو ډاډ ورکړ، چې ددې سیمو په اړه پلانونه شته او د عملي کېدو لپاره یې کار روان دی.