اما بـعـد….!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • دوکتورمحمد عثمان تره کی
  • 1213

پرون د سولې د موافقه لیک د لاسلیک نه وروسته، وسله وال مقاومت د یوه تاریخي آزمون نه بریالي ووت. د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یو بل ویاړ افغانانو ته ور په برخه شو.

طالبان په نظامي چارو کې په کافي اندازه خپله وړتیا ښودلې ده. د نظامي بریا نه وروسته د وسله مقاومت سیاسې پیچلې کار پیلیږي. دلته بیا توپک خبرې نکوې.
منطق، دقت، حوصله، اراده او د وخت غوښتنې سره سم زړه ورتیا او احتیاط ستونزې حلولي شي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان د حالاتو په اړه د طالب مشرانو دوه څرګندونې چه د مقاومت واقعبینانه دریځ تمثیلوي د افغانانو او بهرنیانو په منځ کې له هراړخیز هرکلي سره مخ شو: په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د طالبانو د مشر لومړي مرستيال مولوي سراج الدين حقاني په زړه پوري لیکنه د دوست او دشمن د پام وړ وګرځید. په لیکنه کې د دیپلوماسي پیاوړې ژبه په دیر مهارت کارول شوې. لیکنه د شل کلنه جګړې نظامي، سیاسي، دیپلوماتیک اړخونه په ملي، سیمه ایز او نړیوال تعاملاتو کې تر دقیقې ارزونې لاندې نیسې. لیکنه په تبلیغاتي لحاظ د طالبانو دشمنان ملأ ورماته کړه. مهمه دا چه طالبانو ته د یو سیاسي منلې ځواک په توګه د راتلونکې افغانستان په استقامت لاره خلاصه کړه.
د امریکا سره د هوکړه لیک د لاسلیک کیدو نه وروسته د مولوي متقي څرګندونې د ویرې هغه فضأ له منځه یوړ چه ځینو افغانانو په سیاسي ستیچ کې د طالب د راتګ نه درلودل.
طالبان د سولې په لور یو اوچت ګام پورته کړ. خو د امکان نه لرې نده چه د افغانستان د ننه او د باندې په قابو ناست د سولې دشمنان د طالبانو د احتمالي غلطیو په ګته اخیستنې سره د سولې کاروان مخې ته پاتکونه جوړ کړي. نن لمړي پاتک د جان کیري په لاس جوړ شوې ولسمشر رامنځته کړ چه د سولې د پروسې د پرمختګ د بنستیز شرط ( د طالب بندیانو خوشې کیدل) په ضد دریځ ونیوه.
د افغانستان کورني ستونزه د یو پیاوړې مرکزي حکومت د جوړیدو له لارې او افغانستان ته د بهر نه رازیږیدلې پرابلمونه د یو با اندول بهرني سیاست په بنست باندې د حل لاره موندلې شي.
د جګړې په موده کې د وسله وال مقاومت جنګي تګلاره الزاماً د ګاوندیو هیوادونو له لاسوهنو نه اغیزمن وو. خو سولې خواته د موافقه لیک د لاسلیک نه وروسته طالبان باید د یو خپلواک ځواک په توګه ځان مطرح کړي.
د طالبانو د بیشمرو قربانیو په پايله کې د افغانستان څلویښت کلنه جګړه د پاې په درشل کې قرار لري.

اما بعد !

په راتلونکو نږدې وختو کې، خپلواک او امن افغانستان د سیالوهیوادونو په دله کې د پرمختک کاروان سره یو ځاي کیږي. پوښتنه دا ده چه د اوږد مهاله جګړې ژوبل شوې یو ملت چه د خپلو نا اهلو بچیانو له لاسه نړیوالو او کورنیو جګړه مارو قوتونو منګولو ته سپارل شوې او د پرمختګ کاروان په آخرني موقعیت کې ځاي لرې، څنګه د راتلونکې آزمون نه چه په کې پوهه، وړتیا او پروفیشنلیزم پیښو ته استقامت ورکوي، بریالي وتلي شي ؟ « پاي»