- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- خدیجه عارف
- 1265
په 586م کال کې په فرانسه کې په دې اړه کنفرانس دایر شو چې ایا ښځه انسان دی که نه؟ له پلټنو او بخثونو وروسته جوته شوه چې ښځه انسان دی خو د نارینو د خدمت لپاره پیدا شوې، یهودو ښځه یو لغنت بلله د هغوی په منخرف کتاب کې ورڅخه په دې ډول یادونه شوې:ښځه تر مرګه یو تریخ حقیقت دی، چینایانو به پخوا غلامان او ښځینه خدمتګارنې له دې امله د یو چاروکې له مړي سره ژوندۍ خښولې چې په قبر کې د هغه خدمت وکړي،هندوانو د خاوند له مړینې وروسته د هغه میرمن ځکه ژوندی ورسره سؤځوله چې پر بدن یې د بل چا لاس ونه لګیږي او اوس هم دې دود ته ځینې هندوان ژمن دي، په منځنیو پیړیو کې ښځه دوهمه درجه مخلوق بلل کیده، د فرانسې په قانون کې داسې لیکل شوي و چې ښځه نجس مخلوق دی او ښځه د مقدس کتاب د مسخه کولو حق نه لري....
…په غرب کې د ښځې وړکتوب په وړکتون کې، پیغلتوب یې په فخشا خانو او نایټ کلبو کې او بوډا توب یې په اولډ هوس کې تیریږي، په غرب کې ښځه د نارینه أباره نانځکه د فخشا اله ده او له هغې څخه په اعلاناتو او اشتخارتو کې ګټه اخلې، دوه کاله مخکې په یو غربي هېواد کې د یوې ترسره شوې سروې له مخې په غربي هېوادو کې اتیه فیصده په ورځ کې زیږیدونکې ماشومان د زنا له امله پیدا کیږي، یوازې په امریکا کې تر یو میلیون زیات ماشومان د سقط جنین پر وسیله ځکه وژل کیږي چې ښځو یې د خپل خاوند پرته له بل چا حامله شوي وي، هر کال په امریکا کې 673 ښځو باندې جنسی تیری کیږي، په غرب کې ښځه هیڅ کله هم داسې د ژوند ملګری نه شي پیدا کوي چې د هغه د خیانت نه کولو له امله د هغه تر څنګ د ارامۍ او اطمینان ژوند وکړي...
سیکولاران او له غربي ټولنې متاثرۀ وکړي دې ځانونه پوه کړئ:
په اسلام کې ښځه مور ده هغه مور چې جنت یې تر قدمونو لاندې دی (الجنة تحت اقدام الامهات)، هغه مور چې پر اولاد یې د هغې قدر او درناوی فرض کړی، هغه مور سره له دې چې، نارینه د اولاد نفقه ګټي او ټوله ورځ مزدوري کوي خو بیا هم د پلار په نسبت پر اولاد د مور حقوق زیات دي، هغه مور چې که د اولاد له زیږون ومري شهیده شوه، هغه مور چې د اولاد روزل هم د دې لپاره عبادت کې ګڼی شي. په اسلام کې ښځه میرمن ده، هغه چې دا یې د کور مالکه ګرځولې په خاوند یې لازم ګرځولې چې هغې ته نفقه بربره کړي، هغه میرمن چې که خاوند ته موسکا شي هم ثواب يې کیږي. په اسلامي ټولنه کې ښځو ته ټوپک نه ور په اوږه کیږي بلکې د هغې حیا او عزت ساتل پر نارینه لازمه ګرځول شوي، اسلام وایي چې ښځه د نارینه په څیر انسان دی او که چا قصداً مړه کړه نو په بدل کې به یې قاتل قصاص کیږي، هر کال میلیونونه نارینه او ښځینه مسلمانان د صفا اومروا تر منځ ځکه منډې واهي چې دلته د یوې ښځې قدمونه ایښودل شوي (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ)... لنډه ده چې ښځې ته اسلام کوم حقوق ورکړي کتابونه کتابونه خبرې په کیدای شي.
مونږ له نارینو سره مساوات نه غوړو بلکې هغه حقوق غواړو چې اسلام راکړي.