توره رڼا


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • فریدون فطرت
  • 1592

 سهار له خوبه را پاڅېدم زړه کې مې زور نه و، اندامونه مې ټول بې حِسه وو، په سترګو مې توره تیاره وه، د څو شېبو لپاره کیناستم، چې کله مې سترګې رڼې شوې لږ مې ځان ښه احساس کړ بیا مې هڅه وکړه چې پاڅېږم، مګر بیا را باندې رڼا ورځ توره شپه شوه، له ځان سره مې فکر وکړ چې ښه نه یم، د خپل کور په جنت مې غږ وکړ چې مورجانې وه مورجانې خو غږ مې تر جنته نه رسېده، بیا مې ښه ژوره ساه واخیست او اواز مې وکړ چې مورجانې وه مور جانې، د غږ په اورېدو مې مور راغله، تر څو چې ورته حال ووایم، مور مې نور هم رانږدۍ شوه او راته یې وویل چې رنګ دې تک ژېړ دی، او د سترګو لاندیني برخې دې حلقي کړي، څه شوي دي .... ها؟

خبره مې همدلته ترې غوڅه کړه، او ورته مې وویل مورې هېڅ نه دي شوي، ښه یم، خو بیا یې خبره تکرار کړ، بیا مې ورته وویل وګوره روغ رمټ ناست یم، لږ مې وجود داسې بې دمه ده، او اندامونو کې مې زور نشته، چې پاڅيېږم په سترګو مې توره رڼا راځي، راته یې وکتل او موسکۍ شوه، په جنتي مخ یې د زنده ګۍ حوره راته وموسېده، او وې ویل زویه! توره رڼا دې له تا لرې وي، او سپینه رڼا دې همیشه په سترګو وي، او په همدې زما له څنګه روانه شوه، له ځان سره مې فکر کوو، لکه چې کومه خبره مې غلطه وکړه
په همدې کې وم چې د شربت ګیلاس یې راکړ، او د فشار ګولۍ یې هم پکې محلول کړې وه، چې شربت مې ښه په خوند نوش کړ او ګیلاس مې بېرته ورکړ، نو راته یې وویل چې اوس به دې په سترګو ( توره رڼا ) نه راځي، او لږ ارام وکه چې ښه شې، ومې خندل او د مور د مُسکا علت هم معلومه شوه چې له مانه خبرې ګډوډې شوي دي.

په خپل بالښت مې بېرته سر کېښود او ويدۀ شوم، غرمه محال له خوبه پاڅېدم، او د جعمې لمانځه لپاره جومات ته لاړم، جومات کې د تېر په څېر خلک نه وو راغلي، بېرته کور ته راغلم او ډوډۍ مې وخوړه، پس له ډوډۍ مې د پلار سره کیناستم او شین چای مو څښل او له پلاره به مې د تېر وختونو پوښتنه کوله، او په اخره کې مې ترې د
( سردار داود خان ) د پاچاهۍ کیسې واورېد، په همدې کې چای او خبرې دواړه خلاصې شوې زما هم زړه تنګ شو او له کوره بهر ووتم، سرک ته ورسېدم، په سرک د موټرو کمښت و خو بلاخره د ښار له طرفه یو ریکشه راغله کیناستم او د ولسوالۍ بازار ته لاړم، په بازار کې هم خاموشي خوره وه، د پخوا په رقم بېروبار او شور یې نه درلود
دوکانونه بند و، او خلک هم پکې په حساب یو څو کسان و
بېرته په سرک مخ په کور روان شوم، ناڅاپي یو ملګری په مخه راغی، لږ سره کیناستو او د زړه خواله مو وکړه، د غروب خوشبوي په ختمېدو وه چې لړزه راباندې نازل شو او درد راباندې زیات شو، له ملګري سره مې خدای پاماني وکړه او د کور په لور روان شوم، ماښام کور ته ورسېدم، او استراحت مې وکړ، لږ څه نا څه ښه شوم خو زړه تنګون مې ختم نه و، فیسبوک مې خلاص کړ، د فیسبوک د ملګرو په وال مې د ماشوم او چايو کیسه ولېد، هر سړي تر خپل وسه پرې ملنډې وهلې وه، فیسبوک مې ژر بند کړ، او له ځان سره مې وویل چې د افغانستان دی، دلته په ریښتیاو خلک باور نه کوي، نو دروغ خو هسې هم دروغ وي، بیا مې وویل ځه ښه شوه، چې یو څو ورځې بیا دې خلکو ته د ګپ شپ زمینه برابره شوه، د سولې، ولسمشرۍ ټاکنې، کرونا ...... خبرې خو لږه سړه شوه، د چایو او ماشوم کیسه به لږ ذره پرمختګ وکړي
راغلم خپلې کوټې ته او د (پیپلین ناول) کتاب مې واخیست د ورځې مې ډېر خوب کړی و خوب نه را ته، د شپې یوولس بجې وې کتاب مې ۳۰ پاڼې لوستی و چې مور مې راته د تورو چایو پیاله ډک راوړ، مخ مې ورته واړو ما ویل مطالعې سره چای څښل ډېر خوند کوي، ویل خلک وایي چې کوم ماشوم پیدا شوی او په شفاخانې کې یې ویلي چې تور چای د کرونا لپاره درمل دی، ما ویل مورې دا متخصص خو ډېر ژر مشهور شو، بیا یې راته وویل چې بېچاره مړ شو، بیا مې ورته وویل چې مورې په افغانستان کې پیاوړي، با استعداده، او هوښیار خلک ژوندي نه پاتې کېږي، بیا یې هېڅ ونه ویل او لاړه.

۱۳۹۹/۱/۸