دا هلک ریچارد توریري نومیږي.


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جعفر هاند
  • 1162

دا هلک ریچارد توریري نومیږي. د کینا د مسایا قبیلې دی. دا قبیله باور لري چې له جنت څخه ځمکې ته را استول شوې ده. ریچارد د شپون زوی دی، ځنګله ته نژدې به هره شپه د دوی په کلیو کې زمریانو د دوی پر څارویو بریدونه کول، څارویان به یې وژل او تښتول. ده ته پر څارویو پیره کول له نیکونو پاتې وو. نورو کلیوالو به زمریان وژل چې د څارویو د حقونو فعالان یې اندېښمن کړي‌وو. وايي یوه شپه یې اوربل کړ چې زمریان رانشي،‌خو زمریان راغلل، ښکار یې وکړ او بېرته ولاړل. په سبا شپه وایي څراخ یې په لاس پر څارویو ګزمه کوله او ګرځېده چې زمریان راغلل خو نژدې نشول. ریچارد وایي: (همدغلته زه پوه شوم چې زمریان له خوځنده/متحرک څراغ څخه ویریږي.) په سبا یې د مور زړه راډیو واخیسته، د موټر زړه بطري یې پیدا کړه، لاینونه یې سره ونښلول او له ډېرو تجربو او ازماېښتونو وروسته په دې وتوانېده چې برق تولید کړي او یو ګروپ چې بل او ګل شي، ولګوي. وايي د خپلو څارویو طبیلې ته نژدې یې همدغه جلبل ګروپ ولګوه او له هاغې ورځې راوروسته یې زمریان بیا نه دي لیدلي. د ده له دغه ابتګار څخه نور کلي خبر شول، راغلل او همدا کار یې وکړ. له یوې خوا د دوی څاروي وژغورل شول، له بلې خوا د زمریانو قتل کم شو او د څارویو د حقونو فعالان هم خوشحال شول. ده خپله قبیله له کلونو کلونو کړاو څخه وژغوره. دا هلک په کینا کې مشهور شو، یو کالج ورته سکالرشېپ ورکړ چې درس ووایي. په ۲۰۱۳ کال کې د (ټېد ټاک*) یوه ډله کینا ته ولاړه چې یو کس او يوه ښه کیسه پیدا کړي چې ځان سره یې امریکا ته بوځي او نور خلک پرې خبر کړي. په ریچارد توریري خبریږي، د هغه داستان اوري او بیا دا ځوان د امریکا د کلفورنیا لانګ بیچ ته غواړي چې د زرګونو استادانو، سوداګرو او نورو مخورو ویناوالو په مخ کې د سټیچ پر سر خپل داستان ووايي. د داستان په پای کې سلګونه ناست کسان ورته له څوکیو پاڅیږي او چکې وهي. د ده دخبرو دا ویدیو میلیونونه خلک ګوري‌ او د ریچارد نوم د تېد تاک د مشهورو ویناوالو په لست کې ور اضافه کیږي.

-------

*TED Conferences LLC (Technology, Entertainment, Design.
تېد تاک* یوه نړیوال مطبوعاتي اداره ده چې د ریچارد غوندې خلک پیدا کوي چې خپلې کیسې له نړۍ سره شریکې کړې. د دغې ادارې شعار دی: نظریات/افکار په خپرولو ارزي/ ښايي چې خپاره شي!

تېد تاک
د کریس اندرسن کتاب