بن لوري


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالوکیل سوله مل
  • 1315

 په طوفان کې راایساره نجلۍ

له ورځونه یوه ورځ یوه نجلۍ په طوفان کې ورکه شوې وه. اخوا ، دیخوا لاړه او راغله ،چې د خپل کورلار ومومي. خونه توانیده ،ځکه آسما ن ښه پوره تیاره واو باران هم ښه په شړک وریده . نجلۍ په خپله دایره کې شاوخوا تله راتله، چې ناببره ېې له غیږې زورورلاسونه راوګرځیدل، سپکه ېې
واخیسته او له ځانه سره ېې یوړه.
نجلۍ چې سترګې راوغړولې، په یوه لوی کټ کې هوسا غزیدلې وه . چپرکټ خورا ګرم او تود و. دمخه ېې بخارۍ لګیدلې وه.په هغې پرته نرمه بړستن ښه ګرمه وه . نجلۍ چې اوس پوره وچه شوې وه،د خونې شاوخوا وکتل . دیوالونه په ښکلو تصویرونوپوښ شوی وو. په میز د چایو ډکه پیاله هم ایښې وه. نجلۍ غږ کړ:
ـ سلام ، څوک دلته نشته ؟ سلام!
له دروازې سره نږدې یو تن راڅرګندشو. په خندا او مهربانۍ ېې نجلۍ ته وکتل ، ویی ویل:
ـ ښه یاست ؟
د نجلۍ حال ښه او طبعه ېې جوړه وه. له سړی سره ډیره ترهغې پاتې شوه چې هر څه ېې په دم کې شول . بیا یی سړي ته مخ ورواړاوه او ویی ویل:
نورنو ددې وخت رارسیدلی چې کورته لاړه شم .
اوله دې سره د خپلو کالیو په راټولوبوخته شوه. خو کله چې دروازې ته ورسیده ، دباندې ېې ولیدل چې ،باران نه دی دریدلی او لاهم د تیرپه څیر شړکنده اوري. بیرته راوګرځیده.
دې ستونزې کلونه دوام وموند . نجلۍ پوره زړه شوه . دغه وخت کې ېې له دروازې سره په دیوال په هغې کیلۍ سترګې ولګیدې چې باران ېې درولی او ورولی شو. همالته ودریده .بهرېې دورځې ښایستوکې رڼا ته کتل. بیا یی کوچنۍ کیلي ته سترګې واوښتې. له کړکۍ دباندې دالوتونکو مرغانو دالوتنو ترپا او غاړوته غوږونه څک کړل. بیرته ته راستنه شوه، په کټ کې وغزیده.
په هما غه شپه سړی بیا له خوبه راجګ شو. پوښتنه ېې وکړه:
ـ باران دریدلې ؟ په خوب کې خو مې همداسې ولیدل!
نجلۍ لاسونه ترې چاپیر کړل ، ټینګ په غیږ کې ونیو:
ـ کیدای شي شي دریدلې وي،خو اندیښنه مه ورته کوه، هرڅه سم دي.