دادغم لپاسه غم دی


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 1827

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دخواشينی اوډاډ گېرنې پيغام
 
داختر لمړی ورځ په وير اوغم راباندي تېره سول.
تير ويرونه مولاهير سوی نه وه چي دادی دپښتو اودري ژبي لوي شاعر، ليکوال ،څيړونکی سياستوال ،فرهنگی لوي شخصيت اوپېژندل سوی مبارز سليمان لايق د ۹۰ کالو په عمر رانه دابد لپاره رانه جلا سو اودابدی ژوند په لور له موږ نه وکوچېده. انا الله وانا اليه راجعون.
دمرحوم لايق صاحب مرګ د پښتوادبی ، علمی او فرهنګی جونگړي لپاره داسي يوه لويه تشه پرځاي پرېښودل چې ډکول به یې ترډېره گران کاروي. دده مرگ دافغان ولس اوپه ځانگړې توه روڼ اندو لپاره يوه لويه اونه جبيره کونکې ضايع ده.
مرحوم سليمان لايق دهېواد په ادبي ډګر کې دپام وړ هڅې کړي او په لسګو نوکتابونه اوبې شمېره ليکنې يې هيوادوالوته په ميراث پرېښودې.
د ښاغلي لایق زوی غرزي لایق بي بي سي ته وویل چې پلار یې د هغو ټپونو له کبله چې د ۲۰۱۹ کال سپتمبر کې یې په کابل کې د یوې چاودنې له کبله اخیستي وو، ساه ورکړه. نوموړی له تېرو لسو ورځو راهیسې په روغتون کې بستري و.
ښاغلی لایق د ۱۳۰۹ کال د تلې پر نهمه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د عبدالغني کره زېږېدلی و او په لومړي سر کې پرې دغلام مجددنوم اېښودل شوی و.
نوموړي لومړنۍ زده کړې د پغمان په مدرسه شرعیه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون له شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو ترلاسه کړې.
د ۱۳۳۰ مو کلونو وروسته د افغانستان له کیڼ اړخو سیاسي بهیر سره له یو ځای کېدو وروسته ښاغلی لایق د خلق دیموکراتیک ګوند له موسسینو غړو یو و، خو د مرکزي کمېټې غړی نه و او واک ته د دغه ګوند له رسېدو وروسته یې د وزارت په ګډون یو شمېر دندې تر سره کړې.
سلمیان لایق د خلق دیموکراتیک ګوند حکومت په لومړنۍ کابینه کې د راډیو ټلویزیون وزیر ټاکل شوی و
خو په دا وروستیو کلونو کې یې په علمي سیاست کې برخه نه درلوده.
ښاغلي لایق په ۱۳۴۵ کال کې د خلق جریدې له بندیدو وروسته د پرچم په نامه جریده خپره کړه، چې ددغه ګوند نشراتي ارګان بلل کېده. له تېر کال راهیسې ښاغلی لایق د درملنې لپاره په جرمني کې مېشت و.نوموړي په پښتو او دري دواړو ژبو کې د شعر او نثر ګڼ شمېر لیکلي اثار پرې ایښي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي دارواښاد سليمان لايق مړينه دټول هيواد لپاره ستره غميزه اولويه ضايع بولي ځان پدې ستره غميزه کي دمرحوم له درنې کورنۍ ،دوستانو ،اړوندانو او دده دلاري دمبارزينوسره شريک بولي .
د لوي څښتن له درباره څخه ارواښاد سليمان لايق ته فردوس جنت او دکورنۍ پاتې کسانو، دوستانو،دعلم ،پوهی اوقلم خاوندانو ته جميل صبر غواړو . روح دي ښاد او ياد دې ابدی وي .الحکم الله
دټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور