- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- بصیر بیدار ستوری
- 1418
ماته دا دنازولي توری ډېر خوند راکوي اوچې بیا ورسره د مور ترکیب ملګری شي یعني ( د مور نازولی ) نو پوره پرې دسړې تنده ماته شي ځکه په مور خو هر څوک نازولی وي که هغه ماشوم وي ، ځوان او یا بوډا خو د مور مینه یې تر اخرې سلګۍ ورسره بدرګه وي او کمیږي نه، په دغه نازولو کې عوض ارمان هم دی چې نه يوازي په مور نازولی دی بلکي په موږ هم نازولی دی په ټولنیزو رسنیو کې فیسبوک یوه نوي نړۍ رامنيځ ته کړه او هغه د اړیکو د نيولو او ملګرو د پيداکولو او یوبل سره بیا ددغه اړیکو د ساتلو او پاللو نړۍ ده چې ډېری مخونه به په نا اشنا کې سره اشنا او دملګرتوب په پړي دعمرله قیده پرته داسي وتړي چې ځان ترې بیا نه شي خلاصولی او بیاخو دشاعرانو اړیکي ورځ تر بلي داسي پياوړي شي چې کومه ورځ دکوم ملګري پوست ونه ګوري نو ته به وایې چې څه یې ورک کړي دي .
زما سره ګران او خوږ عوض ارمان د کلونو راهیسي په فیسبوک ملګری دی مخامخ مویوبل لا سره لیدلي نه دي خو داسي احساس کوم چې دغه خوږ ملګری هروخت زما سره جوړه وي ځکه که دا د مور نازولی مسافر وو نو هم یې ماشاعري لوستله او که اوس په ګران هیواد کې لا نازولی او د مور په غیږ کې ژوند کوي لیکل یې ګورم ، د ځوانۍ دحسن سره الله ښه ذوق ورکړی دخپل هر غزل سره خپل ښکلی تصویر هم پوسټ کوي چې خوند یې لا دوه چنده زیاتوي
په ځوانۍ دي برکت وي اوس یې اصلي موضوع ته راګرځم کوم چې دهغه ددي شعري ټولګي ( شکر دی چې تا لرم ) خوند اوره شاعري ده ،په دي شعري ټولګه چې کومه شاعري زما له نظره تیره شوه هغه درې برخي لري د هیواد او وطن مینه ، د مسافرۍ انځور او حقیقي مینه د جانان سره.
راشه چې کینو نور پخلا شو خپل وطن اباد کړو
سوله به وکړو نور ودان افغانستان غواړمه
سولي او امن ته ډېر لیواله دی ارمان یې د خپل وطن سوکالي او په امن اوسیدل دي او له هغه چا نفرت کوي څوک چې وطن ورانوي
د نوروخلکو ورانوي کورونه
کله به ستا هیڅ پکې کور نه کیږي
که چا سر کیښود د وطن په لار کې
بس هغه خلکو ته پيغور نه کیږي
او بیا خوددغه ناخوالو او ناامنیو انځور داسي په ګوته کوي:
دلته نور پریږده مسافر په رڼا ورځ تښتوي
کلی پریږدمه دا ظلمونه نور منلی نشم
زموږ ځامن یې ټول ټپي او شهیدان کړل راته
دا خائينان په دي وطن کې زه زغملی نه شم
ارمان مسافري ډېره کړي خو په مسافرۍ کې یو وخت هم د خپل وطن له میني لیري نه دی پاتي شوی نوهمدغه وجه ده چې د مسافرۍ ژوند پریږدي او خپلي میني او وطن سره يوځای کیږي
خدایږو کله مې هیریږي
لیونۍ ستا ستمونه
ماسفر ځکه اوس پریخی
تا راکړي پيغورونه
د ارمان لاس کې جانانه
ستا لپاره سره ګلونه
او محبوب دمینې سره د وطن میني اظهار هم کوي
د خپل وطن نه مرور نه یمه
شُکر دی خدایه مسافر نه یمه
ولږه مې خوښه ده په خپل وطن کې
پردي وطن کې دي نوکر نه یمه
لکه د ټولو زوریدلو افغانانو ګران عوض ارمان هم په خپل هیواد کې د سولي ارمانجن دی او دعا ورته کوي
سوله سوله او بهار شي ای وطنه
مینه مینه او ګلزار شي ای وطنه
ارمان تل دغه دعا کومه تاته
د ګلبڼ غوندي سینګار شي ای وطنه
ارمان چې څنګه د مور نازولی دی نوهمدغه رنګه د مور مینه یې په ګوګل کې نه کمیږي
کینمه یوازي نو رایاده شي
موري ستا یادونه مې ساتلي دي
داچې خوشاله یم په ژوند کې کامیابي مې داده
په سر مې ایښي دي مور جاني د همت لاسونه
عوض ارمان تاند او هڅاند زلمی شاعر دی په شاعرۍ کې یې هر نورم شته خو د غزل برخه پکې زیاته ده
دشاعرۍ مرکزي موضوع یې ډېره د مسافرۍ سره تړاو لري خو اوس په خپل هیواد کې مېشت دی الله دي بیا هم هیڅکله نه مسافر کوي او سبب یې په خپل وطن وشه.د لیک د اوږد والي نه تیریږم ،ګران عوض ارمان ته خوشاله ژوند او لا بریا غواړم
اوخپله لیکنه په دي لنډۍ سره ختموم
مسافري دي ډېره وکړه
خدای دي سبب په خپل وطن وکه مئينه
بصیر بیدار ستوری
پيښور ، پښتونخواه
۱۰/۷/۲۰۱۸